
(سیاست د سرچینو په سر جګړې ته وایې)
د یویشتمې پیړۍ له پیل راهیسې دا بریښېده چې ښایي نور په نړۍ کې د سیاست تعریف، بڼه او موخې بدلې شي؛ د روانې پیړۍ په لمړۍ لسیزه کې امریکا او لویدیځ وپیتله چې د نړۍ په سیاسي ډګر کې د سپین سترګۍ یوه بله له ګواښه ډکه لوبه پیل کړي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د بدمرغیو طرحه شوې لومې خپرې کړې. په همدې موخه د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې کوندلیزا رایس منځني ختیځ ته د خپل سفر پر مهال وویل چې: ( we want to re-draw the map of middle east) موږ غواړو د منځني ختیځ نخچه له سره جوړه کړو ، همدا جمله که د امریکا د ارادو له زاویې راواړوو نو داسې باید ووایو ( مونږ په منځني ختیځ کې د خپلې خوښې طرحې پلي کول غواړو). په همدې موخه یې په منځني ختیځ کې د (constructive chaos) یا د (رغونکي اړودوړ) تیوري پلې کړه. ددې تیورۍ په مټ امریکایان او لویدیځ غواړي چې خپلو موخو ته د رسیدو لپاره په سیمه کې په لوی لاس د جګړې او بدمرغیو اور ته لمن ووهي ــــ اوبه خړې کړي او کبان ونیسي.. د منځني ختیځ په یو شمېر هېوادونو کې د عربي خزان او د سوادن ټوټه کیدل د همدې تیورۍ زیږنده بللی شو.
افغانستان ته د سپتمبر یولسمه سور اور وګرځید؛ له نن څخه څوارلس کاله پخوا د یوشتمې پیړۍ ستر پوځي زبر ځواک امریکا او لویدیځوالو د ترهګرۍ د دروغجنې جګړې په پلمه پر افغانستان برید وکړ. ددوی غولونکې موخې په افغانستان کې د دیموکراسې حاکمیت ته زمینه برابرول او د تروریزم د رېښو ویستل وو. په افغانستان کې د ترهګرۍ په نوم جګړه څوارلس کلنه شوه؛ مګر تر اوسه پورې د کوم غوڅ پرمختګ څرک نه لګیږي. د جګړې هر اړخیزه قرباني افغان ولس ورکوي. په هیښېدونکي ډول په افغان ولس خپله سیمه، ورځ تر بلې سره تبۍ ګرځي.
یو شی چې تر لمر ډير روښانه دی، په نړې کې د ځینو هیوادونو ورته برخلیک دی ـــــ په ځانګړي ډول په وروسته پاته هیوادونو کې د کړکېچ او اخ و ډب پیښې کوم تصادف نه بلکې دا ټول د یوې پروژې رامنځته شوي دي. افغانستان، عراق، کانګو، نایجیریا، لیبیا، او د شمالي افریقا یو شمېر نور هیوادونه ددې پیښې غوښن قربانیان دي. لنډه دا، چیرته چې د امریکا ګټې وي هلته په بشریت ځمکه سور تنور ګرځیدلی دی ــــ تر ټولو تازه پیښه یې د مالیزیایي الوتکې ورکېدل دي، دا ډول پیښې اکثر د دسیسې تیورۍ پورې تړل کیږي؛ په کومه سیمه کې چې الوتکه پریوتې، ویل کیږی چې له همدې لارې چین د بهرنۍ نړۍ سره نږدې نوي سلنه سوداګري کوي. له دې امله سیمه امریکایانو ته بېخرته اقتصادي او ستراتیژیکي ارزښت لري امریکایان د الوتکې لټولو په پلمه غواړي په همدې سمندر کې چینایي ګټو ته مورچه ونیسي او د نور پرمختګ مخه ډب کړي.
لاندې مقاله هغه اقتصادي لاملونه په ګوته کوي چې له امله یې امریکا او ناټو د سپتمبر-یولسمې را وروسته په افغانستان حمله وکړه: د حقوقي دلیل په توګه امریکا د افغانستان د اشغال لپاره د ( ګډ امنیت) دکتورین کاروي؛ د سپتمبر د یولسمې راوروسته امریکا
په افغانستان کې د ورک دښمن په ضد نا اعلان شوې جګړه پیل کړه.
د اسیا لپاره د اوباما د پلانونو څخه یو مهم پلان د افغانستان سره د دوه اړخیر امنیتي تړون لاسلیکول دي؛ ددې تړون په مټ، امریکا او ناټو غواړي چې په افغانستان کې دایمي پوځي حضور ولري. امریکا د افغانستان څخه په دې تړون کې (9) پوځي اډې غواړي؛ د ستراتیژیکي او اقتصادي ارزونو له مخې، دا ټولې اډې د افغانستان ګاونډیانو (چین، پاکستان، ایران، منځنۍ اسیا) سره پولې ته څیرمه غوښتل شوي دي.
.1جګړه په دې ارزي چې تمویل شي: د مقالې لیکوال لیکي چې د افغانستان جګړه د اقتصادي سرچینو ګټوره جګړه ده. په 2001ز کال کې په افغانستان له یرغل وروسته نړیوالو د افغانستان جګړه په لویدیځ کې خلکو ته داسې ور وپیژنده چې ګویا د (انصاف جګړه) ده. دوی لویدیځ میشتي په دې ساړه کړل چې په افغانستان کې د تروریز ریښې وباسي او په افغانستان کې د دیموکراسۍ ستنې شخوي. ددې جګړې د اقتصادي لاملونو او اړخونو په اړه تر اوسه لویدیځې رسنې ډیر څه نه دي ویلي. تر ټولو هیښونکې خو لا داده چې د سپتمبر له پیښې وروسته د تروریزم په ضد تبلیغاتو د افغان جنګ کیفیت نور هم ګونګ کړ. که د شلمې او نولسمې پیړې په بهیر کې برتانوي ښکیلاک د شرقي او غربي هند کمپنیو په مټ د نړۍ غني، خو مات ملتونه چور کړل نو په یویشتمه پیړۍ کې په عصري بڼه دا دنده د ناټو او امریکایي ځواک په لاس پروتې. د ا څو کرښې، د مقالي د سریزې په ډول دي، نور حقایق وروسته...
Lutfullah44@gmial.com
لطف الله لطف، نړیوال اسلامي پوهنتون ــ اسلام اباد