
د دې ټېم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله لا په ځوانۍ کې وو چې ټوپک یې تر غاړی کړ ، احمدشاه مسعود ته له نژدې کسانو څخه وو په خپل منځیو جګړو کې یې پراخ شتون درلود ، دهغې کسانو له ډلې څخه دي چا چې ښکلې کابل په کنډواله بدل کړ. د کابل ښکلا یې له خاورو سره خاوري کړه . د همدې څوکۍ لپاره چې اوس بیا ورته نوماند دي او د خپلې ټلوالې په ګټه یې د کابل کوڅې په وینو ولړلي اوپخپله د جګړې په لومړۍ کرښه کې پروت وو.
د کابل د پیغلو او سرتورو پت او عزت یې ولوټه ، دولتې او ملکې شتمني یې لوټ کړه ، کابل میشتې یي بې اسرې بې سرپناه له کابله مهاجر کړل . دولتې تاسیسات او ادارې یې په کنډوالو بدل کړل ، د طالبانو پر خلاف یې د امریکایانو تر راتګه پورې جګړه وکړه . د امریکا له حملې وروسته کله چې د طالبانو مقاومت سخت شو له امریکا یې د غټو بمونو د ورولو غوښتنه وکړه ویل دا ملت په وړو بمونو نه مري .
د امریکایانو له برید وروسته کله چې له هېواد د طالبانو ټغر ټول شو او د بن کانفرانس راوبلل شو ، د جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ لنډمهالې اداره رامنځ ته شوه . ډاکټر عبدالله د کرزي په اداره کې د باندینیو چارو وزیر وو. په نوموړې تور دی چې د خپل وزارت پر مهال یې په ملیونونو ډالر غلا کړي. په خپل وزارت کې یې ملي وحدت نه دی پلې کړی او ټول یې په کې خپلې ټلوالې ته منسوب متعصبین ټاکلي وو .
پر ډاکټر عبدالله د جنګې جرمونو سربیره نور ګڼ شمیر دوسیې هم شته . د بېلګې پر ډول ښاغلې عبدالله پخپل دې پوخ عمر کې په فرانسه کې د مریم نجفی پر نوم په یوه افغانه پیغله عاشق شو . عبدالله د خپل عشق په نشه کې د مریم نجفی د کورنۍ د لیدو لپاره فرانسې ته ولاړ او په یو چل یې د اغلې نجفې کورنۍ دې ته اماده کړه چې نجفې عبدالله ته واده کړې . ډاکټر صیب عبدالله مریم نجفې سره په دوبۍ کې په پټه واده وکړ تر څو کورنۍ یې پرې خبره نشي . څه موده وروسته عبدالله مریم نجفی ته په کابل کې په کرایه کور ونیو ، عبدالله له دې ویری چې کورنۍ یې پر واده خبره نشي . نجفی یې پرېښوده او داسې یې وانګیرله چې ګواکې مریم یې بیخې میرمن نه ده . اغلې نجفې له دې خیانت وروسته د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون او همدا ډول لویې څارنوالۍ ته د خپل حق د غوښتلو او عبدالله ته د خیانت د سزا ورکولو پر نیت ورغله . سیما سمر چې د بشر حقوقو د خپلواک کمیسیون مشره او د عبدالله خېلو له ډلې څخه ده د نجفې ستونزه وانه وریده . په پایله کې په ځان میین عبدالله د ملي امنیت پخوانې مشر امرالله صالح ته دنده ورکړه چې نجفې وګواښې صالح همداسې وکړل نجفې یې وګواښله او دې ته یې اړ ویسته چې له خپلو حقوقو تیره شي. عبدالله نورې ګڼ شمیر دوسیې هم لري.
دا هغه عبدالله دی چې نن یې له ځانه سپینه کوتره جوړه کړې ، ، نوموړې خپلې میرمن سره وفا نشې کولاي د خپلې میرمنې حق نشي ادا کولاي نو د ملیونونو افغانانو به څه غم وخوري. نور توکمونه یې د مرګونو د سوداګر او د مرګونو د استازې په نوم پیژني.
