
د هند راتلونکي لومړي وزیر مودي پتیلې چې د هېواد ټکنی اقتصاد به پیاوړی کوي. له نوموړي څخه په نوي ډیلي کې د خپلو اقتصادي پلانونو او اصلاحاتو په اړه پوښتنه وشوه، په ځواب کې یې وویل چې، ناخالص کورنی تولید به زیات کړو. که څه هم دا په څرګنده یو ښکاره موخه ښکاري مګر په دې وروستیو کې د هند اقتصادي شیمه یو څه کاواکه شوې ده. د یو شمېر اقتصادي کارپوهانو په اند لاندې پنځه فکتورونه د هند د دوامداره اقتصادي ودې د پرمختګ لپاره خورا اړین دي:
لومړی: را پورته کیدونکی(emerging) مارکیت، د هند د دوامداره اقتصادي ودې د لوړولو لپاره په راتلونکو پنځو کلونو کې دا اړینه ده چې د حکومت په سترو ادارو کې کوم ستر بدلون رانشي.د هندي اقتصاد تولیدات تر ډیره بریده د تولید په عواملو تکیه دی ـــ په ځانګړي ډول په کارګرانو او د پانګونې په کچه. کله چې په یو هیواد کې پانګه او زیربناوې کمې وي نو د اقتصادي ودې د چټکولو لپار تر ټولو غوره لار په همدې ساحو کې پانګونه ده. اقتصادي کړۍ داسې انګیري چې ښایې دا د مودي لپاره د ځوړندې میوې په څېر وي او لومړی په همدې برخه باندې تمرکز وکړي.
دوهم: د خدماتو سکتور د تېرو ځو لسیزو راهیسې د هندي اقتصاد په وده او پرمختګ کې دې سکتور تر ټولو ستر رول لوبولی دی. پردې سربیره د هند په اقتصاد کې وګړو ته 84 سلنه وګړی په کوچنیو شرکتونو کې د کار زمینه برابره شوې ده دا کچه په چین کې 25 سلنه ده. د تیرو څو کلونو په بهیر کې هند په دې وتونید چې خپل کرنیز اقتصاد په د خدماتو په اقتصاد واړوي مګر د صنعت په برخه یې دومره د پام وړ وده نه کړې، اقتصاد پوهان ددې کار لامل د صنعت او معدنیاتو په برخه کې د اغیزمنو تګلارو نشتون بولي. اوسمهال په چین کې د تولید لګښت د لوړیدو په حال کې دی، نړیوال تولیدونکی اوسه هڅه کوي چې د صنعتي تولیداتو لپاره بدیل هیوادونه او سرچینې پیدا کړي، کارپوهان وایې که هند خپل صنعتي سکتور پیاوړی کړي نو کولای شي چې د ستر کاري ځواک په لرلو د نړیوالو پام ځان ته ور واړوي.
دریم: د نړیوال بانک د نړیوال بانک د هغه شاخص له مخې چې په یو هیواد کې په اسانۍ د اقتصادي کارونو اندازه کوي، هند په دې برخه کې په تیرو دولسو کلونو کې د 116 څخه 134 ځای ته پریوتی دی. دا پخيله د پڅو اقتصادي اصلاحاتو وضعیت راپه ګوته کوي. د هند نوی حکومت ته پکار ده چې د اقتصادي او سوداګریزو چارو لپاره چمتو کړي، په نړیواله کچه داسې ډیر پانګونکي شته چې د پانګونې په برخه کې د هند حکومت ته مثبت ځواب ووایي خو ددې هر څه لپاره لمړی او اړین کار د هند حکومتي ادارې پیاوړي کول دي.
څلورم: په دې وروستیو کې د هند د اقتصادي کمزورۍ یو لامل د مالي تګلارې کاواکي ده --- په هندي اقتصاد کې عرضه په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو ده چې له همدې امله ځینې وخت د پړسوب کچه هم لوړیږي او په پای کې د سوداګریز کسر لامل ګرځي. د هند نوی حکومت باید په اقتصادي کسر پراخ نظر ولري او همداراز د مالي پالیسۍ پیاوړي کولو ته ژمنتیا وښیي ددې موخې تر لاسه کولو لپاره اړین دي چې د بودیجې یو شمېر نور قوانین جوړ کړي.
پنځم: د څیړونکو او نورو خیریه موسسو سره په ګډه باید د زده کړې او روغتیايې خدماتو د کمیت او کیفیت د پیاوړتیا لپاره باید سترې هڅې وشي، د هند نوی حکومت باید په ګډ د پالیسي جوړونکو او څیړونکو سره په ګډه ددې موخې لپاره کار وکړي.
اوس سوال دادی چې آیا مودي ددې جوګه دی چې هندي ولس ته په دې ډول اقتصادي ښیرازي ډالۍ کړي؟ هغه مهال چې مودي د ګجرات وزیر و نو مودي ددې ایالت د اقتصادي ودې لپاره کار کړی و پدې سربیره نوموړي ګجرات ته د بریښنا سیستم جوړ کړ او همداراز یې د لویو لارو د رغولو په برخه کې سترې هلې ځلې کړې وې. د مودي ګوند ژمنه کړې چې په اقتصادي چارو کې به د لږي حکومتي مداخلي او ډیرې حکومتدارۍ څخه کار اخلي.
Lutfullah44@gmail.com
لطف الله لطف، نړیوال اسلامي پوهنتون-اسلام اباد