په ایران کې ښځې دوزن کمولو لپاره مخدره مواد کاروي

 

ایرانۍ ښځې دمخدره موادو په ځانګړي  مرکز ،چې هلته دا مواد په پوره ازادۍ کارولې شي   .
ځینې ایرانۍ مېرمنې داسې انګیري ،چې دمخدره موادو کارول  دوزن کمښت لامل ګرځي ، همداښځې په داسې یوه ټوله ،چې له دې کم څیزونه هم حرام ګڼي  مخدره په پټه توګه کاروي ځکه ټولنه دې ډول ښځو ته په سپکه ګوري . اوس په ایران کې  د دوی درملنۍ په موخه  ځینې مرکزونه رامنځته شوې دي .
په ایران کې دمخدره توکو دکارولو سلنه ورځې تر بلې ډېریږي ، خو په دې ورځو کې په ایرانۍ ټولنه کې یوه نوې ډله  رامنځته شوې ده،دا دښځینه  ډله ،چې دوی هم دا مواد کاروي دوی دمخدره توکو ښکار شوې دي  په دې دودیزه اسلامپاله ټولنه کې هیڅوک نشته ،چې دوی له  دې بلا څخه وژغوري .
دبدلون نښه 
په ایران کې پر مخدره موادو روږدي وګړي حکومت اوولس له پامه غورځولي دي همدا لامل دی ،چې یو شمېر نجونې وايي : موږ دمرګ وړ یو ، خو یو شمېر نجونو بیا هغو مرکزونو ته مخه کړې ده ،چې د دوی ددرملنۍ په موخه رامنځته شوې دي دا په ایران کې ددولت په مزاج اودریځ کې دبدلون نښه ده .
دافغانستان دافیونو ستره برخه  نړیوال بازار ته  دایران له لارې  تیریږي  دې ستونزې په ایران کې پر مخدره توکو دروږدو سلنه  کړې ده ان ،چې دنړۍ په کچه یې بېسارې هغه  بلل شوې ده اوس دا ارقام دهرې ورځې په تېریدو دګواښ تر کچې مخ په ډېریدو دی په ځانګړې توګه دښځو ترمنځ .
700 زره  روږدې ښځې 
دولتي او نړیوالې موسسې په ایران کې د روږدو وګړو دشمېر په اړه ضدونقیض مالومات وړاندې کوي ، خو په ایران کې له مخدره توکو سره دمبارزې اداره وايي : په ایران کې  د76ملیونو وګړو له منځه 3 میلونه یې پر مخدره توکو روږدي دي ،چې  700.00 یې ښځینه دي  په بله مانا دتېر کال  په پرتله دا شمېر دوه ځله زیات شوې دی .
واشنګټن پوست  پر مخدره توکو دروږدو ښځو ددرملنۍ دیو کوچني مرکز له مشرې اغلۍ معصومې  له خولې کاږي : لومړی باید دا ومنو ،چې پر مخدره توکو ږودیدنه ناروغي ده ، نه جرم  خو په دې اړه دفکر بدلون به وخت ته اړتیا لري .
معصومه ،چې دموضوع دحساسیت له مخې خپل پوره نوم نه یادوي وايي : په ایران کې  ډیری خلک پردې باور دي ،چې  روږیدل (اعتیاد) شرم او پیغور دی ،چې یوچا پورې تړل کیږي ، انکار خو پریږده .
دلویدیز دسیسه :
روانه میاشت په  اورمیا ښار کې دمخدره توکو په  کنفرانس کې  دولتي چارواکی وايي : په ایران کې پرمخدره توکو د روږدیدا لامل بهرنۍ لاسوهنه ده ،  په لویدیز اذربایجان یو  ایرانی چارواکی رازي خدادوست وايي : پرمخدره توکو دښځو روږدیدل زموږ ددښمنانو دسیسه ده ،چې دایرانۍ کورنۍ اسلامي دود او رواج له منځه یوسي . داسلامي جمهوریت  دښمنان لګیا دي داسې پلانونه جوړوي ،چې دمخدره توکو کارول دښځو ترمنځ  ډېر شي او په دې برخه کې په لویه کچه  پانګونه هم کیږي .
په ایران کې  دمخدره توکو تر لاسه کول اسانه خبره ده او ډېری روږدي  کسان کریسټال ، میثام ویټامین او یا مخدره توکي ،چې له افیونو څخه جوړ شوي وي  کاروي .
ناهد (27کلنه ) ،چې اوس تر  درملنۍلاندې ده وايي : دهر چا له وس پوره ده ،چې هر وخت او په هر ځای کې دڅو دقیقو په ترڅ کې مخدره توکي  ومومي .
ایرانۍ ټولنه ،چې دودیزه هغه ده ، ډیری ایرانۍ ښځې هغو ځایونو ته ځي ،چې دښځو لپاره ځانګړي وي  او هلته پرته  له کوم  قید کولای شي ،چې  مخدره توکي تر لاسه  او وکاروي  ښه بیلګه یې  دارایشګاه ده ، ډیری هغه ښځې ،چې اوس تر درملنې لاندې دي وايي : دوی دلومړي ځل لپاره په ارایشګاه کې پردې ناروغۍ اخته شوې دي او ملګرو هڅولې دي ،چې هلته په اسانه پیدا کیږي  په ایران کې  په ځانګړو ځایونو کې ارایشګاوې جوړیږي  ډېرې ښځې له دې لارې روږدې شوې دي ،چې مخدره توکي دښځو وزن کموي .