له کلنټن سره په اړیکو خپه یم!


مونیکا لیونسکي د ډیرو په خوله ده! د ډیرو به هم په زړه وي چې څنګه مونیکا د تلویزونونو په سکرینونو د ګرمو ټکو په سر کې ځای ونیوه.
کلونه تیر شول خو مونیکا نوره ورکه شوله او هیچا یې په اړه خبرې نه کولې! هغه مونیکا چې نږدې وه بیل کلنټن یې پرځولی وای او یا یې هم کورنۍ اړیکې ور زیانمنې کړې وې یو ځل بیا رسنیو ته مخه کړیده!
دا وایي چې نوره نو چوپ نشي پاتې کیدای!
وینټي فییر مجلې ته په یوه لیکلي مضمون کې نوموړې له بل کلنټن سره په اړیکو خپګان ښودلی او دا یې د خپلې خوښې خلاف عمل تلقي کړی! له بل پلوه یې دا هم ویلي چې بیل کلنټن ورڅخه ناوړه ګټه پورته کړیده!
په ۱۹۹۸ز کې ریپبلکن خپل ټول وس وکړ چې د مونیکا له اړیکو لویه کیسه جوړه کړي خو په دې بریالي نشول چې کلنټن چپه کړي! اوس چې یې ښځه په راتلونکې دورې کې چې په ۲۰۱۶ز کې به ورته ټاکنې کیږي ځان نوماند کړی، د مونیکا کیسې یو ځلې بیا زور اخیستی دی!
وینټي فیر ددې مضمون ځینې برخې خپرې کړي چې په یو ځای کې دا هم راغلي: "ما د کلنټن لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې! زه د قربانۍ پسه وم پخدای!"
کله چې مونیکا بدنامه شوله نو په بازار، کوڅه او هر ځای کې چې خلک ټولیدل ددې نوم په خولو و! نوموړې له دندې وشړل شوله! د ژوند چلولو لپاره یې د ښځو د بیکونو جوړولو او ډیزاین ته مخه کړه! په کوم چینل یې یوه ژوندۍ برنامه هم وچلوله!
له کلنټن سره د اړیکو پرمهال یې عمر ۲۳ کاله و خو اوس نور نو ۴۰ کلنه ده!