د امریکا او چین د اړیکو برخلیک

 
 
ل : هینری کسینجر.
ژ : لطف الله لطف، نړیوال اسلامي پوهنتون-اسلام اباد
په چین او امریکا کې یو شمېر کړۍ داسې انګیري ،چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دسیاسي او اقتصادي برم  په موخه  سیالي  روانه ده  د دوی له انده دا سیالي له  وړاندط پیل شوې ده ، خو دا وړاندوینه  به  ناسمه وي ،چې واشنګټن او بیجنیګ ترمنځ  سیالي دې دلښکر ایستنې تر بریده ورسیږي .
 
هینری کسینجر د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د ملي امنیت سلاکار دی.دغه مقاله  دنوموړي  له نوي کتاب څخه رااخستل شوې ده .
د تېرې جنورۍ پر نولسمه د چین ولسمشر (هوجنتاو) امریکا ته په رسمي سفر تللی و. ددغه سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ولسمشرانو  یوه ګډه خبرپاڼه خپره کړه اودخپل منځي اړیکو په برخه کې یې دمثبتو ، مرستندویه او غښتلو اړیکو ته ګډه ژمنتیا  اړینه بللې  ده .
واشنګټن ، په نړیوالو اړیکو کې له چین څخه  د غښتلي، پرمختللي او بریالي هېواد په توګه هرکلې وکړ.همدا راز چین هم واشنګټن  په سیمه کې د ټیکاو په رامنځته کولو کې  د هڅو له کبله وستایه. له هغه راهیسې، دواړو حکومتونو خپلو ټاکل شویو موخو ته د رسیدو په موخه  ګامونه پورته کړي دي. لوړپوړو امریکایي او چینایي چارواکو د یو بل له هېوادونو څخه لیدنې پیل کړې او د یو شمېر ستراتیژیکو او اقتصادي مسئلو په اړه یې د غه کتنو ته رسمي بڼه ورکړه. په دې لړ کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې بیا له سره پیل شوې له دې  او دا اړیکې دپخوا په پرتله یو څه  پراخه شوې هم دي . په نارسمي توګه  هم  دواړو  خواوو هڅې کړې دي ، چې دا اړیکې  پیاوړې او پراخه شي .
شنونکي وايي : دامریکااو چین ترمنځ به  دهمکارۍ اړیکې پراخه شوې وي ، خو تل پرې دکړکیچ او ستونزو سیورې  پروت دی ، ځکه د دواړو هېوادونو ګټې  له یو بل سره اړخ نه لګوي . دوی ټینګار کوي ،چې د چین او امریکا ترمنځ اقتصادي او سیاسي سیالي پیل شوې  ده او کنه  وي  بیا خو خامخا رامنځته کېدونکې ده .
شنونکي وايي: دامریکا او چین ترمنځ راشه درشه رسمي بڼه لري  او تر اوسه هر څه  دکاغذ پر مخ  پاتې دي  د دوی دانګیرنو له مخې  یو شمېر امریکايي  تګلاره جوړونکي  نړیوال چال چلند ته دشک په سترګه ګوري . دوی زیاتوي : چین  له دې لارې غواړي  ځان دوو اوږدمهاله موخو ته ورسوي :
لومړی :  د امریکا نړیوال پوځي او اقتصادي دریځ ته ستونزې راوپنځوي .
دویم : په اسیا کې  دزمري رول راخپل کړي . دې موخې ته درسیدو لپاره چین غواړي داسې اسیايي بلاک جوړ کړي ،چې دچین ملي ګټو او بهرنۍ تګلار ته  غاړه کیږدي .
اوسمهال  دچین بشپړه پوځي وړتیا په رسمي توګه  دامریکا له هغې سره د پرتلې وړ نه ده ، خو چین دا وړتیا لري ،چې امریکا ته ګواښونه  راوپنځوي  په همدې موخه  چین پر داسې لارو چارو ځان بوخت کړې دی ،چې په سیمه کې دامریکا ګټې له ګواښ سره مخ کړي .
چین به  په نږدې ګانده کې له امریکا سره داتومي ، پوځي  وړتیاوو سربېره  دسایبر او فضايي ځواک په ډګر کې دسیالۍ جوګه شي .
