په ټولټاکنو کې د موبايلونو اوميلمستياوو بدې اغيزې

ليکنه: پوهيالی اسدالله حامدپياروخيل
 
      لکه څرنګه چې د راتلونکې ولسمشرۍد ټاکلو لپاره د ټولټاکنو لړۍ راونه ده، په ډيرې خواشينۍ سره بايدووايم چې زمونږ يو زيات شميرهيوادوال چې د سولې، ثبات، امنيت اويووالي دښمنان دي، بيا د موبايلونو،ميلمستياوو او پيسو په فکر کې دي اويواځې دې ته ناست چې څه وخت د خپلوبادارانو لپاره کمپاينونوه پيل کړي او عام خلک په دې او په هغه وغولوي،دا هفه کسان دي چې يواځې پيسې پېژني او د پيسو لپاره هر راز ناوړه قربانيو ته تياردي، ّآن تر دې چی دحکومت له سرنوشت سره لوبې کوي    
 دا واضح خبره ده چې هر اتلس کلن او له اتلسوکلو پورته (ښځينه اونارينه) افغان د راتلونکې ولسمشر دټاکلو لپاره د افغانستان د اساسي قانون له مخې د رايې ورکولو خپلواکه حق لري. د رايې ورکولو خپلواکي پدې مانا ده چې رایه ورکوونکی بايد د رايې ورکولو عام او تام صلاحيت ولري، نه دا چی د بل چا په خوښه يا زور او ياد ځينو وعدو او اهدافو لپاره خپله رایه ورکړي. يو رايه ورکوونکی بايدمخکې له دې چې رايه ورکړي، لمړی د له ځانه سره فکر وکړي چې د څه لپاره رايه ورکوي او هدف يې له رایی ورکولو څه ده.  رايه ورکوونکی د دا فکر نه کوي چې يواځې زما په رايه به څه وشې، دا ډيره اشتباه خبره ده، يو رايه کولی شي چې ديوه کانديد د برياليتوب اويا ناکامی سبب وګرځي، ځکه چی له رايې ورکولووروسته د رايو شميرنه کيږي او په ځينو حالاتو کې يوه رايه هم د کانديدپه ټاکلو کې مهم رول لوبوي.    ټول افغانان مخکې لدی چی رايه ورکوي د کانديدانو په هکله بايد څه نا څه مالومات ولري، د هغوي شخصيت،اهليت، ژوند ليک او کارنامې دې وڅيړي،ځکه چی زمونږ د ګران افغانستان او افغانانو د سرنوشت خبره ده. هغه کسان چې د کانديدانو په هکله کافي مالومات نلري، ښه به دا وی چی له ځينو با تجربه او پوه خلکو سره د مشوره وکړي او د راتلونکي ولسمشر په ټاکلو کې دې په پوره احتياط او غور قدم پورته کړي. بل دا چی د پوه، روشنفکره او با تجربه خلکو دا مسوليت دې چی خپل کور، کلي او بانډو کې خلک دې ته وهڅوی چې د يو با اهليته، با شخصيته او واقعي مسلمان لپاره خپله رايه ورکړي او هغوی د دځينو شخصي وعدو، پيسو او داسې نوروتيروتنو څخه وژغوري.     دا ډيره د تاسف خبره ده چې زمونږ يو افغان د يوه ګرځنده تلفون( مبايل)، ميلمستيا او يا نورو ځينو وعدو په مقابل کی له خپل وطن او بې وزلو خلکوسره جفا او خيانت  کوي. داسې خلک اصلا افغانان ندي او زمونږ د وطن او خاروی دښمنان دي، دې ډول اشخاصوته بايد وخت ورنه کړل شي او پرينښودل شي چې زمونږله ژوند سره لوبې وکړي. همدا لويه بدبختي ده چی نن د ځينومحدودو خاينينواو وطن فروشانو له وجې مونږ ټول افغانان د نړی په کچه ذليل او کم معرفی کيږو. ولې؟ او تر څو؟ افغانستان خو د ټولو افغانانو کور دې نه د يوې محدودی ډلې او محدودوخاينينو، ټول افغانان په خپله خاوره کې مساوي حق لري، ولی نن ټول افغاناندر په دره يوو او لاره راڅخه ورکه ده،
ولې امريکا، پاکستان او ايران په مونږ حکومت کوي؟ مونږ خپله د دی اهليت نه لرو چی خپله خاوره، ناموساو عزت وساتو. ډا ټولې هغه يادونې دي چې نن بايد پرې فکر وکړو. هر افغان سره بايد د افغانستان د آبادې، سرلوړې، سولې او څوکالې فکر وې او د رايې ورکولو ّپه وخت کی د له خپل وجدان سره فکر وکړي. نن مونږ ټولوافغانانو لپاره دا يو ډير لوی اوطلایی چانس دې چې خپل ولسمشر پخپله ټاکو او د افغانستان سر نوشت د افغانملت په لاس کې دې، نو ولی بايد له خپل کور، خاوری او ملت سره جفا وکړو، ولی د يوه مبايل په مقابل کې د ديرش ميلونو افغانانو له سرنوشت سره لوبې وکړو. ولی د يوی ميلمستيا په مقابل کې  ټول ملت له لوږې، بې وزلۍ او بیچاره ګۍ سره مخامخ کړو.
    د ولسمشرۍ په تيرو ټولټاکنو کی دډيرو ناخوالو، بی عدالتۍ او بی نظميوشاهد وم. چا چی پيسی، موټر او ښه امکانات لرل کانديد شول او د ډيرورايو خاوندان ول او هغو کسانو چې واقعا د افغانستان او ملت غم ورسرهوو، د ښه شخصيت او اهليت خاوندان ول،يا خو کانديد نه شول اويا هم کوم کسان چی کانديد شوي وو کافي رایی یی ترلاسه نه کړې، ځکه چی کم امکانات يې لرل او چا يې پوره ملاتړ ونه وکړ. نن سبا په افغانستان کې د اهليت، شخصيت او لوړو زده کړو خاوندان ځکه  اهميت نه لری چی ملت ورسره په ښه توګه ملاتړنه کوي او هم د ځينو هغو خاينیيو اوداړه ماران لخوا ځپل کيږي کوم چی په حکومت کې په نا وړه او بی عدالتې سره مقرر شوی او د لوړی څوکۍ اوپوزیشنونه لری او د راتلونکی ډار ورسره ده چی کواکی له څوکيو څخه بهلری شی او د غلا او لوټماری چانس به یی کم شی.
    نو ګرانو هيوادوالو راځې چې دا نن لاس سره يوو کړو او په پوره اتفاق اويووالي سره  خپل وطن جوړ کړو، شخصي ګټې او ماديات ټول شاته پريږدو،سيميزاو ژبيز تبعيزونه له منځه يوسواو يواځې د افغانستان لپاره کار وکړونه د يوی سيمې، نژاد او يا ژبې لپاره.پهټولټاکنو کې له پوره احتياط څخه کار واخلو او يو داسې ولسمشر وټاکوچې سوچه مسلمان او افغان وي او دافغانستان او بې وزله ملت غم ورسرهوی. مونږ او تاسې لپاره دا ډيره يو ښه موقع او چانس دی چی نن خپل ولسمشرپخپله ټاکو، نو بايد ډيرپه احتياط سره قدم او قلم پورته کړو او خپل مسوليت په پوره صداقت او ايمانداری سره رفع کړو، تر څو يو آباد، سرلوړی او ودان افغانستان ولرو او د سولې،ورورولی، مينې او يوالي په فضا کې د عزت او خوشحالۍ ژونه وکړو