
دویمه برخه
افغانستان په منځنۍ اسیا کې د اقتصادي او ځمکني سیاست له مخې په سیمه کې د ستراتیژیکي کړۍ رول لري. دې ارزښتمن جغرافیوي موقعیت افغانستان له ډیرو سړو تودو سره مخ کړ، د انرژیو د لیږد په برخه کې افغانستان د تېلو او ګازو لپاره د دپایپ لاینستان په نوم یادیږي. د افغانستان د ګازو اوتېلو سترې زیرمې تر 2010 پورې نړۍ ته مالومې نه وې. د امریکا د جیولوژیکي ادارې د سروې له مخې، افغانستان د شاوخوا درې تریلیون ډالرو په کچه د طبيعي زیرمو څخه برخمن دی NYTimes.com, June 14, 2010, BBC, 14 June 2010)).. یو شمېر کارپوهان وایې که د افغانستان شاوخوا دمنځنۍ اسیا هیوادونه او په ځانګړي ډول د کسپین سمندرګي ته نږدې سیمه په نظر کې ونیسو نو دا اټکل پیاوړی کوي چې د افغانستان دطبيعي زیرمو ارزښت دې له دې نور هم زیات وي، ولسمشر کرزي افغانستان ته د هندي پانګوالو د راجذبولو په موخه هند ته د خپل سفر پر مهال د وینا پر مهال وویل چې ( که څه هم امریکایانو د افغانستان د زیرمو اټکل کړی دی، مګر له موږ سره نورې شمیرې دي). اوسپنه، مس، سره زر، لیتیم او یو شمېر نور حساس عناصر د افغانستان د طبعي زیرمو ستره برخه جوړوي. د اقتصاد د علم له نظره ، همدا زیرمې کولای شي چې افغانستان په نړۍ د طبيعي زیرمو په ستر مرکز بدل کړي.
د افغانستان د طبيعي زیرمو په اړه د پنتاګون په یو شمیر لاسوندونو کې افغانستان ته د لیتیمو هیواد ویل شوی دی. لیتیم د پراخې ویجاوړونکېوسلې او د یو شمېر نورو ټکنالوژیکي توکو په جوړولو کې خوار حساس رول لري.
که څه هم په افغانستان کې د کاني سکتور رغول ډیر وخت ته اړتیا لري مګر په دې سکتور کې د کارپوهانو په وینا د افغانستان په کاني زیرمو کې د پانګې اچونې فرصتونه خورا زرین او ګټور دي، په دې برخه کې پانګه کولای شي چې افغانستان کړکېچ له ناخوالو راوباسي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو دپخواني قومندان ډیویډ پیتریوس په وینا چې د افغانستان د کانونو په اړه ډیرې خبرې شته مګر زه فکر کوم چې دا زیرمې د ستر ځواک څخه برخمنې دي.
د نویو کشف شویو زیرمو ارزښت د اقتصادي اړتیاو پوره کولو څخه څو ځله زیات دی، دهمدې زیرمو په کارولو افغان حکومت کولای شي چې پرځان – بسیا افغان اقتصاد ولري او د نړیوالو مرستو کچکول له غاړې ښکته کړي. د کانونو وزارت سلاکار جلیل اجمیري نیویارک ټایمز ته ویلې چې د افغان طبيعي زیرمې د افغان اقتصاد د ملا تیر حیثیت لري. نیو یارک ټایمز دا هم کښلي دي چې د لیتیمو له پلوه غني هیواد دی، لیتیم هغه ماده ده چې په نړۍ کې ورته اړتیاهره ورځ تر بلې زیاتیږي، د لیتیمو څخه به په راتلونکې کې د یو شمېر نورو موخو سربیره د الکترونیکې موټرو په جوړولو کې هم کار اخیستل کیږي. اوسمهال په نړۍ کې یو شمېر هیوادونه لکه چلي، استرالیا او ارجنتاین نړیوال مارکیټته دا توکي وړاندې کوي.
یو څه موده کیږي چې پنتاګون د افغانستان په سویل کې په سروې کولو لګیا دي، د پنتاګون یو چارواکی وایې چې د لمړنیو څیړنو څخه دا مالومیږي چې یوازې د غزني ولایت کې د بولیوا د لیتیمي زیرمو په کچه لیتیم شته دی. ( NYTimes.com, June 14, ).2010
د لندن څخه خپریدونکې ورځپاڼه سنډی ټایمز کاږي چې د پنتاګون له لورې د د افغاني زیرمو په اړه دا اټکل موضوع داسې مهال رامنځته شوه چې امریکایې وګړي په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتونپه اړه ویشل شوې، د ورځپاڼې له مخې امریکا اصل کې پرحقایقو پرده غوړوي او په دې توګه غواړي چې د خلکو پام له دې موضوع څخه داسې مسئلې ته واړوي چې ددوی په وینا د امریکایي ملت ګټې په کې نغښتې دي. د څیړنو امریکایي ادارې د څیړنو د بشپړیدو څخه وروسته د افغاني زیرمو اټکل شوی ارزښت د امریکا –افغان د سوداګرۍ د خونو په یو کانفرانس کې څرګند کړ. په دې راپور کې بل داسې ټکي ته اشاره شوې چې د مسئلې سیاسي-اقتصادي پیچلتیا له منځه وړي ــــ ورځپاڼه وړاندې کاږي چې دامریکا سوداګریز پاړکي او حکومت د افغاني زیرمو د احتمالي ارزښت په اړه هغه وخت مالومات تر لاسه کړی چې شوروي په اویایمو او اتیایمو کلونو پر مهال د افغانستان د زیرمو په اړه ارزونې کړې وې،د شورویانو د ارزونو له مخې، افغانستان د طبعي زیرمو له پلوه غني هیواد دی، ښايي چې ولسمشر کرزي د هند د سفر په ترڅ کې هم دا ټکی په نظر کې نیولی وي. ځکه د خبرو پر مهال د ښاغلي کرزي د وضعیت نه داسې ښکاریده چې د امریکایانو په اټکلونو ډیره تکیه نه کوي په 2002ز کې کرملین د خپلو څیړنو په اړه له هر څه پرده پورته کړه او په زغرده یې وویل چې افغانستان د مسو، اوسپنې، غازو او تېلو خورا سترې زیرمې لري.څو کاله مخکې په نړیوالو او سیمه ییزو مطبوعاتو سیاسي بهیرونو کې د افغانستان د زیرمو مسئله د سر ټکی ګرځېدلی و..(Afghanistan, Mining Annual Review, The Mining Journal, June, 1984).).
د طبيعي زیرمو جغرافیې سره تړلې امنیتي مسئلې، د ویش اندیښنې،د جنګسالارانو رول او د سیمه ییزو هیوادونو غبرګونونه په راتلونکو برخو کې.
Lutfullah44@mgial.com
لطف الله لطف، نړیوال اسلامي پوهنتون ـــ اسلام اباد