دکوچنيانو دفوکلوريکو سندروجوړښت  ځانګړتيااو اغيز


 
جوړښت:
 
دکوچنيانو دفوکلوريکو سندرو جوله او بڼه نه عام ولسي سندرو ته ورته دي او نه هم بديعي شعرونو سره اړخ لګوي. بلکې ځانته ځانګړی فورم لري، چې په ليکنه کې شمير یې تل ګډوډ وي، خو په ويلو کې د کوچنيانو لخوا همدغه ګډوډه سندره په منظمه اهنګيزه او سندريزه  توګه ويله کيږي، چې د وينګ پر مهال ورته د څپو وزن او انډول هم راپيدا کوي. د کوچنيانو د فوکلوريکو سندرو د څپو شمير ډير زيات نه وي. بلکې يوازې محدودې څپې لري، ځکه کوچنيان دومره سا نه لري، چې اوږدې څپې بدرګه کړي.
دبيلګې په توګه:
اکو بکو، دمبالکو
هوسۍ لاړه په ترپکو
يو ملک و يو سلطان
غيشي ولی په ميدان
دا ميدان مو داسې ښکاري
لکه ستوري د اسمان(۱)
دلته د څپو د شمير ګډوډي او نا سمتوب ښه څرګنديږي. لومړی بیت اته اته څپې لري، خو دویم بیت بيا اوه اوه څپې او دریم بیت بيا بیخي ګډه وډه ده، لومړۍ مسره ېې اته څپې او دويمه يې اوه څپې.
په همدې ډول د کوچنيانو په سندرو کې داسې په لسګونه او که مبالغه نه وي په سلګونه سندرې شته ،چې د جوړښت له پلوه هر بيت ېې مساوي څپې او ان ورکې قافيه او ردیف په بشپړ ډول مراعات شوي دي.خو ستونزه ورکې دا ده،چې د هرې سندرې هر بيت ځانته بيله قافيه او رديف لري، خو دماشومانو لپاره په همدې متنوع شاعرۍ کې ډير خوند پروت دی .
بــارانه مــه وريږه
پاس په کمـره وريږه
دلاندې شـــولې دي
جنکـــــۍ ټولې دي
يوه پکـــې خندانه ده
سل روپۍ ارزانه ده(۲)
دلومړي بيت دواړه مسرې اوه څپيز دي او د(مه او کمره) وروستي خپلواک(ه) يې دقافيې په توګه کارولي دي او رديف يې (وريږه) دی.په دويم بيت کې هره مسره شپږ څپې لري، خو د قافيې کليمې يې ښه ورته والی لري(شولې،ټولې) او د (دي) رديف يې تعقیب کړی دی.په دريم بيت کې لومړۍ مسره اته سيلابه او دويمه مسره اوه سيلابه دي.ولې د قافيې کليمې ډيرې ښې ورکې ځليدلي دي.(خندانه،ارزانه).
ما وړاندې نغوته وکړه،چې دکوچنيانو ټولې سندرې ديوه ځانګړي چوکاټ لاندې نه شي راتلی، ځکه ددغو سندرو هره سندره ځانته بيله بڼه او جوله لري، نو ځکه دغو سندرو ته قالب جوړول ګران چار دی. او دا هیڅ شونې نه  ده چې څوک و وايي دا بڼه د کوچنيانو دفوکلوريکو سندرو بڼه ده.که څه هم په پښتو ولسي ادب کې هره سندره فورم،جوړښت او سکښت لري، خود کوچنيانو فوکلوريکې سندرې له دغه فورم بندۍ څخه ور تيرې دي او په همدغه نا ټاکل شوي فورم کې ډير ښه آهنګ ځای پر ځای شوی دی.
 
 
پلار مې تللی دی درې ته
رابـــه شي غـــــــــرمې ته
ماتــــه بــــه آلــــــو راوړي
الـــــو به ورکــــړم غـــوا ته
غوا به ماته پۍ را کــــړي
پــۍ به ورکــــړم سين ته
سين به ماته ورور راکړي
وه!وروره پــــيداشــــــــــه
پاس په غونډۍ ډزې دي
ګــډې وډې ورځــې دي.(۳)
دکوچنيانو د فوکلوريکو سندرو د جوړښت او تاریخي لرغونتوب په هکله فولکورپوه استاد حببيب الله رفيع وايي چې :« دپښتو لومړنۍ سندرې د ماشومانو او ميندو سندرې دي او ورپسې لنډۍ دي.ويدي سرودونه يوه برخه داسې وه، چې هغه دوه ويشت سيلابه وو، خو شمير ېې نه او ديارلس نه وو، خو مجموعه يې دوه ويشت سيلابه دي،بل يې غاړې دي، چې دهغو زيات وزنونه په اوستا کې شته دي.اوستايي سندرو زياتره په اوه او اتو سيلابونو کې ويل شوي دي. د ماشومانو سندرې او دې ته ورته سندرې شته چې وروسته وزنونه يې په هغو ژبو کې ليدل کيږي.(۴)
 
