ګل شوم د اغزو لمن كې پريو تم
بخته! د لمبو لمن كې پريوتم
ډېر مې زړه په خيال تصور وخندل
ښه د كړاو لمن كې پريوتم
زغم د پښتنې حيا مجبور كړمه
نن د پښتنو لمن كې پريوتم
ټول عالم شو ګيردي او مونږ خواران
اّه! د شوګيرو لمن كې پريوتم
اوښكې مې تسبح وي تر سهار، سهار
غمه! د سجدو لمن كې پريوتم
دومره خو لا ستړى خياله نه يمه
نه چې د درخو لمن كې پريوتم
ياد د خوږي مينې را تر سترګو شي
خدايه د غمو لمن كې پريوتم
اجمل اټك "يوسفزى"
وروستي