منځنۍ اسیا، د انرژۍ امنیت او د شانګهای همکاریو سازمان

 

پدې وروستیو کې د چټکو راټوکېدونکو اقتصادونو لپاره د انرژۍ د سرچینو ستراتیژيکي ارزښت زیات شوی دی. منځنۍ اسیا د پرېمانه طبعي زېرمو په لرلو د نورې نړۍ سره ستر توپیر لري، په تېرو څو کلونو کې  د بهرنۍ نړۍ فکر او ځواک د منځنۍ اسیا په لور را مات شوی دی. انرژیکي موخو ته در سېدو په موخه، سیمه د منفي سیالیو ګروت ته پریوتې ده. له دې امله، په یاده سیمه کې یو لړ مذهبي، سیاسي او اتنیکي ستونزې پیدا شوي دي.
 ورته وضعیت د سیمې ټیکاو له ستر ګواښ سره مخ کړی دی او د نړۍ پورې غاړې ته یې په منځنۍ اسیا کې د لاسوهنې او ښکېلتیا چانس په لاس ورکړی دی، د یادې سیمې ستونزې د یو بل سره تړلې دي او د هوارولو لپاره یې ګذو سیمه ییزو هڅو ته اړتیا ده، په دې لړ کې کارپوهان دشانګهای سازمان د پرېکنده رول څخه برخمن بولي.
دانرژۍ ناسپړل شویو زیرمو ته لاسرسی په نړیوال رول کې خورا ستر ارزښت لري، له دې امله د انرژۍ او امنیت مسئلې د هر هېواد د ملي ګټو په سر کې ځای لري، منځنۍ اسیا د ګاز او تېلو د پرېمانه زېرمو په لرلو سره  خورا ستر ځمکنی سیاسي او اقتصادي ارزښت لري. یاده سیمه په بر کې پنځه هېوادونه( کزاکستان، ترکمنستان، ازبکستان، کرغزستان او تاجکستان) رانغاړي. دغه هېوادونه په ۱۹۱۱ز کې د شوروي اتحاد د ړنګېدو په پایله کې راوټکیدل. په طبعي سرچینو دغه پسولل شوې سیمه ډیره پورې له نړیوال تمرکز څخه لرې پاته وه، مګر پدې وروستیو کې یې د جاذبې ځواک یو شمېر لوبغاړي را کش کړي دي.
کزاکستان د دېرش(۳۰) بیلیون بېرل په شاوخوا کې کره شوي تېل او (۲،۴) تریلیون متر مکعب غاز لري،ترکمنستان د (۷،۹۴) متر مکعب غاز په لرلو سره  د غازو په ډګر کې څلورم ستر هېواد دی، کرغزستان او تاجکستان په پرتلیز ډول دوه کوچني هېوادونه دي مګر د برېښنا د تولید لپاره ستر طبعي ظرفیتونه لري، پدې سربېره د کسپین سمندرګي او د ازربایجان زېرمو د منځنۍ اسیا ارزښت نور هم زیات کړی دی.منځنۍ اسیا له وړاندې څخه د تېلو او غازو صادروونکې سیمه پېژندل شوې ده، اوسمهال له یادې سیمې څخه نورې نړۍ ته (۲،۴) میلیون بېرل تېل صادروي، د کارپوهانو په اند، منځنۍ اسیا به په نږدې راتلونکې کې د تېلو د نړۍ ستره صادروونکې سیمه شي، د اهر څه د سیمې زیاتېدونکی ارزښت را په ګوته کوي. په دې لیکنه کې د سیمې ورورستي پرمختګونه، راتلونکې ننګونې او د شانګهای سازمان رول څیړل شوی دی.
