
په افغانستان کې دسیاسي ټیکاو دراوستو یو اړخ په عمومي توګه له نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا او ناټو سره په اړیکو پورې تړاو لري ،دتېرو دیارلس کلونو په اوږدو کې امریکا څو ځلې دافغانستان په اړه په خپلې تګلارې بیا کتنه کړې په لومړي پړاو کې دبن دپروسې دپیل پرمهال دافغانستان په اړه دامریکا پاملرنه ډېره محدوده او په ځانګړو برخو کې وه.دبن په کنفرانس کې امریکا یوازې د درې سوه ملیونو ډالرو ژمنه وکړه دا هېواد حاضر نه و چې دایساف ځواکونه چې یوازې په پلازمینه کابل پورې محدود و دهېواد نورو سیمو ته ولېږي امریکا دتروریزوم پر خلاف دمقابلې لپاره دیو وړوکی پوځي ځواک دشتون پلوی و او په افغانستان کې دامنیت راوستل هغه څه نه وو چې امریکا دې ورته لیواله وي دبېړنۍ لویې جرګې جوړېدل او دبن دپروسې بریالیتوب چې په پایله کې یې د۲۰۰۴ کال ټاکنې هم په بریالیتوب سره تر سره شوي. ددې سبب شو چې امریکایان او اروپایان دافغانستان په اړه په خپلو تګلارو له سره کتنه وکړي ،په ۲۰۰۴ کال کی دبرلین کنفرانس ددې لید لوري دبدلون څرګنده بېلګه ده.په دې کنفرانس کې نړۍ والې ټولنې ددرې کلو لپاره د۸،۲ ملیارده ډالرو مرستې او داچې دراتلونکیولسو کلو په موده کی د۲۸،۶ملیارده ډالرو مرستې دورکړې ژمنه کړې، ومنل شوه. پرعراق دامریکا له لوري برید دافغانستان په اړه پاملرنه بیا کمه شوه، د۲۰۰۵ او ۲۰۰۸ کالو تر منځ امریکا او اروپا افغانستان ته ډېره لږه پاملرنه کوله.دولسمشر بوش ددورې دپای ته رسېدو او داوباما دواک تر لاسه کولو په دوران کې دڅېړونوپر بنسټ پرېکړه وشوه چې امریکا او ناټو باید یو ستر پوځي ځواک افغانستان ته راولېږي، همدارنګه له افغانستان سره دامریکا په اقتصادي مرستو کې هم دپام وړ زیاتوالی راغی،خو په خواشینۍ سره چې په دې پړاو کې دافغانستان دحکومت او نړۍ والې ټولنې تر منځ همغږي او دنظر یووالی موجود نه و، په پایله کې دافغانستان دولت او نړۍ واله ټولنه داوباما دواک په پیلېدو سره په افغانستان کې ملي حاکمیت دټینګښت په اړه یوې اجماع ته ونه رسېدل ،خو له امریکا سره دیو اوږد مهاله تړون دلاسلیک په موخه په خبرو کې دامنیتی مسولیتونو دلېږد،له بریدونو نه دملکي وګړیو دخوندي توب،دبګرام دزندان سپارلو،امنیتی کمپینو او نورو اړخونو کې دامنیتی سند په چوکاټ کې دامریکا او افغانستان تر منځ اړیکو کې بنسټیز بدلون رامنځته شو، دامریکا او افغانستان تر منځ په اړیکوکې بدلون ښایی د افغانستان دملي حاکمیت منل دمهم ټکي په توګه یاد کړوچې دا له حقوقي پلوه دامنیتي سند په متن کې راغلی دی ،په دې توګه دافغانستان،امریکا،ناټو او اروپا تر منځ اړیکو چاپیریال دیو ستر بدلون لپاره چمتو شوی دی.دا باید له پامه ونه غورځووچې په تېرو دیارلسو کلونوکې په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو شتون دافغانستان دټاکل شوی حکومت دپرېکړې له مخې نه بلکې دملګرو ملتونو دامنیت شورا دپرېکړې پر بنسټ و .په راتلونکې کې دا بدلون په څرګنده توګه په امنیتي سند کې ځای کړل شوی چې په لاسلیکولوسره به یې له نړۍ والی ټولنې سره داړیکو نوی پړاو پیل شي.دقضیی بل اړخ دادی چې له ښې حکومتوالۍ او دسمونونوله یوې عملي کړنلارې پرته نړې واله ټولنه نه شي کولای ،هغه مرستې چې دافغانستان لپاره یې په پام کې نیولي خپلو خلکو ته قناعت ورکړي، نو له همدې امله دبهرنیو مرستودوام په افغانستان کې دپرمختګ،سمونونووراوستو او له اداري فساد سره په ټینګې مبارزې پورې تړاو لري.دټیکاو درې نور اړخونه باید په ملي،سیمه ییزه او نړۍ واله کچه دیوبل بنسټیز واقعیت په توګه بشپړ شي.موږ هغه هېواد یو چې پنځه ملیونه کډوال مو په دوه ګاونډیو هېوادونوکې ژوند کوي او لږ تر لږه یو ملیون نور افغانان په خلیج او نورو هېوادونو کې استوګن دي .په درناوۍ سره ددې کډوالو دبېرته راستنېدو او دافغانستان په اقتصادي ،سیاسي او کولتوري اډانه کې دهغوی له ورګډولوپرته به په دې هیواد کې دسیاسي ټیکاو اوملي حاکمیت پروسه نیمګړې وي.له همدې امله دکډوالو مسله زموږ په هېواد کې دسیاسي ټیکاو دټینګښت څلورم اړخ دی، دا مساله یوازې انساني محرومیت نه دی ،بلکې په افغانستان کې دټیکاو دراوستو په اړه یوه بنسټیزه مسله ده.دکډوالو وضیعت له یو پلو زموږ دحکومتوالۍ دکمزورتیا نښه ده ، ځکه چې په هغه هېوادونو کې له هغوی سره سم چلند نه کېږي او له بله پلوه کډوال داړیکو لپاره تر ټولو ښه وسیله ده .ددغو کډوالو راستنېدل په سیمه کې د ابادۍ دراتلو پورې تړاو لري، له دې پرته دکډوالو راستنېدل شوني نه دي، په همدې حال کې دداسې یو نظام دراوستو پر سر تړون ته اړتیا ده چې په هغې کې خلک وکولای شي دهغه اړیکو او شبکونه چې رامنځته شویدي دسوکالۍ لپاره کار واخلي ،نه داچې دخلکو دځورونې سبب وګرځي.