Competational              په دغو فولکوريکو سندرو کې يو ډول سندريزې مشاعرې هم شته چې مسابقوي
بڼه لري. جوړښت يې لرغونی دی، دزياتو بيتونو سکښت يې څلور جمع اوه سيلابه دي،چې دا سکښت د اوستا د (اشود) ددويم ګلڅ له سکښت سره کټ مټ برابر دی او په دې توګه ددې سندرو سلسله لرغونو اريايي سرودونه ته رسيږي .(۵) خو ځينې سندريزې مشاعرې شته چې دبيتونو د څپو شمير ېې اوه جمع اوه، شپږ جمع شپږ، اته جمع اته او کله کله اته جمع لس هم وي.لکه
ددې ځای او ددې سيچو
چرګه راغله بې بچو
ددې ځای  او ددې ډنډه
تير پروت دی سل برغنډه
ما بيا وموند دسرو زرو چنډه
هوسۍ چې په ګامو شي
وروستۍ پښه يې لنډه
ددې ځای او د کابله
په ډاګ ناسته ده بلبله
ددې ځای او ددې ايسې
مرغۍ ده که ېې نيسې
ددې ځای او ددې ډوګله
پنډه ده دخرو ګله
ته وايه  غنم
خبرې دې منم
ته وايه جوار
خبرې دې په وار(۶)
پورتنۍ مشاعره کې هر بيت ځانته قافيه اختيار کړې ده او هیڅ بيت له نورو بيتونو سره تړاو نه لري، خو ترمنځ ېې خوږ اهنګ او څپو ډير لږ توپير دبيتونو تر منځ مشترک ټکي دي.
 
 
 
 
 
 
 
ځانګړتيا:
دکوچنيانو په سندرو کې پيچلي، مبهم او نا اشنا کلمات نه کارول کيږي، دپرديو ژبو اغيز هم ورکې شته خو ډيرې پکې نه کارول کيږي. داسندرې دخپل چاپيريال دماشومانو د ذوق او اشنا شيانو، طبعيي پيښو لکه باد باران او دې ته ورته نورو شيانو په هکله وي.
 
اوري بارانه ووري
دچرګې لکۍ ښوري
موږک په غونډۍ ناست دی
دمستو غزلې بولي
يا
بارانه او وريږه
په شين کبل وريږه
دشين کبل لاندې
واړه واړه خانان دي
غوښې کچالان دي
 استاد دوست محمد شينواری وايي چې:«د کوچنيانو د فوکلور په لړ کې د دوی خاص دلوبو مراسم او دود خاص ځای لري،حتی د ټولې نړۍ د کوچنيانو لوبې څه نا څه ډرامتيک او اهنګ لرونکې الفاظ لري، چې کوچنيان ېې په لوبو کې استعمالوي.ډير ځله ليدل کيږي چې کومه مانا نه افاده کوي اما وجود ېې ضرور وي. دلوبو په پيل کې دملګرو ويشنه د نورو په مقابل کې يوه پارټۍ جوړول(لنده وچه) اچول او داسې نور يوه خاصه سلسله فکلوري جملې لري، چې دلوبو دنورو اصولو په څير د ماشومانو په نزد منل شوي مقرراتو په څير دهغوي مراعت لازمي  دي».(۷)
د کوچنيانو سندرې په ټوليزه توګه په لوبو کې ويل کيږي، داسې ډيرې لږې سندرې دي،چې پرته له لوبو وويل شي او لوبه ورسره نه وي نو يو ډول حرکات خو هرومرو ورسره وي. خو لکه څنګه چې د کوچنيانو سندرې په هره سيمه او هر ځای کې خپلې بڼې بدلوي، نو د لوبو بڼې يې هم په بيلا بيلو سيمو کې بدليږي.دې لاندنۍ سندرې ته به راشو(اکو بکو) چې د کوچنيانو په منځ کې ډيره مشهوره ده.او دهرې سيمې کوچنی ورباندې پوهيږي ، دغه سندره دوه، درې بڼې لري.دا سندره د کوچنيانو په لوبو کې ويله کيږي او د لوبو بڼې ېې هم په هره سيمه کې فرق لري.
 