وروستي پرمختګونه:
منځنۍ اسیا د افغانستان په څېر وچې راچاپېره کړې ده، همدا لامل دی چې بهرنۍ نړۍ سره یې د انرژۍ سوداګري د روسیې له لارو تر سره کیږي او  د انرژۍ سکتور یې د روسیې په زېربناوو متکي دی، که څه هم پدې وروستیو کې د سیمې د انرژۍ په سکتور کې یو لړ پرمختګونه شوي دي، مګر د یو شمېر شنونکو په اند د منځنۍ اسیا وګړي د خپل حق څخه بې برخې شوي دي پدې سربېره د یادې سیمې د خپلواکۍ راهیسې د لویدیځ یو شمېر کمپنیو ددوی د انژۍ په سکتور کې سترې پانګونې کړي دي،د چین لېوالتیا هم  په زیاتېدو ده او په ورته سیمه کې یې خپلې پانګونې زیاتې کړې دي. پدې توګه چین غواړي چې د منځنۍ اسیا څخه خپل واردات څلور ځله زیات کړي او  انرژي خپل هېواد ته په مستقیم ډول ورسوي. یو شمېر شنونکي وایې چې په منځنۍ اسیا کې د چین زیاتېدونکې لېوالتیا دا را په ګوته کوي چې چین غواړي په سیمه کې د روسیې انحصار کمزوری کړي، ښایي چې روسیې خپله کمزوري درک کړې وي، روسیه اوس هڅه کوي چې په سیمه کې په سوړ میدان پاته نشي ، نو لدې امله ولسمشر میدویدیف چین ته د  (۲۰۱۰) ز کال د سفر پر مهال  د بیجنګ سره د چین - روسیې د ګازو د نللیکې پروژه پیل کړه. دا دې مانا لري چې په چین کې د منځنۍ اسیا د انرژۍ بازار سره سیا پاته شي، د ختیځو ولایتونو سربېره، منځنۍ اسیا د یو شمېر  لویدیځو هېوادونو سره هم د ګازو معامله کړې ده.لویدیځ هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا انرژي د ترکیې له لارې صادره کړي.
پدې سربېره، د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-ایران(تاپي) پروژّ هم په سیمه کې د پرمختګ غوره بېلګه ده.که له یوې خوا وروستي پرمختګونو د همکاریو نوي هېلې را ټوکولي دي،له بلې خوا منځنۍ اسیا د منفي سیالیو ګروت ته غورځېدلې ده.
د انرژۍ سیاست او د سیمې امنیتي وضعیت:
د منځني ختیځ تور زر(تېل)  او نورې سرچینې د کمېدو او ورکېدو له ګواښ سره مخ دي، له دې امله پرمختللې نړۍ هڅه کوي چې د انرژۍ اړتیاو د پوره کولو لپاره نورې نړۍ نورې انرژۍ لرونکې سیمې تر خپل کنټرول لاندې کړي، پدې موخه دوی هڅه کوي چې په منځنۍ اسیا کې ځان ته د ټولمنلي لوبغاړي رول پیدا کړي. د یادونې ده چې زیاتې انرژۍ ته لاسرسی د هر هېواد له لومړیتوبونو څخه دی. مګر هر هېواد خپلو موخو ته درسېدو لپاره ځانګرې تګلاره لري، دغه چاره، یادې سیمې ته دوه زیانونه ور اړوي. پداسې حال کې به د منځنۍ اسیا جمهوریتونو ته به  ډیره ستونزمنه وي چې هر بهرني هېواد ته جلا تګلاره ولري او په اسانۍ سره یې په کار واچوي، دوهم دا چې د یوې موخې لپاره په جلا-جلا لارو راتګ به په سیمه کې د بهرنیو لوبغاړو ټکر یقیني کړي.
