د افغانستان د ژغورنې یو لوی فرصت

 
که مو پریښوده چې سکتاریست عبدالله د افغانستان ولسمشر شي، نو د افغانستان بقا او عزت له سوال سره مخ کیږي.
عبدالله د هغې ډلې یو فعال غړی دی چې د اسلام او افغانستان پر خلاف یې د نړۍد هر جاسوسي سازمان د غلامۍ رسۍ په غاړه اچولې او یوازې او یوازې له افغانستان سره یي دښمني کړې ده.
نومړی هغه کس دی چې امریکایانو ته یې کل اختیاره صلاحیت ورکړی چې د هر افغان کور بې له هیڅ ډول دلیل څخه تلاشي کړي، داسې تلاشي چې دروازه په نیمه شپه کې ماته کړي، د کور ښځې په سپو وداړي، نارینه څه شهیدان کړي او پاتې یې ګوانتانامو ته ورسوي. عبدالله د هغې ډلې غړی دی چې مشر یې امریکایانو ته ویل ؛دا بمونه (اتلس خرواره ډیازی کټر) واله (واړه) دي، غت، غت (غټ غټ) بمونه وغورځوئ. د دوی ملي اتل!!! په هر ځای کې ویل چې [دنیا یک حکومت اسلامی را به هیچ وجه قبول ندارد،و  ضرورت دارد کسی و ګروهی را غرض جلوګیری آن داشته باشد، و آن کس و ګروه ما هستیم).
عبدالله د افغانستان او اسلام په نوم لویو ارزښتونو سره دښمن دی، د دې لپاره روس، امریکا، چین، هنداو اسرایلو سره پټې اړیکې لري. د ایران او پاکستان نازولی هم دی، ځکه دې د افغانستان ملي ګټې د ګاونډیانو په پښو کې غورځوي. جنرال حمید ګل او ایرانیان یې په یو وخت کې پلوي کوي، او ثبوتوي عبدالله د دوی د ګټو حامي دی؛ خپلې ملې ګټې نه پیژني.
فاسد، عیاش او غل شخص دی. په یوه ورځ یې پنځوس جوړه دریشي ګانې جوړې کړي دي. په ډهلي، دوبۍ، کابل، لندن او واشنګتن کې لوکس کورونه او نور تجارتونه لري، او دا ټول یې د هغو مجاهدینو د وینو په بیه لاس ته راړي دي، چې اوس یې کونډې او یتیم اولادونه خیرات ټولوي.
نومړي په ټاکنو کې دومره درغلي کړې ده چې د ووټ اچولو سلنه یې تر امریکا او د نړۍ تر هر بل هیواد اوچته ده، چې هیڅ سلیم عقل یې نشي منلی.
د رایو درغلي د ولس په ارادې یوه توره او شرمناکه کودتا ده. داسې کودتا چې په نتیجه کې غواړي د هغه هیواد مشر شي، چې دی نوم او هویت هم جعلي ګڼي.  
نو له ټولو هیوادوالو څخه هیله کیږي چې په ټول افغاني او اسلامي غیرت او مسئولیت په دوهم رونډ کې ټاکنو ته ورشئ، خپله رایه استعمال کړئ، نور خپلوان، دوستان، نژدې خلک او هر څوک چې کولی شئ، رایې ورکولو ته جوړ کړئ، همدا راز په کلک نظارت سره د عبدالله د درغلۍ مخه ونیسئ !
کارمل به ویل چې (تا اخرین عسکر شوروی می جنګم)، عبدالله هم وایي (تا اخرین عسکر ناتو و امریکا می جنګم، اګر امریکا روس و چین و هند را دعوت میکنم، ولی در مملکت صلح نمیکنم).
د عبدالله د راتګ پیغام د جګړې، تعصب او چورچپاول دوام دی، راځئ د عبدالله او د ده د ډلې دغې خبیثې سلسلې ته خاتمه ورکړو. د انتخاباتو دوهم دور کې په فعال او رغنده برخې اخیستو سره لدې لوی فرصت څخه ګټه واخلو او د عبدالله پر خلاف په مدني مبارزه سره افغانستان وژغورو