
ل : “مانويل آراثيم” – Manuel Harazem
ژ : واک
ځینې هېوادونو ته ،چې ولاړ شې اړ یاست ،چې ځینې داسې انځورونه به ګورئ ،چې دګرد سفر او چکر خوند دې درخرابه کړي . دبیلګې په توګه څو کاله به دځینو لنډغرو انځورونه ګورئ ،چې دالله یا دکاتولیک کلیسا له برکته به یې په هر ځای کې انځور راځړیدلې وي ان ،چې دځینو خو پر پیسو هم چاپ شوې وي .
ما دا ډول یوه تجربه په ایران کې تېره کړې او لیدلې ده دایران هر ځای ته به ،چې ولاړم خمیني به له ما وړاندې رسیدلې و که څوک خمیني نه پیژني دا نو دانسانیت په معاصر تاریخ کې تر ټولو بد وژونکې (قاتل ) دی .
دنګې ودانۍ ، تجارتي مرکزونه اړ و ،چې دخمیني انځور یې پر مخ راوځړیږي ان ،چې بانک هم اړ ،چې پر هغو پیسو دخمیني انځور چاپ کاندي ،چې ټوله ورځ به دې په راکړه ورکړه کې له جیبه راویستلې .
دخمیني مخ د یو مجرم هغه دی ، له شره ډک لیده کاته په کې له ورایه ښکاري د ځواک سمبول یې د زرګونو وګړو وژل دي او بس .
د وخت په تېریدو دخمیني له انځور سره روږدی شوم ، خو هغه مهال خپه شوم ،چې دخمیني انځور په هغه تالار کې هم راځړیدلې دی ،چې هلته به روڼ اندي راټولیدل او دشاه پر ضد به یې مبارزه کوله .
کله ،چې ملایان دهمدې روڼ اندو ، کاریګرو ، مدني ټولنو پرمټ واک ته ورسیدل په ګرد ایران کې د ټولوژنو لړۍ پیل شوه .
دهغو ډیموکراتانو شمېر ،چې دخمیني نظام اعدام کړي دي کره نه دی ، خو دا باوري ده ،چې له دوه سوه زره زیات دی ، نیکمرغه هغه و ،چې په تېښته بریالي شول او ځینې خو یې تر دې دمه دزندان د تورو تمبو شاته شپې سبا کوي .
خمیني څوک دی ؟
هسپانوۍ ویبپاڼې Burbuja څه موده وړاندې له جنجاله ډکه لیکنه خپره کړې ده ،چې په لویدیز کې یې جنجال ، شور او ځوږ راپورته کړې دی ، خو ختیځ او اسلامي نړۍ ترې اوسه خبره نه ده دا لیکنه دځینو لاسوندونو (اسنادو) له مخې کاږي : خمیني دیو برتانوي سرتیري (سرباز) زوی دی ، دخمیني ژوندلیک په ټوله مانا جعلي دی ځکه نوموړی په ایران کې نه دی زیږیدلې دی او نه یې توکم ایرانی دی .
همدا لیکنه ،چې (خمیني څوک دی ؟ ) تر سرلیک لاندې خپره شوې ده کاږي : په 1964 ز کې ایت الله شریعتمداري ته په دې موخه د(ایت الله ) لقب ورکړل شو ،چې ژوند یې وژغورل شي ځکه نوموړی له شا سره پر خیانت تورن شوې و او سزا یې اعدام وه .
راپور کاږي : هغه مهال په تهران کې دانګلستان سفیر دخمیني ( دکشمیر دیوې هندۍ زوی / راپور) ژوند ژغورلې و ،هغه لاسوندونه ،چې پر مټ یې همدا راپور چمتو شوې دی وايي : سناتور الموسوي په ټوله مانا پوهده ،چې دخمیني پلار څوک دی ؟ ځکه خو خمیني دخپل حقیقت دپټولو په موخه دالموسوي دوژنې پریکړه وکړه ،چې دا راز تر پایه همداسې پټ پاتې شي .
لیکنه ټینګار کوي ،چې دا کېسه هیڅ اصل نه لري ،چې خمیني دایراني الاصله کشمیري زوی دی ، بلکې حقیقت دادی ،چې خمیني دبرتانوي سرتیري ولیم ریچارډ ولیامسون William Richard Williamson زوی دی . دا سرتیري په 1872 ز کې له انګلیس پلار ومور څخه ، چې دواړه دانګلستان په بریسټال کې زیږیدلي دي او دانګلیس له نسله دي .
لیکنه زیاتوي دشاهدانو له منځه د( ایران انګلیس تیلو شرکت )،چې وروسته بیا د(پریټش پټرولیم) په نوم مشهوره شوه ، پخوانی مامور دی دا مامور دخمیني کورنۍ دنورو په پرتله ښه پيژني .
په 1979 ز کې ،چې کله له کرنیل ارشي چیشولم Archie Chisholm ،چې پخوا د فایننشل ټایمز مسوول مدیر و له نوموړي څخه دخمیني دپلار په اړه وپوښتل شو . کرنیل دا خبره رد نه ، بلکې دایې کره کړه او زیاته یې کړه په 1950 ز کې برتانوي لیکوال او خبریال Stanton Esperanza دخمیني دپلار William Richard Williamson ژوندلیک لیکلی دی . دې لیکوال د1940 زپه پای کې په البصره کې دخمیني له پلار سره لیده کاته شوي و .
لیکوال دخمیني دپلار دژوند په اړه کاږي : ریچارډ ولیامسون به شل کلن و ،چې دیمن په سویل کې یې دپولیسو په لیکو کې دنده تر لاسه کړه نوموړی دخپلې ښکلا له کبله (السلطان بن فضل علي ) ،چې دلحج سیمې حکمران و ډېر نږدې و (حکمران ) ریچارډ وهڅوه ،چې له پولیسو سره دنده پریږدي او له ده سره په ماڼۍ (قصر) کې واوسیږي ، ریچارډ ډېر ژر حکمران (السلطان بن فضل علي ) پرېښود او له الشیخ یوسف ابراهیم ،چې داوسني کویټ دواکمنې کورنی الصباح له خپلوانو څخه و یو ځای شو .
ویلیامسون اسلام ومانه او دپټرولو برتانوي شرکت سره یې دسیاسي مسوول په توګه دنده پیل او ځانته یې د( الحجي فضل الزبیري ) عربي نوم غوره کړ نوموړی اوه ځل له عربي او هندي نجونو سره ودونه کړي دي او خپل زامن به یې په دیني مدرسو کې شاملول .
ویل کیږي یو زوی یې خمیني نومیږي ،چې په 1960 ز کې دایران قم ښار ته ورغلې او دشا پر ضد فعالیت پیل کړ ،چې په 1964 ز کې پر خیانت تورن او داعدام پر سزا محکوم شو،چې دایت الله لقب ورکړل شو ،چې ژوند یې وژغورل شي . لاسوندونه دا هم کاږي ،چې خمیني به دبرتانوي استخباراتو پر مرسته دفرانسې او ایران ترمنځ سفرونه کول .
یاده لیکنه په دې ویبپاڼه کې راغلې ده ، موږ یې یوازې پښتو ژباړه وړاندې کوو .
http://www.all4syria.info/Archive/147502