دامریکا ددفاعي ستراتیژۍ راپور  په اسیا کې دامریکا دګټو په اړه اندېښنه ښودلې ده ، وضعیت ته په کتلو اوس داسې بريښې ،چې  چین له امریکا سره په دې  سیالۍ کې  لاسبری ښکاري . چین دا وړتیا لري ،چې  دسمندري جزیرو پرمټ ځان پیاوړې کړي  دا نوښت  به چین  ته  دا زمینه  برابره کړي ،چې دسیمې  کمزوري او کاواکه  هېوادونه پر ځان راټول کاندي  پردې سربېره چین  به هڅه وکړي ،چې دا هېوادونه  دیته وهڅوي ،چې خپلې تګلارې  داسې جوړې کړي ،چې له چینايي ګټو سره  یې ټکر رانه شي .
دلیکوال له انده  اوسنی وضعیت  به په اسیا کې  دنوي بلاک  رامنځته  کېدو ته لار هواره کړي ،چې  تر ډېره به دچین دګټو خیال هم ساتي .
تر اوسه  دچین حکومت په رسمي بڼه  دورته  تګلارې په اړه څه نه دي ویلي  ، خو په چینايي رسنیو کې د داسې بدلون  څرک لګیږي ،چې دهمکارۍ پر ځای دمخالفت دتیورۍ  ملاتړ کوي .
دچین په اړه دامریکا ستراتیژیکو اندېښنو زیاتیدل  ایډیالوژیک شالید لري . امریکا داسې انګیري ،چې له  نادیموکراتیکې نړۍ سره یې ټکر رامنځته کیږي . دامریکايي  دښي او کیڼ اړخو سیاستوالو په اند استبدادي رژیمونه هڅه کوي ،چې کور دننه  دلاریونونو او یو شمېر نورو هلو ځلو  پر مټ  خپل ملاتړ زیات کړي  او خلک پر ځان راټول کړي . له چین سره دامریکا شخړه دچین دکورني  جوړښت  له  کبله  نه ده ، بلکې امریکا هڅه کوي ،چې پر نړۍ د ډیموکراسۍ  توغ ورپوي . دوی دهرې ستونزې  دهواري لپاره  دیموکراسي د درمل  په توګه کاروي . واشنګټن  لېوالتیا لري ،چې په چین کې ډیموکراتیک نظام وګوري .
امریکایي سیاستوال(Aaron Friedberg) وايي : په چین کې د دیموکراسۍ پلي کول به ددې لامل شي چې د خپل سیال (امریکا) په اړه د چین اندیښنې را کمې کړي، د لیکوال په وینا امریکا به دېته زړه ښه نه کړي چې پر چین  د زور له لارې دیموکراسي وتپي. امریکا اوس هڅه کوي چې د چټک سوله ییز اوښتون  له لارې  په چین کې د (یو ګوند) استبدادي رژیم له منځه یوسي او پر ځای یې د دیموکراسۍ ستنې ټینګې کړي.
د چین له لرلیده، امریکا د سیاسي وضعیت څخه د متضادو تعبیرونو په اخېستلو سره نړۍ ته خپل منفي منطق څرګندوي.د چین په اند، امریکا د ټپي دریځ  بڼه لري ،چې   د هر راټوکیدونکي سیال مخه  نیسي.
د چینایانو په  باور امریکا هڅه کوي ، چې د پوځي غځونو په مټ په نړۍ کې د پرمختللي چين د تاریخي رول مخه ونیسي.له دې امله دوی ته  له  امریکا سره   همکاري د کور ورانولو مانا لري .دامریکا کلتور او ټکنالوژي د سیستماتیکې دښمنۍ  په  رامنځته کولو کې  ستر رول لري .له دې امله د چین او امریکا ترمنځ  نږدیوالې  به د چین ملي یووالې او کلتوري ارزښتونه  له ګواښ سره مخ  کړي .
نوی پیل خورا اړین  دی .
.زه نه پوهیږم چې ولې د نړۍ مشرانو په  1914 ز  کې د جګړې ډګر ته په خپله خوښه  ورودانګل ؟ ایا د جګړو پر پایلو نه پوهېدل؟ زما په اند، د نړۍ اوسنی وضعیت  له تېر مهال سره ستر توپیر لري. د شلمې پیړۍ اړ و دوړ خورا پیچلی و،له دې امله د  جګړې څخه د زیږېدلې بدمرغۍ محاسبه خورا پیچلې وه. اوس د نړۍ هر هېواد په ځانګړي ډول په اتومي وسلو سمبال هېوادونه په دې پوهیږي چې موخو ته رسېدل د جګړې له لارې ناشوني دي.امریکا باید په خپله بهرنۍ تګلار کې (ترینګلتیا) دیوې شونې لارې پر مټ  له منځه یوسي .
