د روغتيا د نړيوالې ورځې په وياړ د عامې روغتيا وزير پيغام

 
 
 
د وری 18 (7 اپريل) د روغتيا د نړيوالې ورځې په وياړ د عامې روغتيا وزير پيغام
 
 

بسم الله الرحمن الرحيم


 
 
ګرانو هیوادوالو، درنو هم مسلکانو!
د وری 18 چی د اپريل له 7 سره سمون خوری د نړیوال روغتيائی سازمان د تهداب ایښودنی او د روغتيا د نړیوالی ورځی سره برابروالی لری. د نړیوال روغتيائی سازمان په ټولو غړو هیوادونو کی له دی ورځی څخه ځکه لمانځنه کیږی تر څو د هغو کوښښونو او هلو ځلو په هکله پيمان او میثاق چی د خلکو روغتيا په کی تأمین او بهبود مومی بيا له سره تجدید او نوی شی.
 
له دغی لمانځنی څخه په ګتی اخستنی او د محفلونو په لاری اچولو سره، هر کال د روغتيا د ډګر یوه ځانګری ستونزه په ګوته کیږی او هڅه کیږی د نوموړی ستونزی د له منځه وړلو لپاره نړیوال کوښښونه یوځای په کار واچول شی. د روغتيا د نړیوالی ورځی د لمانځنی لپاره د 1388 کال شعار (ژوندونونه وژغوری. په بیړنیو حالاتو کی روغتونونه خوندی وساتی) دی. نړیواله ټولنه له څو کلنو څخه را پدی خوا په بیړنیو حالاتو کی د روغتيائی کارکونکو او مرکزونو د زيان قبلولو خوا ته پام اړولی دی او هغه ئی د نظر لاندی دی. دغو پیښو په ورستیو کلنو کی ډيری مرګ ژوبلی رامنځته کړی دی. څرنګه چی په 2008 زیږدیز کال کی له 253 زرو څخه زياتو انسانانو، فقط د طبیعی پیښو له کبله خپل ځانونه له لاسه ورکړی دی.
 
په یواځی توګه دغه پیښی ستونزمنی ندی، بلکه د روغتيایی مرکزونو زيان قبلونکی حالت هم د سترو ستونزو څخه شميرل کیږی. که چيری زمونږ د روغتونونو او روغتيایی مرکزونو بنسټ کلک نه وی، د اوبو او بریښنا د سیستمونو اټکل په ښه ډول نه وی شوی، که چيری د اور وژنی نظام په ځير سره جوړ شوی نه وی، که چيری د میکروبونو د خپریدلو څخه په علمی او عملی ډول مخنیوی ونشی، نو پدی وخت کی به زمونږ مړینه نه یواځی د طبیعی پیښو له امله بلکه د روغتيایی کارکوونکو په ناوړه توګه اغیزمن کیدو له لاری څو ځله به پورته لاړ شی.
 
د روغتيایی مرکزونو او کارکونکو د اغیزمن کیدو د ټیټولو لپاره اړونده مسوولیتونه په بيلابيلو کچو ویشل کیږی، د دولت له لوړ پوړو چارواکو څخه نیولی د عامی روغتيا وزارت تر چارواکو، په ښارونو کی د خلکو له استازو څخه نیولی په کلیو کی تر روغتيایی ټولنو پوری، له متخصصینو او پروفیسورانو څخه نیولی بيا د ټولنی تر روغتيایی په خپل خوښه کارکونکو پوری، په مسلکی او تخنیکی برخو کی د ملی همکارانو څخه نیولی بيا تر هغو کارکوونکو پوری  چی په غير حکومتی ادارو کی بوخت دی، د هیواد د کچه پانګونی څخه نیولی بيا تر بهرنیو لویو پانګه اچونکو پوری، مونږ ټول د روغتيایی مرکزونو په خوندی ساتلو کی مسوولیت او دنده لرو.
 
هيله منديم چی د وری د مياشتی اتلسمه نیټه چی نړیواله روغتيایی ورځ ده، داسی ورځ وی چی مونږ تر هر څه د مخه خپله پاملرنه او ژمنه د روغتيایی مرکزونو خوندی ساتلو ته واړو او له دی لاری په روغتيا کی خپله پانګه اچونه لا نوره هم اغیزمنه او د ارزښت وړ جوړه کړو. نړیوالی څیړنی په څرګند ډول شایی چی د روغتيایی نظام او جوړښتونو خوندی ساتل د هغو پايلو په وړاندی چی د وګرو د ژوندانه په ژغورلو کی یی لری، ډير لږ لګښت غواړی. د روغتيایی مرکزونو خوندی ساتل، د روغتيایی پياوړتيا او د خلکو د ژوند د ژغورلو سبب ګرځی، راځی پدی لاره کی ټول سره یوځای هڅه او هاند وکړو.
 
 
و من الله التوفيق
ډاکتر سيد محمد امين فاطمی
د عامې روغتيا وزير