
د کریم وطن دوست لیکنه
جهاد یو لوی دیني مفهوم او یو ستر عبادت دی، جهاد به د قیامت تر ورځې روان وي. خو د منافقینو له خوا د جهاد ادعا یوه لویه گناه ده.
موږ په افغانستان کې هغه چا ته د دې زمانې مجاهد وایو چې د ۱۹۷۹ د ډسمبر څخه د ۱۹۸۹ تر فبروري پورې د روسانو د سور ښامار د تیرې په مقابل کې جنګیدلی او یا یې په کوم بل جدوجهد له روسانو سره مبارزه کړې ده، نو اوس پوښتنه داده چې آیا ډاکتر عبدالله لږ تر لږه یو عادی مجاهد هم دی که هسې په خوله د جهاد ټیکه دار دی؟
عبدالله د روسانو تر وتلو وروسته د خاد د دوزخي ادارې له خوا نظار شورا ته لیږل شوی و، تر څو وروسته هغه دنده بشپړه کړي، چې روسانو د افغانانو څخه د انتقام په خاطر طرحه کړی او د نظار شورا او کارمل ګروپ په وجود کې یې د هغه پلي کول غوښتل. عبدالله عبدالله یوه ورځ جهاد هم ندی کړی، بلکې ټول عمر یې د نورو مجاهدینو او افغانانو سره په جګړو کې تیر شوی دی. د روسانو د اشغال په وخت کې په کابل کې محصل او بیاد خاد کارمند او په یو روغتون کې ډاکتر و.
که تاریخ ته نظر واچوو کله چې یرغلګر ماته وخوري، نو د اصلي مجاهدینو د ځپلو لپاره واک هغه چاته پریږدي چې د جهاد مهم لوری نه وي او د جهاد په منځ کې د استعمار سړی وي. انګریزانو چې د غازي محمد ایوب خان او نورو غازیانو له لاسه ماته وخوړله، عبدالرحمن ته یې واک پریښود چې په جهاد کې هیڅ شریک نه و. د عبدالرحمن خان ماموریت دا و، چې د جهاد واقعي مشران ټول شهیدان کړي او همدغسې يې وکړل. حتی د جهاد اتل غازي محمدایوب خان یې هم تبعید ته مجبور کړ. عبدالرحمن خان خو یوه توره هم وکړه؛ تر نیمایي افغانستان بایللو وروسته یې په پاتې وطن کې یو مرکزي دولت جوړ او پیاوړی کړ او سوله یې راوسته.
خو روسانو نظار شورا د دې لپاره جوړه کړه وه چې که روسان ماته خوري، نو دغه ډلګۍ به د روسانو په نماینده ګۍ جګړې او هیوادورانولو ته دوام ورکوي. مرکزي حکومت به پاشي او د جګړو اور به تر پایه بل ساتي. همدا اوس هم د روسانو رسمي پالیسي داده چې افغانستان په دوامدار ډول بې ثباته پاتې شي؛ نظار شورا او عبدالله د روسانو د دغه ماموریت مجریان دي.
دوی خپل ماموریت ښه ادا کړ: په ۱۹۹۲ کال کې چې ډاکتر نجیب پوه شو، چل او تزویر او زور او فشار یې د مجاهدینو مقاومت نشي ماتولی نو یو ښه تصمیم یې ونیو او د ملګرو ملتونو هغه پلان یې ومانه چې له مخې یې لومړی یو بیطرفه موقت حکومت جوړیده او بیا ۶ میاشتې وروسته انتخابات کیدل. نظار شورا د خپلې دندې له مخې د نبي عظیمي، اصف دلاور او نورو کارملي روسي جاسوسانو په مرسته پر دغه پلان کودتا وکړه او ملت یې په داسې حال کې له یو بل نه ختمیدونکي جنګ سره مخ کړ، چې سولې ته یې يې ژوره تنده لرله. همدغه جګړه تر اوسه روانه ده. دی او ډله یې د سولې د هر پلان مخالفان دي او ناټو او امریکا ته وایي چې تر زرو کلونو هم د دوی په امر او مرسته د خپلو خلکو وژلو ته حاضر دي.
د عبدالله پیغام ملت ته دادی چې روسان يې راوستي و، یونیم ملت یې پرې شهیدان کړل، امریکا او ناټو یې راوستي چې د دوی په واسطه د افغانانو وژنې دوام لري. که امریکایان پوه شول او افغان وژنه یې ودروله، عبدالله خیل متعهد دي، چې چین ، هند، بیا ځلي روس یا بل ځبرځواک دعوت کړي، خو د خپلو هیوادوالو سره له دښمنۍ لاس نه اخلي.
