
د پوهنتونه د بازار پر لور د توکو رانېولو پر نیت رهې شوم ، د پوهنتون له وره پر وتو د اسلام اباد د پخو کورونو او ماڼیو نه جلا د پوهنتون تر څنګ د افغان کډوالو پنډغالې چې له خامه کورونو جوړ شوې پنډغالې دی د خورا بې وسۍ انځور وړاندی کوي،
پرلار روان دخپل سوچ په خیالې دنیاګۍ کې ډوب تللې وم ناڅاپه مې اواز تر غوږشو ، یوه پیغله چې د خپل خټين کور دیوال ته ناسته وه راڅخه یې وپوښتل د تیښتې لار نده درمالومه؟ که مرسته مې وکړي څښتن به دي مل شي. ترې ومې پوښتل ولې دی ددې ناوړه کار هوډ کړی؟ په ژړغونې غږ یې راغبرګه کړه: پلار مې ډیر ظالم سړی دي له پیسو پرته نور څه نه پیژنې، زه خبره نه یم او پر یو بوډا سپین ږیرې یې پلورلی یم، د خپلو ملګرو او ګاونډیانو د خندا یم هره ورځ مې ځوروي له تیښتې او ځانوژنې پرته بله لار نه لرم. له ډاډګیرنې وروسته ترې ولاړم له وروسته حاله به یې څښتن خبر وی.
دا او ددې په څیر نورې میرمنې په پښتنه ټولنه کې رنګا رنګ کړاوونه ګالې ، داسلام مبارک دین د سړیو او میرمنو تر منځ په عاطفې ، فزیکې، عقلې او دینې توپیرونو پر بنسټ هر یو ته خپلې دندې سپارلي کوم چې د طبعیت او فطرت غوښتنه ده همدا رنګه د ټولنې پرمختګ ، نظم اوپیاوړتیا هم پدې کې ده چې میرمنې او سړي پخپله هغه دایره او چوکاټ کې کارونه تر سره کړي کوم چې د ستر څښتن له لورې وضع او ټاکل شوي دي.
د هیواد په لرې پرتو او غرنۍ سیمو کې میرمنې ډیر درانه او له خپلې وسې پورته کارونه کوي سړي پر کور ناست وي میرمنې کورنې او له کوره بهر ټولې چاري سمبالوي، د غرونو څخه د درنو لرګیو پنډونه په شا میرمنې د کرلو ریبلو په ګډون د څارویو او د کور کارونه پر غاړه لري د دې پیچلو کارو تر څنګ د اولاد پالنه هم ورپه غاړه وي، د ملګرو ملتو په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې میرمنې ددې لپاره چې نورې چارې تر سره کړي خپلو کوچنیو ماشومانو ته مخدره او نشه یې توکې ورکوي تر څو کوچنیان په ارام شي او دوۍ د ژوندانه نورې چارې پر مخ یوسي په راپورونو کې دا هم ویل شوي چې ډیري میرمنې پخپله هم نشه یې توکو باندې روږدې شوي چې لامل یې د میرمنو فزیکې، عقلې ستړیا ښودل شوي . د میرمنو سره همکاري او مرسته زمونږ او ستاسې ټولنه کې عیب ګڼل کیږي د کلیوالو په اند د ښځې مزدور ورته ویل کیږي سره د دې چې د بشریت ستر لارښود محمد صلی الله علیه وسلم به د خپلو میرمنو سره د کور په چارو کې مرسته کوله ان تر دې چې میږي او بزي به یې هم لوشلی د انسانیت او سلیم عقل غوښتنه داده چې د کور په چارو کې سړي باید د میرمنو پوره لاسنیوې وکړي.
. هغه حقوق چې د اسلام سپیڅلي دین میرمنو ته ورکړي تري سلب او تر پښو لاندې شویدي په ځینو سیموکې میرمنو سره هغه ناروا چلند او سلوک کیږي کوم به چې د اسلام له راتګه د مخه د جاهلیت پېر کې ورسره کیده، د بیلګې په ډول میرمنو ته په میراث کې برخه نه ورکول کیږي، په ځینو سیمو کې میرمنې د څارویو په څیر پلورل او اخیستل په ازاد ډول بې له کوم عیبه دوام لري ، د سړیو په دښمنۍ کې د بې وزله او بې چاره میرمنو ورکول عام دود دی د ټبرمشران او مخور پخپلو جرګو کې پر ځای د دې چې مخنیوې یې وکړې بلکې دا پریکړې کوي په دښمنۍ کې د ورکول شويو میرمنو تریخ ژوند خو له چا پټ ندی ، د ځوی په زیږېدو خوښې ، جشن او د لور په زیږېدو ماتم لمانځل کیږي ټول هغه د جاهلیت دودونه دي چې زمونږ په ټولنه کې د سارې ناروغۍ په څیر خپاره شوي دي .
د پورته یادې پیغلې په څیر ګڼ شمیر میرمنې د پیسو په بدل کې په ناتوانه او شیخ فانې پلورل کیږي، د یوې پیغلې څخه تر ورکولو د مخه د رضایت پوښتنه زمونږاو ستاسې په ټولنه کې ستر عیب او عار ګڼل کیږي او د یوې مبیعې چلند ورسره کیږي پداسې حال کې چې د میرمن د رضایت حق د اسلام مبارک دین له لورې ورکول شویدي .
په ځینو سیمو کې د کورنیو د غړو له لورې ولور تر هغه بریده رسیدلی چې ځوانان نشې کولای هغه پوره کړي پیغلې د واده په انتظار کې سپین سري شي او ځوانان په کلونو کلونو په بهرنیو هیوادو کې د مسافرۍ شپې او ورځې سبا کوي ، ورکول شوي پیسي د پلار او یا هم د کورنۍ د بل کوم یو غړی له خوا په ولکه کې اخیستل کیږي او میرمن ته نه ورکول کیږي پر دې بنسټ مهر چې د میرمنې بنسټیز او اساسې حق دی نه ورکول کیږي .
پورته یادې او ورته نورې ستونزې د ګڼ شمیر ناخوالو او شخړو سبب ګرځی ژوندۍ بیلګې یې د کورنې تاوتریخوالې ، له کوره د میرمنو د تیښتې ، ځان سوزونې ، نا مشروع جنسې اړیکو کچه ورځ تر بلې پر زیاتیدو ده . دینې عالمان د ټبرو مخور او مشران د میرمنو د حقوقو د خوندیتوب او د ټولنیز تشدد او زور زیاتې مخنیوې باید وکړي او خلک باید د میرمنو له حقوقو څخه باخبر کړي تر څو د لوي څښتن په دربار کې خپله غاړه خلاصه کړي