د دې ټېم د مشر په اړه دا هم ښه درز کې مشهوره ده چې په ځان سخت میین دی . په دې نه دی چې هېواد کې څه روان دي بس دا دې او سینګارخونه ده . چې کومې غونډې یا خبرې کانفرانس ته ځي په زرګونو ډالر په ځان خرچه کوي . د خپل سر ویښته او سټایل پرې ډیر ګران دی . پګړۍ نه په سر کوي وایې چې ویښته مې خرابېږي او د سر پر ځای یې له ملا تړلي وي . داسې یو کس چې چیرته فیشن شو کې د کارکولو وړ دي نن یې ځان دې ته کاندید کړي چې په دې مسلمان ، مهذب او دروند ملت پاچاهې وکړي.
د لومړې مرستیال په اړه یې هم دا ویل کیږی چې په خپل منځې جګړو کې یې په خپله وس برابره برخه اخیستې وایي یو شمیر ستونزې او ناروغي لري . یو ژورنالست چې ترې پوښتنه کوې چې درې ځل یې تکرار نه کړي خان محمد خان پرې نه پوهیږي ډیر ظلم خو دا دې چې عبدالله ورسره د مور میرې چلند کوي ، بیخې یې داسې شمېري نه لکه لومړې مرستیال یې چې وي.
د دوهم مرستیال په اړه یې خو بېخې څه ویل په کار نه دي ، هغه نو په جنایاتو داسې ککړ دي چې هر افغان ته یې د نوم په اورېدو د وحشت او ظلم انخورونه مخې ته ودریږي .
د دوی د ټېم بل مخکښ غړی زلمی رسول لالا دی ، هغه نو داسې یو خاکساره سړی دي چې بل څوک یې ونه ګړوي ګړیږي هم نه او چې د کوم کار ورته ونه وایې پخپله له ده څخه نه کیږی . په لومړې پړاو کې د ښاغلې کرزې ر ېبوټ وو په دوهم پړاوو کې د ډاکټر عبدالله لنډه دا چې د ښه او بد تمه ترې نشته بس هسې یوه څوکۍ به پرې ډکه ښکارې . دا هغه وخت ملت پیژندلې چې کله د باندینیو چارو وزیر وو وزارت یې په فساد او بې کفایتۍ کې لومړې مقام درلود. کومې رایی یې چې وړي وي هغه هم د جمعه خان همدرد او ځینو نورو چارواکو د درغلۍ او کمپاین پایله وه چې دې ښاغلې ته یې کړي وو.
د عبدالله خېلو له ډلې بل تن بیلدوزر ( محمد شفیق ګل اغا ) دی ، هیښونکې خو دا ده چې بیلدوزر په یوه لاړ ټیرونه یې پر بله . خپله له عبدالله سره یو ځای شو او کمپاینران یې له دکتور غني سره . شیرزې خو داسې سړی دي چې پخپله خبره هم نه پوهیږې چې دا زه څه وایم نن یو څه وایې سبا د هغې پر ضد عمل کوي ، د بېلګې پر ډول ویل یې زلمی رسول بې ناموس دی میرمن اولاد نه لري نسب یې مالوم نه دي پر سبا د هماغه زلمې رسول تر څنګ ناست وو.
بیلدوزر د هېواد د درې تنه شتمنو والیانو څخه یو دی . د ننګرهار ګمرک یې وڅنډه د بیا رغونې پر نوم یې په لار کې پاټکونه واچول د خپلو شخصې جنراتورونو لپاره یې د جلال اباد ښار ته د بریښنا د لیږد مخنیوې کولو او ډول ډول خنډونه یې ټوکول.
دا ناکامه ټېم کوم کې چې ټول هغه زورواکان راټول شوي چې خپلې خبري نه شي تللاي . شخصي او د نورو هېوادو ګټو ته د افغانستان په ګټو لومړیتوب ورکوي . که واک ورته وسپارل شو هېواد به له داسې ناورین سره مخ کړي چې د ژغورولو هیڅ هیله او امید به پاتي نه وي.