د بېلګې په ډول، روسیه، منځنۍ اسیا دېته اړ باسي چې تېل او غاز دې د روسیې له لارې نورې نړۍ ته صادر شي مسکو له دې چارې دوه ګټې وړي لمړی دا چې د تېلو او غازو د سوداګرۍ ترانزیتي ګټه تر لاسه کول او دوهم دا چې روسیه هڅه کوي چې له دې لارې د منځي اسیا زېرمې د روسیې په زېربناو باندې متکي کړي، چین په منځنۍ اسیا کې د سیاسي نفوذ د پراخولو تر څنګ خپلې اقتصادې ګټې پالي، متحده ایالات د انرژۍ ستر مصرفونکی هېواد دی، مګر تر ډېره بریده خپلې اړتیاوې د منځني ختیځ ، کاناډا او مکسیکو څخه ور پوره کوي، که څه هم د انرژۍ په سر سیالۍ د هېوادونو تر منځ زور اخیستی دی، مګر، امریکا هڅه کوي چې د ښکېلتابه په مټ په سیمه کې د روسیې او چین د نفوذ مخنیوی وکړي، اروپایي هېوادونه هم هڅه کوي چې د روسي واک په کمولو سره د انرژۍ اړتیاوې په اسانۍ له دې سیمې ور پوره کاندي. هند هم د شوروي د مهال راهیسې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره ښې اړیکې لري او هڅه کوي چې خپلو اقتصادي موخو ته درسېدو په خاطر سیمه ییزې انرژۍ ته لاسرسی پیدا کړي، همدا راز هند په افغانستان کې د خپل نفوذ په پراخولو سره غواړي چې په سترو انرژیکي پروژه کنټرول تر لاسه کړي، د پاکستان څارل او چین سره سیالي کول په افغانستان او سیمه کې د هند د نفوذ نورې موخې دي.پاکستان هم په سیمه ییزه کچه د پریکنده رول څخه برخمن دی پاکستان ته په ځانګري ډول خپلې سمندري لارې خورا ارزښت لري او ددې په مټ هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا څخه هند او چین ته په پاکستاني لارو د انرژۍ د لیږد په بدل کې ترانزیتي ګټه تر لاسه کړي ،د ترکیې رول هم د یادولو دی اوسمهال ترکیه یوازینی امنیتي هېواد دی چې اسیا او اروپا یو دبل سره په ترانزیتي تارونو وتړي ترکیه کولای شي چې د کسپین سمندرګي دواړه خواوې سره ونښلوي په ځانګړي ډول د ترکیې سمندري لارې د اروپا لپاره ستر ارزښت لري.ایران هم د روسیې په څېر هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا انرژي په خپلو وسایلو نورو هېوادونو ته وبهوي.
د منځنۍ اسیا له لرلیده،د سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو تر منځ سیالۍ کولای شي سیمې ته د اقتصادي پرمختګ په پار(خاطر) د پانګې بهیر ورمات کړي. له دې امله د هر اړخیزه اړیلکو د ټینګولو په موخه منځنۍ اسیا هڅه کوي چې پخپلو سرچینو د روسیې طلسم مات کړي.
که له یوې خوا منځنۍ اسیا د پرمختګ او نویو فرصتونو سیمه ګڼل کیږي  نو له بلې خوا یو شمېر ننګونې هم په ورته مهال د منځنۍ اسیا جمهوریتونه اندېښمن کړي دي. شالید دا راښوولې ده چې د ماهیانو نیولو په موخه د انرژۍ لرونکو سیمو اوبه هر وخت خړې وي، که په تېرو پنځوسو کلونو کې د لویدیځ او امریکا تګلارو ته وګورو نو دا په ډاګه ده چې دوی په دې چاره کې بریالي دي،ددوی تګلارې د انرژۍ لرونکو هېوادونو په اړه د نیاو(انصاف) سره اړخ نه لګوي او په جلا-جلا لارو زبېښل کیږي.
د بېلګي په ډول، که د انرژۍ لرونکي هېواد مشرتابه پڅ او یرغل کونکي اړخ هرې غوښتنې ته تیار وې، ډول هېوادونه په سوله ییزه فضا کې لوټ کیږي غوره بېلګه یې د منځني ختیځ یو شمېر هېوادونه لکه سعودي، کویټ ...دي.
د منځنۍ اسیا  بې ثباتي په نېغ ډول د سیمه ییز امیتي وضعیت سره تړاو لري، یو شمېر شنونکي په دې اند دي چې نړیوال د افغانستان په کړکېچن ځمکني سیاست باندې د تمرکز په مټ په منځنۍ اسیا کې د بې ثباتۍ اور ته لمن  وهې.ژوندۍ بېلګه یې د ازبکستا ن پولې ته څېرمه د یو شمېر ډلو ځای په ځای کول دي. دا هر څه د منځنۍ اسیا لپاره په افغانستان کې د امیت ارزښت  ور په ګوته کوي، له دې هر څه دا پایله په لاس راځي چې د افغانستان جګړه د سیمه ییزې انرژۍ د سیاست سره تړاو لري د نړیوالو لخوا د افغانستا اوسنۍ بې ثباتي د یو شمېر نورو لاملونو تر څنګ د سیمې په انرژۍ او ستراتیژیکي لارو د کنټرول لپاره پلمه ده.