یوه خبره څرګنده ده، که هر هېواد امریکا وننګوي، نو امریکا به د ځان د خوندیتوب په موخه   وړ ګامونه پورته کړي.امریکا  له خپلو سیالانو سره د (رواني ستړیا) له دوکتورین څخه کار اخلي.که چیرې په رښتیا هم د دواړه خواو تر منځ کړکېچ زور واخلي نو، دواړه خواوې دا وړتیا لري چې یو بل ته ستر زیانونه وراړوي، خو سیاسي لاسته راوړنو په موخه د سړې جګړې  پر مهال د پراختیا غوښتونکې روسیې پر ضد کارول شوې ستراتیژي له  اوسني حالت سره هیڅ  اړخ نه لګوي .
  هغه مهال که څه هم روسیه په پوځي ډګر کې نوموتې وه ، خو اقتصاد یې دومره پیاوړی نه وو. بل ستر توپیر دادی چې روسیې هڅه کوله پرخپل پوځي مټ د نړۍ او هېوادونو برخلیک په خپله ګټه وټاکي. هغه مهال د نړۍ پر اقتصاد د روسیې اغېز دومره زیات نه و. اوسنی چین د نړۍ په اقتصادي ډګر کې خپل ځای لري. اقتصاد یې متحرک دی او نوره نړۍ د چینایي اقتصاد اغېز په اسانۍ سره محسوسولای شي. پر دې سربېره، چین  له لویدیځ او امریکا سره سترې سوداګریزې اړیکې لري. نو له دې امله د دواړو خواو تر منځ کړکېچ کولای شي  د نړۍ اقتصادي برخلیک له ستونزو سره مخ کړي.
چین پردې پوهیږي چې د سړي جګړې ستراتیژي اوسمهال د امریکا پر ضد پلي کول کومه ګټه نه لري.په اسیا کې یوازې څو هېوادونه دي چې د امریکا سیاسي شتون  ته په سیمه کې د شپږمې ګوتې په  توګه ګوري ، چې باید له منځه یوړل شي ، خو  ډیرې اسیایي هېوادونه ، چې  ان  له  امریکا سره کوم ائتلاف هم نه لري، په سیمه کې د امریکا شتون مني. لیکوال د بیلګې په ډول د اندونیزیا د یو چارواکي خبره راخیستې ده، نوموړي د امریکایي شتون په اړه ویلي و (مونږ یوازې مه پریږدئ، مونږ مه  اړ کوئ چې سیاسي بدلون  ته مخه کړو).
امریکا اوسمهال د چین پوځي پرمختګونو اندښمنه کړې ده،دوی داسې انګیري چې د نړۍ دوهم ستر اقتصاد او د انرژۍ واردونکی هېواد ښایي خپل اقتصاد د پوځي پیاوړتیا په موخه و کاروي.امریکا تر اوسه پورې د چین پوځي جوړښت ته د شک په سترګه ګوري. که امریکا د چین پوځي خوځښتونه د یو نا بللي عمل په څېر و ګڼي، نو ښایي ځان د مورچې خولي ته نږدې کړي.چین  په رسمي  توګه اعلان کړې دی ،چې له امریکا سره کوم اختلاف نه لري ، خو  امریکا دې مسئلې ته د شک په سترګه ګوري.
چین تل هڅه کړې ، چې د پراختیا غوښتنې غریزه د نرمو لارو یا کلتوري  یرغل  له لارې سړه کړې ده. دوی به هېڅکله د یرغل په ډول په اسیا کې کوم ګام پورته نه کړی.که چیرې چین د اسیا د مهارولو په موخه پوځي ځواک وکاروي، نو ښایې چې  د شوروي پر برخلیک اخته  شي.
چین خپل شمالی اړخ ته روسیه؛ ختیځ ته جاپان او سویلي کوریا د امریکا ملګري،ویتنام او هند سویل ته، او په نږدې کې مالیزیا او اندونیزیا لري.په داسې حالت کې به د چین لپاره ډیره ستونزمنه وي چې اسیا د پوځي لارو مهار کړي. د پوځ کارونې په مهال به یاد هېوادونه لاس تر زني نه کښیني، دوی له وړاندې  په پوځي چارو کې پوخ کلتور لري. نو له دې امله کولای شي چې چین ته سرخوږی پیدا کړی.
