داطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرتيا

ټاکل شوې ده  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دافغان اعلاناتو د منحل شوي  تصدي  دکانونه د 1388 کال  لپاره په کرايه ورکړي  او  د کتاب لوستلو  دفرهنګ  د ودې په مقصد له چيني پلورنې  او ټوکر پلورنې څخه  په کتاب پلورنې او قرطاسيه پلورنې  بدل کړي .
  هغه اشخاص چې په دې برخه کې  د قرارداد  هيله ولري   خپل غوښتن ليکونه دې ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خدماتو امريت ته  وسپاري   او په خپله دې  د اعلان   له خپريدو څخه پنځلسو ورځې  وروسته  له غرمې وروسته  په دوو بجو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخدماتو آمريت ته حاضر شي .   شرط پاڼه کتلي  شي ، تضمين اخستل کيږي  .