جهاد خو ملت کړی دی، البته مشرتوب او تنظیم یې اوه سني او ۸ شیعه تنظیمونو کاوه. نظار شورا له دغو ټولو تنظیمونو سره جنګیدلي ده او غوښتل یې د روس له خوا ورکړل شوی هغه ورکړل شوې دنده پوره کړي چې د نورو مجاهدینو د حذف لپاره یې ورکړی وه. دوی حتی له استاد سیاف سره، چې تل د نظار شورا په څنګ کې دریدلی دی، هم هغه بیوفایانې وکړې چې انساني ارزښتونه پرې شرمیږي. اوس چې عبدالله د جهاد د ټیکه دارۍ دعوه کوي نو ودې وایي چې له دغو ۷ او اته تنظیمونو څخه ورسره څو تنه ملګري دي، له دوی څخه ورسره کوم ملي او اسلامي مشر ملګری دی؟ فکر کوم یوازې محقق ورسره مل دی چې هغه هم د جهاد په دوره کې عادي قوماندان و. انجینر محمدخان کوم رهبر نه و او ندی، د حزب اسلامي یو عادي مامور و. ټول جهادي مشران او ملي شخصیتونه له ډاکتر اشرف غني سره مله دي. لدې معلومیږي چې مجاهدین نوموړی نه د مجاهد په توګه مني او نه د کوم مشر په توګه.
د نظار شورا ستراتیژي د جهاد په کلونو کې ډیره واضح وه: کله چې به مجاهدین د روسانو، د نجیب د وخت وسله والو ځواکونو او ملیشو له خوا له درې خواو محاصره شول، نو د شا ته تګ یوازیني لور ته به یې مخه کړه. هلته به ورته د نظار شورا جنګیالي په کمین کې ناست وو، او مجاهدین به یې په ناخبرۍ کې شهیدان کړل. د جنګ پوهان وایي چې د جنګ بدترین حالت دادی چې یو لوری په کمین کې ناست وي او بل پرې ورشي. دوی به تل په همدغه کمیني حالت کې مجاهدینو ته ناست وو؛ البته یوازې هغو مجاهدینو ته به یې سنګر نیوه چې له روسانو سره تر غزا وروسته به راګرځیدلي وو یا به یې عقب نشیني کړې وه.
عبدالله خیل له روسانو سره د غلامۍ په اړیکو نه شرمیږي، بلکې افتخار پرې کوي. د روسانو لوی قوماندان مارشال ګروموف هم ښه ښکاره لیکلي دي : (روسانو نظار شورا او د هغې مشر په هره شیبه کې هم په فزیکي او هم په سیاسي ډول له منځه وړلی شو، خو دا کار یې ځکه نه کاوه چې هغه یې ستراتیژیک دوستان وو).
له طالبانو سره په جګړه کې یې یوازې یوه لویه تمه وه: غربي نړۍ اسلامي حکومت نه مني او دوی د دغسې اسلامي حکومت تر ټولو ښه مخه نیولی شي، ځکه یې ځینو مظلومو هیوادوالو ته قومي انګیزه ورکړه او د بهرنیانو په مرستو یې د جګړې اور تر اوسه بل ساتلی دی.
دې منفورې ډلې امریکا دې پاک هیواد ته راوستې ده او ټوله ورځ ورته عذرونه کوي چې تر عمره پاتي شي؛ وتلو ته یې نه پریږدي. همدې ډاکتر عبدالله هغه تړون لاسلیک کړی چې امریکایان له هیڅ ډول سند او اجازې پرته د افغان مجاهد ملت د هر کور تلاشي کولی شي او د هر افغان – مسلمان د وژنې او بندي کولو صلاحیت لري.
ډاکتر عبدالله نه د تاجکانو او نه د کوم بل شریف افغان قوم استازی دی. تاجکان شریف، متمدن خلک دي، او عبدالله او نظار شورا د مافیا سرلاري دي. د یو لوی تاجک قوم حقوق همدغو څو مافیایي سوداګرو برمته کړي او تر ټولو ډیر ضرر یې همدغو تاجکو ورونو ته رسولی دی. تر دې اضافه د پنجشیر درې ډیر صادق او سپیڅلي مجاهدین یې په داسې وختونو کې شهدان کړي دي، چې نوې به یې ورسره د دوستۍ معاهدې لاسلیک کړې وي. قوماندان پهلوان احمد جان او دده سلګونه پلویان او د حزب اسلامي ۱۰۰ تنه قوماندان او زرګونه مجاهدین، د عبدالله نظار شورا د پنجشیر سیند ته اچولي دي. ایا دوی پنجشیریان او تاجک افغانان او مسلمان مجاهدین نه وو؟ ولی نه، شریف افغانان او پاک مجاهدین وو. خو ا چې د روسانو خلاف جنګیدل، نظار شورا ورسره دغه ظلمونه کړي دي.
دغسې یو شخص چې د هر کفري او غیر کفري هیواد په وړاندې د افغانستان ملي ګټې او ملي ارزښتونه لیلاموي، څنګه کولی شي،د هغو مجاهدینو د ټیکه دارۍ دعوه وکړي، چې د هغوی زیاتره یې اوس هم د جبر له مخې جګړې ته مجبوره کړي دي او هره ورځ یې د همدغه عبدالله ملگري په بهرنیانو وژني.
نو نتیجه داده چې ډاکتر عبدالله د مجاهدینو او جهاد ټیکه دار نه، بلکې د جهاد تر ټولو لوی دښمن دی. هغه نه د پنجشیر او نه د شریفو تاجکانو استازی دی. هغه یوازې د بهرنیانو مزدور او د یوې وړې مافیایي کړۍ سرلاری دی.
هیڅ مسلمان افغان باید ډاکتر عبدالله ته رایه ورنکړي. او پدې کار سره د مجاهدو شهیدانو روحونه ښاد کړي.