له نوي چین سره معامله  کول :
اوسمهال  چینایي ټولنه د ویش له ستر ګواښ سره مخ ده. د چین ساحلي سیمې د سویلي سیمو په پرتله پرمختللې دي، دې چارې د چین مشرتابه دېته اړ کړی دی چې په چینایي ټولنه کې د تجانس او توافق لپاره هڅې وکړي. په چین کې کلتوري بدلونونه یاد هېواد  نور هم  ننګوي ؛کار پوهان وایي : د کلتوري بدلونونو له امله به چین په راتلونکې لسیزه کې زیات اغېزمن شي. په ځانګړي ډول، په چین کې د یو ماشوم تګلاره (one child policy) د چین په اوسني ټولنیز اواقتصادي وضعیت منفي سیوری غړولې دی . دا چاره به چین په راتلونکې لسیزه کې د ځوانو کارګرانو له کمښت سره مخ کړي.پر دې سربېره د یو ماشوم پالیسي ددې لامل شوی چې د یو ځوان ګټې ته درې څلور زاړه کینوي، چې  په ټولنه کې  پر بشري پانګې  بار او تکیه ډیره شي .
په چین کې دې ډول بدلونونو د2012 ز  حکومتي  لیږدونې ته نوې بڼه  ورکړه ،نوې مشرتابه  له ولسمشر څخه نیولې تر لوړوو او کلیدي پوستونو ټول کاندیدان  له نوي نسل څخه دي .
.د چین نوي مشرتابه ته تر ټولو ستره ننګونه داده ، چې څرنګه به  دچین په څېر بدلیدونکې  ټولنه کې  له  اقتصاد، ټکنالوژۍ او نړیوال اقتصاد  سره چلند کوي، همدا راز، د هغه سلګونو میلونو چینایانو پالل،  چې له  ورورسته پاتې سیموڅخه  ښارونو ته را روان دي  دا هم یوه ستره ننګونه  ده.
دچین نوې مشرتابه  دمعاصرو سیاسي او کلتوري نظریو  له ترکیب څخه  رامنځته شوې دی  او دا وړتیا به ومومي ،چې  دچینايي ټولنې دپرمختګ ټولې پوښتنې او غوښتنې ځواب کړي . واشنګټن  دچین  دغه سیاسي او ټولنیز بدلونونه په پوره لېوالتیا سره څاري.
  د لیکوال په اند،په چینایي ټولنه کې د امریکا مستقیمه  لاسوهنه  نه مثبت ګام دی او نه به ګټور څه  ترې راپیدا شي .امریکا به هڅه وکړي ، چې په چینايي ټولنه کې له پیژندل شوو ارزښتونو څخه ملاتړ او دفاع وکړي .
واشنګټن تل په چین کې د بشر د حقوقو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.که متحده ایالات هڅه وکړي چې چینایي ټولنه د  دیپلوماتیکو فشارونو او اقتصادي بندیزونو په مټ بدله کړې نو،دابه هم کوم د پام وړ ګام نه وي. ډيری چینایان به دا ګام د بهرنۍ لاسوهنې  په نوم وپیژني.په چینایي ټولنه کې د امریکا لاسوهنه  دسخت غبرګون دا مانا لري چې په دې لوبه کې به د امریکا ګټې بیخي صفر وی. دا حالت به یوازې امریکا دېته اړ کړي چې په خپلو ګټو له سره فکر وکړي . او  هغه ګټې چې امریکا پوهیږي له دې لوبې یې تر لاسه کولای شي توپیر وکړي.د امریکا او چین لوبې ته باید د هغه لوبې په سترګه و نه ګورو چې هیڅ یوې خواته یې هم ګټه نه رسیږي.او نه باید داسې وانګېرو ، چې په سیمه کې د پیاوړي چین لرل به د امریکا لپاره د ستراتیژیکې ماتې مانا ولري.
د امریکا او چین تر منځ د همکارۍ چاپیریال ددواړو خواو له وخته وړاندې نیول شوی دریځ په کلکه ننګوي. امریکا په خپل تاریخ کې د نړۍ سترو کلتوري او سیاسي نظامونو پر وړاندې یو لړ خوځښتونه کړي دي.چین بیا په دې لړ کې داسې کوم د پام وړ پروګرام نه دی  پیل کړې ،داسې کومې ځانګړې بیلګې نه تر سترګو کیږي چې ددې انګېرنې لامل شي چې سړی ووایې چین په اسیا کې د امریکا د دایمي شتون  له امله  له ګاونډیانو سره ائتلاف جوړوي.د امریکا څخه مخکې زبرځوااکونو چې د چین شاوخوا د خپلو نظامونو د ځای پر ځای کولو کوشش کړی دی نو چین د نورو له لورې د چین د کنترول هڅه بللې ده.
