
ژ : لطف الله لطف
د تېر جون په اتلسمه د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یی د جمعې د لمانځه په مراسمو کې په زغرده وویل: ایران٫ جورجیا نه ده. له دې امله لویدیځ دلته ململ پوښی اوښتون نشي رامنځته کولای. خامنه یی د ممکن اوښتون د مخنیوي په موخه د ایران د سپاه پاسداران ځواک ته امر کړی چې د سرغړونکو (زرغون غورځنګ) و ځپي.د دولس میاشتو سرغړونو او سوله ییزو کمپاینونو نه وروسته اوس د ایراني رژیم په ضد د یاد غورځنګ لاریونونه تیټې کچې ته محدود شوي دي. مګر د ایران په کورني سیاست کې د ایران د سپاه پاسدارنو زیاتیدونکې مداخله اوس ددې لامل شوې چې د سپاه پاسدارانو ځینې لوړپوړي په حکومت کې د سر سړي شي، دې کار خامنه یې او د هغه مذهبي رژیم کمزوری کړی دی.
په بنسټيز ډول په ایران کې واک د سپاه پاسداران او شیعه مذهبیانو سره وي، په دې ډول په ایران کې د اووښتون نه وروسته د اساسي قانون په منځګړتوب د دواړو خواو د واک او ځواک تر منځ یوه څرګنده کرښه کښل شوې ده؛ له دې څخه یوه موخه د داخلي او خارجي ننګونو څخه د ایران د اووښتون د لاسته راوړنو ساتل دي.ایت الله خامنه یی غواړي چې د پاسدارانو په ملاتړ په ایران کې یو شمېر سمونپال غورځنکونه و ځپي،په دې موخه د سپاه پاسداران د ملاتړ راخپلولو لپاره ایت الله خامنه یی اړ دی چې لوړ پورو چارواکو ته یې په ایراني قلمرو کې د سیاسي، اقتصادي او حتی ایدیولوژیکي نفوذ زمینه برابره کړي. دا چاره ښایي ددې لامل شي چې په ګانده کې ایت الله خامنه یی د همدې ځواکونو په لاس پریوزي.
په ایراني رژیم کې له وړاندې د سپاه پاسدارانو د پیاوړي رول بیلګې رامنځته شوې دي ــــ اوسنی ولسشر احمدي نژاد هم د سپاه پاسداران پخوانی چارواکی دی؛ په دې سربېره، د نوموړي په اوسنۍ کابینه کې دولس وزیران د انقلابي ګارد چارواکي دي، همدا راز د ایران په اوسنۍ کابینه کې ځینې ولسي غړي هم د احمدي نژاد له نږدې دوستانو څخه دي ـــ ځینې کسان یې د پوهنتون د مهال ملګري، په محلي حکومتونو کې د امنیت مسولین دي.
د ایران اسلامي جمهوریت په تاریخ کې د لمړي وزیر مهدي بازرګان د انتقالي حکومت پرته نور ټول حکومتونه د ایئتلاف په پایله کې رامنځته شوي وو،دې ډلو په ایتلاف کې د خپلو پاړکیو د نخبه ګانو استازیتوب کولو. په دې هر څه سربېره د ایتلافي حکومتونو ټولو خواو د هېواد د نخبه ګانو په کچه د هېواد لپاره سیاسي اجماع ته پرمختګ ورکړ.
د ایران د انقلاب پخواني غړي اوسمهال د ایران په پارلمان کي اکثریت لري، دوی د ایران پاسداران غړو ته دا زمینه برابره کړې چې د ایراني اقتصاد د وارداتو، ،بانکداري،تېل او غاز او ههمداراز د قاچاق په ګډون یو شمېر نورو برخو ته لار پیدا کړي.
د ایران د اساسي قانون د ۴۴ مادې پر بنسټ، د ایران اقتصادي سیستم باید مرکزي وي؛ په دولتي سکتور کې باید ستر شرکتونه، بهرنۍ سوداګري، کانونه، بانکداري، د بریښنا تولید، کارګو، هوانوردي، ریل لارې مطبوعات د حکومت د ولکې لاندې کنترول شي. په دې سربیره، د ایران د اساسي قانون په ۴۴ ماده کې د کوپراتیفي سکتور څخه یادونه شوې ده؛ په دې کې ټول هغه شرکتونه او تشبثات یادیږي چې په مرکزي او کلیوالو سیمو کې د تولید او ویش رول تر سره کوي همداراز د کوپراتیفي سکتور تر بر لاندې خصوصي سکتور ته ځای ورکړل شوی دی چې دولت سره د کرهنې، مالدارۍ، سوداګرۍ او خدماتو په برابرولو کې ونډه اخلي.