په کرغزستان کې د  امریکایې حضور په اړه د چارو کار پوه (هیلن) وایې چې د منځنۍ اسیا په انرژۍ او ترانزیتي لارو  منګولو ښخولو په موخه امریکا له وړاندې ځان په سیمه کې په څو بڼو ځای په ځای کړی دی. د نوموړي په اند،که امریکا د (مناس هوایي اډه) په افغانستان کې د نظامي موخو لپاره کاروي، نوله همدې اډې څخه هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا انرژي او ځمکنی سیاست کنټرول کړي. په منځنۍ اسیا کې د لویدیځ او امریکا فزیکي حضور وروسته تر هغه پراخه شو چې ناټو له منځۍ اسیا څخه افغانستان ته اکمالاتې لارې وموندلې.لیکوال وړاندې لیکي چې په منځنۍ اسیا کې د لویدیځ او اامریکا فزیکي حضور د اندیښنې دی، په سیمه کې به د امریکا شتون کړکېچ ته زور ورکړي، د افغانستان جګړه به نوره هم پرخه شي او د مخدره توکو قاچاق به وده وکړي چې دا هر څه په منځنۍ اسیا کې د پرمختګ نوي فرصتونه او راټوکیدلې هیلې ځپي.
په افغانستان کې د سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو موخې.
د علامه اقبال دا خبره ډیره پر ځای ده چې د افغانستان ناکراري د سیمې ناکراري ده.دا خبره په رسمي او نارسمي غونډو کې هر ځای د سیاستوالو په خوله وي، خو که خبره رښتیا کړو نو له لویدیځوالو ګیله نه ده پکار او سیمه ییز هیوادونه د علامه اقبال پدې خبره یا پوه شوي نه دي او یا یې پر اهمیت نه پوهیږي. افغاستان چې د اسیا زړه بلل کیږي اوسمهال د اور په لمبو کې سوځي خو د نهلۍ ځای دادی چې امریکا او لویدیځ خو پریږده، سیمه ییز هیوادونه هم په ناکراره افغانستان کې نامتجانسې موخې لري.
 متحده ایالات چې د افغانستان په جګړه کې د زمري رول لري،د ښکېلاک په لمړیو کې یې شعار په افغانستان کې د دیموکراسۍ جنډې ښخول، له افغانستان څخه د القاعده او طالبانو ایستل او د یو باثباته حکومت نصبول و.مګر د وخت په تېرېدو سره ددوی ریښتونې موخې را برسېره شوې، ددې هر څه پر ضد نړیوالو اوس په افغانستان کې داسې نظام نصب کړی چې خپلو موخو ته درسېدو په لار کې ورسره پوره همکار دي. امریکایي تګلارې دا په ګوته کوي چي دوی په سیمه کې اوږدمهاله موخې لري،دا به ناسمه اخېستنه وي چې امریکا او لویدیځ په افغانستان کې مات شوي دي بلکې دوی ځانونه خپله مات کړي دي، دوی پدې ډول ځان ته په سیمه او افغانستان کې د مشروعي حضور په پلمه ځان خپلو ټاکل شویو موخو ته رسوي په دې لړ کې د ایران څارل، د منځنۍ اسیا او کسپین سمندرګي کنټرول او د چین او پاکستان د نفوذ مخنیوی کول ددوی په لمړیتوبونو کې دي. ایران په اافغانستان کې  د امریکا اوږدمهاله حضور ځانته سر دردی بولي  د دوی په اند، امریکا هڅه کوي چې د سیمه ییزې بې ثباتۍ لپاره په افغانستان او پاکستان کې خلک په توکمیزو کرښو وویشي. ایران  په سیمه کې د مخدره توکو د قاچاق څخه هم اندیښمن دی پدې سربېره امریکا هڅه کوي چې د انرژۍ په سترو پروژو کې ایران له پامه و غورځوي پدې توګه امریکا غواړي چې د ایران د انرژۍ سکتور ته صدمه ورسوي. هند افغانستان ته د لرې ګاونډي په سترګه ګوري، نوی ډیلی په افغانستان کې د امریکا حضور د ځان لپاره زررین فرصت ګڼي او غواړي چې له دې لارې په افغانستان او منځنۍ اسیا کې خپل نفوذ پراخه کړي.