د چین او امریکا تر منځ د سلا مشورې او د خپل منځي پریکړو  په  ستراتیژۍ ټینګار کول  به د مسئلې د حل لپاره ساده لار وي، خو  دا په اوسني وضعیت د امکان څخه لېرې ښکاري؛چین او امریکا به په سیمه کې د یو بل لپاره یو تریخ حقیقت وي. هیڅ یو به د بل لپاره خپل ملي امنیت قربانی نه کړي.په دې لوبه کې به هر یو هڅه کوي چې خپلې ملي ګټې وپالي ځینې وخت به داسې هم وي چې د نورو په تاوان خپلې ګټې تر لاسه کړي، خو  دواړه زبر ځواکونه دامسئولیت لري ، چې د یو بل اندیښنې په پام  کې ونیسي.
 دچین ستره ستراتیژیکه  ویره او اندېښنه داده ،چې  کوم بهرنی ځواک به د چین  شاوخوا  پوځي شتون پیدا کړي  او د چین کورنی وضعیت به وننګوي.چین چې کله په تېر کې دداسې حالت سره مخ شوی دی نو بیا  خبره تر جګړې رسیدلې ده.
په 1950 ز کې له کور یا ،1962 ز کې هند، په 1969 ز کې پخوانی شوروي اتحاد  او په  1979 ز کې له ویتنام سره جګړې یې ښه بیلګه ده .
واشنګټن غواړي  په اسیا کې په هر قیمت ، چې وي خپل حضور ریښتینی کړي.دوی له دې ویره لري چې د ځینو سیمه ییزو ځواکونو له لورې به  له داسې هڅو سره مخ شي ، چې له اسیا څخه پښو ویستلو ته اړ شي ، خو  امریکا به اسیایي زبرځواکونو ته دا زمینه  په لاس نه ورکړي ، چې له داسې برخلیک سره یې مخ کړي. امریکا د نرمې پراختیا غوښتنې په موخه له  جاپان او جرمني سره  په نړیواله جګړه کې ښکیل  وه او بیا  وروسته یې  له  شوروي سره د سړې جګړې کیسه راواخېسته.
په سیمه کې به نور اسیایي هېوادونه هڅه وکړي چې  خپلو حقوقو په تر لاسه کولو سره خپلې ملي ګټې او دولتونه د نورو د سیالیو ښکار نه کړي. د اډول هېوادونه به هڅه وکړي ، چې  امریکا او چین دواړو سره سوله ییزې اړیکې ولري.
که دواړه زبرځواکونه له زړه په سیمه کې د ثبات او سمسمکي  غوښتونکی وي نو هر اړخ باید یو څو مهمې پوښتنې ځواب کړي؛ څنګه کیدلای شي چې  له پوڅي ستراتیژۍ پرته  په سیمه کې د هژمونۍ او پوځې کلابندۍ وېره له منځه لاړه شي؟ ایا دداسې  چاپیریال  را منځته کول شوني  دي ،چې دواړه خواوې په کې خپلو موخو ته ورسیږي؟
که د چین جغرافیوي موقعیت،تاریخ او ارزښتونو ته وګورو نو، دې پایلې ته رسیدلای شو چې په خپل شاوخوا کط یې ستر نفوذ لري .په اسیا کې د چین د نفوذ بڼه د حالاتو او د سیمې د نورو لوبغاړو له تګلارو  سره بدلون موندلی دی.تر کومه ځایه ، چې په سیمه کې د نورو زبرځواکونو د ښکېلتابه او یا د ګوښه کولو خبره ده نو، دا به په اوسمهال کې له  چین سره د نورو هېوادونو په سلوک پورې تړلې وي. د اتومي جګړې د زړه بوږنوکو پایلو له امله امریکا تر ډیره بریده د ځمکني پوځ په مټ خپله جنګي ستراتیژي برابروله ، خو په دې تېرو څو لسیزو کې دا مریکا  کانګرس او عامه ذهنیت په عراق،افغانستان او ویتنام کې ددې دریځ د بدلولو غوښتونکي دي. پردې سربېره اقتصادي لاملونه هم شته دی چې دداسې پوځي تګلارې په اړه یې یو شمېر امریکایان په غوسه  کړي دي.اوس امریکایانو په خپله ستراتیژۍ کې ستر بدلون رامنځته کړې دی ؛ د خپلو سیالو زبرځواکونو پر ضد د ګواښونو او بندیزونو تګلار کاروي.