د ۲۰۰۵ کال د ټولټاکنو نه څه موده وړاندې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي د فرمان په صادرولو سره په ۴۴ مه ماده کې بدلون راغی؛ د خامنه یی د فرمان له مخې باید په راتلونکو پنځو کلونو کې هر کال په دولت – وزمه اقتصاد کې شل سلنه کمښت راشي. خامنه یی غوښتل چې د ایران ستر شرکتونه لکه د تېلو، غازو، معدنونو، بریښنا تولید او داسې نور د خصوصي سکتور تر پوښښ لاندې راولي. د خامنه یي د امر له مخې د ایران حکومت باید د راتلونکې پنځه کلن پلان تر پایه پورې د ایران د اقتصاد ي پنځه ویشت سلنه کوپراتیفي سکتور ته وسپاري په دې سربېره باید حکومت د مالیو په کمولو او د پورونو د ضمانت ورکولو له لارې کوپراتیفي سکتور ته د ایران په اقتصادي چارو کې د ستر ګډون او رول زمینه برابره کړي.
د خامنه یي د دې دریځ له امله هغه مهال د ۱۲۰ بیلیون ډالرو په ارزښت عامه شتمني په خصوصي شتمنۍ بدله شوه. دا ټول بدلون د سپاه پاسداران او د بسیج کوپراتیفي موسسو په مرسته او بسپنه رامنځته شو، بسیج په ایران کې یو شمېر مالي شرکتونه لکه ( بنیاد تعاون سپاه او موسسه ملي انصار) لري. دا شرکتونه خلکو ته له سود پرته پورونه ورکوي، دوی ته همداراز د ایران د ونډو په بازار کې د سپاه پاسدارانو د مالي مټو نوم ورکړ شوی دی دوی ځینې وخت د خپل ځواک په مټ د ایراني شرکتونو ونډې په بازار کې پيري. ،په ایران کې دې بدلون داسې انګیرنې رامنځته کړې چې نور د ایران مشرتابه د دولتي سکتور هغه برخه چې خصوصي ته بدله شوه او په ځانګړي ډول دا ډول مالي شرکتونه تر څار او نظارت لاندې نه شي نیولی.
د ایران په اقتصاد د نړیوالې ټولنې تر ټولو وروستي چپاو وروسته د پاسدارانو مالي موسسو د حکومت څخه د ۸ بیلیون ډالرو په بدل کې د مخابراتي شرکتونو څه باندې پنځوس سلنه ونډه وپیرله.د سوداګرۍ دا بهیر څو ځله ټکنی شوی و مګر بالاخره هغه وخت دواړه خواوې پایلې ته سره ورسیدل چې د (پیشګمان خاور یزد) په نوم یوه خصوصي کمپنۍ د دواطلبۍ د بهیر څخه د امنیتي دلایلو له امله وویستل شوه، په دې توګه میدان او ونډه د سپاه پاسدارنو دوه شرکتونو ( توسیع اعتماد مبین او مهر اقتصاد ایران) ته پاته شو د معاملې له مخې پاسداران اړ و چې په دیرشو ورځو کې د حکومت حسابونو ته ۱٫۵ بیلیون ډالر نقدې پیسې نقل کړي، په دې سربېره، سپاه پاسداران باید د شپاړلسو قسطونو په بهیر کې هر شپږ میاشتې وروسته د حکومت حسابونو ته ۴۸۴ میلیون ډالر نقل کړي.ددې ژمنه هیڅوک نشي کولای چې سپاه پاسداران به دا پیسې حکومت ته ورکړي له بلې خوا ددې تمه هم نه کیږي چې د ایران د اسلامي جمهوریت سیاسي پاړکی چې دانقلابي ګارډ د پخوانیو چارواکو څخه جوړ دی، د سپاه پاسدارنو څخه ددې پیسو د انتقال غوښتنه وکړي. دا ټول بهیر دا په ګوته کوي چې څنګه ایرانی اقتصاد د نورو په ګورت پریوزي.
په دې هر څه سربېره سپاه پاسداران اوس د ایران په مذهبي کړیو کې ننوتي دي ـــ دوی په دې موخه د رادیکال ایت الله تقي مصباح یزد ملاتړ ور خپل کړی دی. د ځینو سرچینو په قول: یزد د (حجت دپټې ټولنې) غړی و، دې ډلې په ښکاره ډول په ایران کې د (مهدي) د ظهور نه مخکې په ایران کې د اووښتون او اسلامي حکومت د جوړیدو مخالفت کولو، له دې امله دوی د شاه په دوره کې د څارګرو کړیو سره پوره همکاري کوله. د ایت الله روح الله خومیني د مرګ وروسته یزدان د نوموړي د ایدیالوژۍ د مننونکو په څیر را څرګند شول دوی په دې سربېره، په پاسداراني کړیو کې ځینې چارواکې چې ملاتړ یې وکړي او د خامنه یي ځایناستي شي. یزدانو همداراز د پاسدارانو ځینې سرلاري دې ته وهڅول چې په د ایران په سیاسي بهیر کې بې دریغه ښکېلتیا ولري؛ پاسداران د یزدانو ایدیالوژۍ ته دومره ګروهمن نه ښکاریدل مګر غوښتل یې چې ددوی سره مذهبي اړیکې په ایران کې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز واک د نیولو په موخه د یوې وسیلې په توګه وکاروي.