سعودي عربستان په افغانستان کې د ایران نفوذ اندیښمن کړی دی، سعودي او ایران یو دبل سره په مذهبي سیالۍ بوخت دي. روسیه په افغانستان کې د اسلامپالو له بري څخه اندیښمن دي، ددوی په اند دا چاره به جګړه منځنۍ اسیا او روسیې ته ورسوي،روسیه همدا راز په افغانستان کې د امریکا له اوږدمهاله شتون څخه نا خوښ دي او ځان ته یې په ګانده کې ستر ګواښ بولي. مسکو پدې اندېښمن دی چې امریکا به د ستر فزیکي حضور په مټ به د روسیې دفاعي ځواک او ملي ګټې له ګواښ سره مخ کړي، د منځنۍ اسیا هېوادونه به  د روسیې له کنټرول نه بهر کړي او همدا راز به د منځنۍ اسیا مهمې ستراتیژکې لارې او د انرژۍ سرچینې تر ولکې لاندې راولي.چین هم د پاکستان او سیمې بې ثباتۍ ته اندیښمن دی، او همدا راز په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور خپل اقتصادی سوله ییز پرمختګ ته ګواښ بولي، د یادونې ده چې چین په سویلي ایالت سیکیانګ کې ناکراري د سیمه ییزې نا امنۍ برخه بولي اوتر شا یې د امریکا شتون نه ردوي. ترکیه د امریکا سره د ائتلاف د پیاوړي کولو په موخه  په سیمه کې شتون لري دوی ته د منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا هم خورا مهمه ده ددې تر څنګ استانبول هڅه کوي چې په افغانستان کې د اتلسمې پیړۍ د (پان ترکیزم) خوب ته ریښتینې بڼه ورکړي، پدې موخه ترکان د افغانستان په مرکزی او شمالي ولایتونو کې یو شمېر لږه کي پالي.
 د شانګهای همکاریو سازمان رول.
 د شانګهای سازمان غړیو هېوادونو ګټې د یو بل سره تړلې دي، په دې موخه په منځنۍ اسیا کې د سیمه ییزو هېوادونو ګډو هلو ځلو ته اړتیا ده چې سیمه له نا امنۍ و ژغوري، اوسمهال دمنځنۍ اسیا هېوادونه په درې سازمانونو کې یو ځای شوي دي-- د همګټو هېوادونو ناپیېلی سازمان،د اقتصادي همکاریو سازمان او د شانګهای همکاریو سازمان. د همګټو هېوادونو سازمان مځنۍ اسیا ته د شوروي له مهاله ور پاته دی. کارپوهان دغه سازمان اوسمهال تر ټولو کمزوری بولي او د کوم ستر ګام د پورته کولو هیله ترې نلري. د اقتصادي همکاریو سازمان تر ډیره بریده د اقتصادي همکاریو په موخه جوړ شوی دی، دا سازمان هم د دوه کمزوریو له امله دومره اغېزمن نه بریښي. لمړی داچې پدې سازمان کې کوم ستر زبرځواک ګډون نلري او دوهم دا چې اقتصادي پرمختګ د امنیتي وضعیت سره تړاو لري.د کارپوهانو په اند، د شانګهای سازمان کولای شي د سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې اغېزمن اغېزمن رول ولوبوي، دشانګهای سازمان د نورو سازمانونو په څېر د یوې موخې لپاره نه دی جوړ شوی، بلکې دا سازمان د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري ګډ پرمختګ لپاره جوړ شوی دی، ددې سازمان بله ښېګڼه داده چې سیمه ییز توازن پکې ساتل شوی او د سیمه ییزو مسئلو سره تړلي ټول هېوادونه یې غړي دي. د شانګهای سازمان بله ځانګړتیا دا ده چې په پرتلیز ډول کولای شي د لویدیځ او امریکا سره د سیمې په  مهمو مسئلو خبرې راپورته کړي،ځکه لویدیځ او امریکا په سیمه کې مهم رول لوبوي، دا به په جلا ډول د هر هېواد لپاره خورا ستونزمنه وي چې کورنۍ مسئلې د امریکا سره په یوازې ځان هوارې کړي.