د چین ګردچاپیره  هېوادونو کې د امریکایي نفوذ شتون  تل د چین په کورنۍ تګلار کې د امریکایي ښکېلاک په ډول تعبیر شوی دی.له دې امله په سیمه کې  د امریکا د ملي ګټومعلومول  هم د پوځي کلابندۍ په ډول ګڼل کیږي.امریکا او چین په ګډه باید د خپلې سوله ییزې سیالۍ ساحه تعریف او وپیژني.د پوځې ټکر اویو پر  بل د بري د اندیښنو د مخنیوي لپاره باید دواړه خواوي  له  اوسني حالت سره د حکمت او منطق له نظره کار واخلي.
یو دریځ، که شخړې؟  
 
د نړۍ اوسنی نظام داسې جوړ شوی ، چې د چین ګډون په کې دومره پراخه او ستر نه دی.له دې امله چین نړیوالو اصولو ته د نورو هېوادونو په پرتله دومره ژمن نه دی،په کومه برخه کې چې نړیوال نظام د چین د غوښتنو سره سمون نه خوري، هلته بیا چین  له نورو لارو چارو کار اخلي.
چین په دې وروستیو کې د جاپان،برازیل او یو شمېر نورو هېوادونو سره د سکې جلا بلاک جوړ کړې دی.
اوسمهال  د چین او امریکا تر منځ د عامو موخو نه شتون  او دسیاسي او اقتصادي سیالیو له امله د امریکا پر ضد دنوي بلاک جوړیدو زور اخیستی دی.
د امریکا او چین تر منځ د اړیکو د پراخولو او یو پر  بل د فشار  د کمولو لپاره به یوازې د کړکېچ مهارول بسنه و نه کړي . ما له همدې امله د چین او امریکا مشرتابه د یوې ګډې ټولنې د جوړولو وړاندیز کړی وو. ددې ټولنې په مټ دواړه خواوې کولای شي چې خپلې ګډې اندیښنې له  یو بل سره شریکې کړي.
د دا ډول ټولنې جوړولو ته د دواړه خواو ژمنتیا ډیره اړینه ده. په دې موخه یو لړ ګامونه له وړاندې پورته شوي دي. د بیلګې په ډول،متحده ایالاتو له یو شمېر هېوادونو سره د اسیا-امریکا د نښلولو په یو تړون باندې خبرې پیل کړې دي. ددغه تړون په مټ امریکا او نورې خواوې غواړي چې په نړۍ کې د ازادې سوداګرۍ فضا رامنځته کړي،  د هېوادونو تر منځ سوداګرۍ پر وړاندې  پراته خنډونه له منځه یوسي او د ارام سمندر دواړه خواو ته اغېزمن، پرمختللي، متحرک او بډایه  هېوادونه د یوې ګډې پروژې له لارې  له یو بل سره و نښلوي.
ولسمشر بارک اوباما چین ته بلنه ورکړې ده ،چې په دې تړون کې ونډه واخلي ، خو په امریکا کې یو شمېر امریکايي شنونکي او کارپوهان  په دې تړون کې دچین راګډول  له یو شمېر بدلونونو او سمون سره تړي ،چې چین یې باید په خپل هېواد کې رامنځته کړي .
چین  د امریکا دغې بلنې ته د شک په سترګه ګوري او داسې انګیري، چې امریکا له دې لارې غواړي چین  دګوښه کېدو لورته  ور ټیل وهي .
چین وار له  مخه  په سیمه کې نور بدیلونه موندلي دي. د چین مشرتابه د سویلي او شمالي اسیا یو شمېر هېوادونو سره د سوداګریزو تړونونو په سر خبرې پیل کړي دي.
دواړه هېوادونه خپلې کورنۍ ګټې په نظر کې نیسي.که چین او امریکا د یو بل سوداګریز تړونونه د یو بل د ګوښه کولو په موخه   د یوې ستراتیژۍ په  توګه ګوري  نو کیدای شي چې د اسیا-پاسیفیک سیمه د زبرځواکونو تر منځ د سیالۍ  په ډګر کې یو ګام نور هم  پورته کړي . ددې ډول انګیرنو تر شا اقتصادي  لاملونه  پراته دي .
امریکا له چین څخه غواړي چې خپل اقتصاد له صادراتي اقتصاد څخه مصرفي اقتصاد ته واړوي.له دې لارې امریکا غواړي چې کوردننه د چین صادراتي بازار را کم کړي.
پای