په تدریجې توګه په ایران کې د سپاه پاسدارانو له خوا د واک تر لاسه کول او حکومت د دیکتاتورۍ په ستنو درول د ایران دفاعي او بهرنۍ پالیسي له وړاندې بدله کړې ده، دا کار به په ایران کې هغه د جرمني د ۱۹۱۸ کال پیښې تکرار کړي. ددې کار پایلې د ایران تر پولو ها خوا د نورې نړۍ لپاره هم ښې نه دي. د ایران دانقلابي ګارډ ځینې چارواکي ولسي حکومت په ځانګړي ډول پخوانی ولسمشر رفسنجاني په دې تورنوي چې د عراق سره د جګړې پر مهال یې د اوریند په منلو سره د ایراني اووښتون موخو ته زیان رسولی دی ـــ د سپاه پاسداران ځینې چارواکو په زغرده ویلي چې د ملي موخو تر لاسه کولو لپاره ستره بیه پرې کړي، ددوی اشاره په ځانګړي ډول په ایران کې د اتومي ظرفیتونو لوړولو ته وي. کومې ستونزې چې د ایران ولسي وګړي د نړیوالې ټولنې د بندیزونو له امله ګالي، پاسداران یې دومره په کیسه کې نه دي.
په دې هر څه سربیره، سپاه پاسداران د اقتصادي بندیزونو اوسنی رژیم په خپله ګټه بولي؛ د بندیزونو په پایله کې د ایران د سوداګریز بهیر څخه بهرنۍ پانګه په چټکۍ سره وځي، سپاه پاسدرانو تر ټولو مهم د تېلو او غازو د بازار څخه د رقابتیانو وتل دي. دا هر څه د سپاه پاسدارانو سره مرسته کوي چې کور دننه ټولې سترې اقتصادي پروژې او د تېلو او غازو ساحې په خپل ګورت کېباسي. د اتومي پروګرام په اړه د سپا پاسدارانو کلک دریځ او اقتصادي بندیزونو اوسمهال ځینې څیرې د ایراني سیاست په ډګر کې خورا کمزورې د کړې دي؛ د بیلګې په ډول پخواني ولسمشران رفسنجاني او خاتمي ته نږدې کړیو ته سخت اقتصادي زیانونه واوښتل؛ د اوسنیو بندیزونو دوام به دا ټول لوبغاړي د اقتصادي ډګره تېښتې ته اړ کوي، په پایله کې به سپاه پاسداران د نور سیاسي نقوذ په موخه ددوی اقتصادي تشه ډکه کړي.
د عراق ـ ایران د جګړې پر مهال د انقلابي ګارډ غړي تازه صحنې ته ننوتي وو، دوی له هغه مهال راهیسې د برم او ویاړ ګټلو په موخه فرصتونو ته لېوال و، مګر تر اوسه پورې ځانونه په سمبولیکي بریاو خړوبوي. په عراق او افغانستان کې ددوی کړنې د نظامي وزمه ایراني حکومت د راتلونکي رول په اړه خورا خطرناک زیګنالونه تیروي.
تر ټولو خطرناک حالت به هغه وي چې د ایراني نظام د چارو واګي سپاه پاسدارانو ته انتقالیږي، دوی کیدای شي چې په پایله کې د مذهبیانو څخه د ټول واک د اخیستلو په موخه بیړنی حالت اعلان کړي.
سپاه پاسداران په دې توانیدلي چې د اوسني نظام په مختلفو برخو کې چارواکي ځای په ځای کړي؛ دوی د مذهبي کړیو ځواک په اوسني رژیم کې یو اړخ ته کړی دی همداراز یې د (زرغون غورځنګ) زور هم اوبه کړی دی له بل پلوه یې د خامنه یې ولسي ملاتړي د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره ډګر ته ښکته کړي دي. دوی به په پایله کې په ې وتوانیږي چې د ایران اوسنی جمهوریت په نظامي دیکتاتورۍ واړوي چې د خامنه یی لپاره به د ملاتړ هیڅ مرجع پاته نشي.