اکو بکو دم دړکو
انا راوړې سرې کپۍ
موږک يې وويشت په لکۍ
خواره شې ابۍ
بابو جان دې ليونی کړ
په داتشه څو ټکۍ
اکو بکو سرسيندکو
غوا مې لاړه په ترپکو
اباسين بيالې بيالې
په کې ناسته ده درخانۍ
ددې سندرې بله بڼه ما په تيرو پاڼو کې راوستې ده. داسندرې په جنوب ختیځ ولايت لوګر کې د يوې ځانګړې لوبې په بڼه ويله کيږي. کله چې دپسرلي شپې او ورځې وي،بارانونه اوري ځمکه لنده او خټه ډيره پريمانه وي،نو کوچنيان درې څلور ملګري سره راټوليږي په يوه وچه لمرينه ځمکه کې سره کيني ګرده حلقه جوړوي، بيا خټې راوړي او له دغو لمدو غټو څخه دیګ ته ورته يو ډول لوښي جوړوي، منځ کې يې لاړې ورتو کوي، ښه يې خويوي وروسته دا دیګ ته ورته لوښي ټول ماشومان په لاسونو کې له ځمکې څخه پورته کوي او بيا همدا سندره وايي  خو په دې چې لومړۍ مسره (اکوبکو دم دړکو) يو ماشوم او (انا راوړې سرې کپۍ) بل ماشوم بيا بله وروستۍ مسره وايي په دې ډول هرڅومره چې ماشومان ډير وي نو سندره ژر پای ته رسيږي.کله چې سندره پای ته ورسيږيو نو کوچنيان په يوه وار سره دا خټين دیګونه په ځمکه ولي،که د هرچا دیګ سوری شو نو بل ماشوم به د چونګي په ډول ورته خټه ورکوي. هر هغه ماشوم چې ډيرې خټې وګټي نو هغه دلوبې بريالی پیژندل کيږي. دالوبه کيدای شي په بل ځای کې په بله بڼه ترسره شي.
د کوچنيانو تر منځ دنورو سندريزو لوبو له ډلې يوه بله لوبه هم دلته راوړل غواړم چې کوم ځانګړی نوم نه لري، خو ماشومان پرې خپل وخت تيروي. دا لوبه د دعا بڼه لري.په دې سندره کې انجونې او هلکان سره يو ځای شي يوه ګرده کړۍ جوړه کړي او يو بل ته لاسونه ورکوي چارچاپيره سره تاويږي.داسندره د اوړي په ډير تود موسم کې د باران د اوريدو په موخه ويل کيږي.دبيت لومړۍ مسره هلکان وايي او دويمه مسره(الله آمين) جينکۍ وايي،چې په لاندې ډول ده.
خدايه باران اوکې
الله آمين
خدايه زوی ورکې
الله آمين
خدايه کال اباد کړې
الله آمين
خدايه غنم شنه کې
الله آمين
خدايه ورکې دونه وزې
لکه لښکر لکه نيزې
الله امين
خدايه ورکې دونه غوا
لکه لښکر لکه هوا
الله آمين
دماشومانو سندريزې لوبې زښته زياتې دي او بايد چې د کوچنيانو د فولکوريکو سندرو په څیړنه کې د کوچنيانو په سندريزو لوبو هر اړخيزه څیړنه وشي. د ماشومانو په سندرو کې په زړه پورې برخه کيسۍ (چيستان)دی .کيسۍ د ماشومانو په ذهني وده کې ډيره مرسته کوي. خو په سندرو کې چيستان ډير لږ ليدل کيږي، او په نثر کې بيا ډيرې دي.نو ځکه يې دلته د يوې بيلګې په راوړلو بسنه کوو.

