كــــرزي ولي دائتلافي حكومت دارئ نه ملاتر كوي

   د كرزي د حكومت دوره چې په مضرو مصلحتونو سره جوره وه اوس هم دا هڅه كوي چې د خپل واك له دغځولو لپاره هر ډول مصلحت ته غاره كيژدي اويو ځل بيا دولس په سر داسي يوه اداره وتپي لكه دتير په شان چې فساد، خپلپالنه، دظوابطو پرځاي دروابطو پالنه پكي ورستي اوج ته رسيدلي وه.    دﺍﺋﺘﻼﻓﻲ ﺣﮑﻮﻣﺖ په جوريدوبه افغانستان يوځل بيا د مشخصو مافيايي كؤيو ،جنگسالارانو، اقتصادي مافيا اوحتا دسيمي دهيوادونو دلوبوميدان او د هغوي د لوبو او سياسي او فرهنگي لاس وهنو قرباني شي. په پوره باور سره ويلي شو چې دغه ﺷﺎﻥ ﺣﮑﻮﻣﺖ دامريكا او ټولو ګاونډيو هيوادونو ﺗﻪ ﺩ ﻣﻨﻠﻮ ﻭړ ﺩﯼ ﺍﻭ ﻫﺮ ﻳﻮ ﭘﮐﯥ ﺧﭙﻠﯥ ځانگرې  ګټې ﻟﺮﻱ. همدارنګه  ﭘﻪ ﺍﺋﺘﻼﻓﻲ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﮐﯥ ﺑﻪ ﻫﺮ ﺗﻨﻈﻴﻢ ﻫڅه ﻭﮐړﻱ ﭼﯥ ﺩ ﺧﭙﻞ ځان د ﺑﻘﺎﺀ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﺩ ګﺎﻭﻧډﻳﺎﻧﻮ ﺩ ګټوﻟﭙﺎﺭﻩ ﮐﺎﺭ ﻭﮐړﻱ اوياهم دخپلو شخصي گتو لپاره.   د يادولو ور ده څه رنګه چې په دې وروستيو كي ښاغلي كرزي په خپلو خبروكي ويلي وو چې وروسته زما له حكومت نه بايد افغانان  زما په اره د ملي شخصيت په توګه قضاوت وكري او نوموړي د يوه غوره شخصيت په نامه يادكړي ياد كري، يعني دهغه شخصيت په توگه يادشي چې ده د خپل قدرت په مهال په خپله غيژه كي ټولوقومونو ته ځاي وركري وو ،   خوپه حقيقت كي داسي نه وه كرزي دافغانستان يوه قوم ته هومره واك وركری وو چې نه بايد هومره واك وركړل شوی وای اونه بايد هومره امتيازات وركړل شوي وای، خوسربېره په دې هرڅه بياهم  هغوی راضي نه وو او تل به يي په ښاغلي كرزي سترگي برگولې اوكله كله به داسترگې برگول تر لفظي شخړو او تر اخطار وركولو هم ورسيدل اودكرزي نه دنور واك اوامتيازاتو غوشتونكي اوتل ناراضه پاتي شول خونور قومونه له امتيازاتو خو لا څه چې حتا له خپل حق نه هم بي برخي پاتي شول.    كرزی له دې خاطره نه غواري چې وروسته له ده داسې كس واك ته ورسيږي چه ترده غوره اوبي مصلحته وي اوخلك د ده دحكومت داري  د ضعف نقطې په  گوته اود ده د حكومت دورې ته ديوې تورې دورې په سترگه وگوري. نو له همدي امله شاغلي كرزي لمړی د زلمي رسول نه ملاتړ او وروسته هم د عبدالله سره په پټه معاملې ترسره كوي تر څو په مخكښ نوماند اشرف غني فشار راوري  چې ده ﺍﻭ ﯾﻮﺷﻤﯿﺮ ﻧﻮﺭﻭ ﻣﺨﮑښو ﮐﺎﻧﺪﯾﺪﺍﻧﻮ ﺗﻪ ﺩ ﻭﺯﺍﺭﺗﻮﻧﻮ ﺍﻭ ﻭﻻﯾﺘﻮﻧﻮ ﺍﻣﺘﯿﺎﺯ ﻭﻣﻨﻲ.  ښاغلی ﮐﺮﺯﯼ ﻏﻮﺍړي له ډﯾﺮﯤ ﺑﺮﺧﯥ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﺭﺍﺗﻠﻮﻧﮑﯥ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﮐﯥ ﻟﻪ ﺷﺘﻪ ﺍﻣﮑﺎﻧﺎﺗﻮ ﭘﻮﺭﻩ ﭘﻮﺭﻩ ګټه ﻭﺍﺧﻠﯥ ﺗﺮڅوﭘﻨځه كاله  بيا دده واك بقا او پايشت پيداكړي او بيا هم  د تل په څير ټول دولتي امتيازونه ديوه قوم يا هم ديوي ولسوالۍ په خلكو وويشي.  خودا ځل افغان ولس داسې چاته ضرورت لري چې دهغه په مټ افغانستان يوه سالمه، له فساد نه خالي او  د ملي يوالي په ستنو ولاړړه اداره ولري، دروابطو په ځاي ظوابطو، د خپلپالنې په ځاي ټول پالنې او ولس پالنې ته پكي پوره پوره  ځای وركړل شوی وي. دافغانستان ﺩ ﻭﺩﺍﻧﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺑﻪ ټول  ﺍﺳﺘﻌﺪﺍﺩﻭﻧﻪ ﭘﮑﯥ ﺷﺎﻣﻞ او په دې شكل به د ټولو ١٣ قومونو يو ١٣ كثير الاضلاع تركيب د ملي يوالي تضمين وكړای شي.