پوهېږو؛ خو عمل نه کوو


 
زما ګران هېواد افغانستان ولې داسې شو؟
ولې یې د ستورو ډک اسمان د باروتو دودونو ډک کړ؟
ولې په ګلانو سمسور چمنونه په وچو دښتو بدل شول؟
ايا موږ د دې هېواد په ساتلو نه پوهېږو؟ ایا موږ له دې هېواد سره مینه نه لرو؟
ای افغانه! د دې هېواد د خرڅولو نیت خو به نه لرې؟ په خبرو کې خو ډېر ښه یې په یوتن له سلو تنو سره جنګېږې، ځان دې د ځنګل زمری، د هوا باز، د اوبو نهنګ او د وچې پاچا ګڼې، ایا تر اوسه دې په کومې ګيدړې حمله کړې؟ کوم مړز دې په خپلو پنجو کې را نیولی؟ یا دې کوم ماهي ښکار کړی؟ ایا کومه خاوره دې خپله ساتلې؟
دې پوښتنو ته ښايي څوک د هو! او څوک د نه! ځواب راکړي، دواړه ځوابونه سم دي.
«هو» د دې لپاره چې په نړۍ کې هر فاتح تللی او یو یا دوه ملکونه يې نیولي، تا هم همداسې څه نا څه باداري چلولې ده.
او د « نه » ځواب د دې لپاره سم دی چې هغه سوبه پخوا وه، هغه سوبه تا نه ده کړې، هغه ستا د ورغوې تڼاکې نه وې، هغه ستا د غیرت چیغه نه وه، هغه د تېرو زلمیانو د تورو شړنګ او مېړانه وه، هغوی خپل کارونه وکړل؛ خو اوس ستا وار دی او دا په یاد ولره چې د هغه وخت او اوس وخت جنګي وسلې سره خورا توپير لري. هغه وخت توره وه، خو اوس قلم دی، په توره ځان مه بوختوه، د تورې دوران تېر دی.
د نیکونو او پلرونو په خانۍ او سپاسالارۍ پسې سر مه وړه، نن فردي ځواک مهم دی، نو په کلک هوډ مټې را بډوهه.
ښه پوهېږې چې د ګل په شان هېواد باندې دې اغزو حمله وکړه او د هرې پاڼې زړه یې سوری کړ.
په خبرو کې وايي، زه به دا پاڼې بیا سمسورې کړم، بیا به یې د سپرلي په نسیم ونڅوم، خو عمل دې نشته یوازې په خبرو څه نه کېږي، ډېر ژوندي موجودات خبرې کوي، د موضوع د ښې تشریح او توضیح لپاره به  چرګان د بېلګې په ډول راوړم، چرګان هم خبرې کوي، خو ځان له مرغانچې نه شي خلاصولی،خو... ته چرګ نه یې ته انسان یې ستا او د چرګ د ځمکې او اسمان هومره توپیر دی. ته اشرف مخلوق یې پورته شه په دې لاپو شاپو دې عمل وکړه، وینا دې لږه عمل دې ډېر کړه او دې مړاوي ګل ته د ژوند اوبه ورکړه، چې وغوړېږي او خوشبو یې هره خوا خپره شي.
موسکا ″لېوال″
۱۶/۳/۱۳۹۲