نه تيږه ده نه لوټه-ګرده مرده سوټه
کيږي په پټي کې –پخيږي په بټۍ کې
«ګوړه»
د کوچنيانو په سندرو کې بله ځانګړنه دا ده چې په دې سندرو کې د انګريزانو(پيرنګيانو) ظلمونه،طبعي پيښې، د ولسي ژوند انځور،فولکوريکې کيسې ،د ټولنې ناخوالې او د ځانګړو ورځو يادونه شوې ده.لاندنۍ سندره وګورﺉ چې کوچنيانو انګريزنو ته ورکې ښيرا کړې ده.
 
يا الله شين ېې کې
دشين غوايي پتون يې کې
اوسپنه توده کړې
پيرنګي په جنازه کړې
بچی يې په تخته کړې
دابله سندره چې ډيره لنډه هم ده،خو ورکې د ځانګړي ورځې «اختر» ښه يادونه شوې ده.
 
صبا اختر دی
بختور دی
د ملا کره چورګوړی
خيټور دی                                                      
 
 
يا فوکلوريکې کيسې:
 
زيړې نرۍ وريځې
دا کلا دچا ده
دا دمومن خان ده
په کې ناسته ده ايلۍ
الا شرتګه ډبيلۍ
 
د ولسي ژوند انځور:
مورې نينې پخې کړه
ډيرې خوږې پخې کړه
د لالا ناوې راغله
په سره والګا کې راغله
نجيبې ولې ژاړې
څلور روپۍ مې لاړې
په بام بام پچې
کرمې د اوزې غوڅې
يا
 
زما يوه غوا وه
خټکو بوتله
چې زه زلمی شوم
ورپسې لاړم
دګل پرې شوم
ارې ارې شوم
تروې شوملې شوم
په ديوال توی شوم
خټ خټکی
 
يا دا لاندنۍ دوه سندرې،چې دچرګانو او لويو موټرو په اړه ويل شوي، او  دواړه ېې زمونږ د ژوند اړتياوې دي.
 
آغه ده لارۍ راغله
مور د ليونۍ راغله
په چاينکه کې دوربين
پلار دې ګلبدين
يا
چرګ زما چرګان زما
ګرځي په ډيران زما
اچوي هګۍ راته
بيا کوي قاغ قاغ راته
چرګ زما چرګان زما
ګرځي په ډيران زما
کش، کش، کش
يا
 
هاغه دي اوښان راغله
پورې په دامان راغله
لنډۍ لنډۍ پښې
لکه طوطيان راغلل
داسې  په سلګونه سندرې شته،چې د ولسي ژوند ښکارندويي کوي.د کوچنيانو په سندرو کې داسې کليمې هم راغلي،چې متروکې دي او يا هم هیڅ مانا نه لري او يا داچې له يوې سيمې څخه بلې ته تللي نو دخپلې بڼې په بدلولو سره ېې خپله اصيله مانا هم له لاسه ورکړې ده.لکه
 
 
ايندکه پيندکه
سوڼا غاښې مات کړ
ترړنډه تير تر ډنډه
پيريانو واده جوړ کړ
مشر ېې ګلدين و
مامدين ېې په خره سور کړ
دلته ايندکه پيندکه کومه خاصه مانا نه لري،تابع مهمل دی.(سوڼا،ترنډه) دا هغه کليمې دي، چې دلته هیڅ مانا نه ښندي، خو په سندره کې کارول شوي دي او دې ته ورته نور.
لاندنۍ سندره کې د(سبحاني من يراني) عجيبه اصطلاح ده،څرګنده نه ده،چې دا عربي ده، فارسي ده، که پښتو خو په لاندني سندره کې کارول شوې او سندرې ته ېې يو ډول اهنګ برابر کړی دی.
 
آ د الک مورې
راواچوه دوه نورې
آ د الک پلاره
راواچوه کلداره
کلداره بوتکۍ داره
سبحاني من يراني
زوی هلک خاله و
تر سره غرمه بيده و
سبحاني من يراني
سبحاني من يراني
د کوچنيانو په سندرو کې دشنو سترګو، ګنجي پک ،بيکاري ډيره غندنه شوې ده،چې دې ته مونږ د کوچنيانو طنزيه شاعري هم ويلی شو، خو دبيکاري غندنه او يا دښکلا او ښايست  يادونه يا د لټي غندنه په زړه پوري مطالب دي، چې کيدای شي کوچنيان ورته ملتفت شي او يو ډول دعبرت درس وي و دوی ته،چې په اغيز به ېې وروسته وغږيږم.
 
دشنو سترګو غندنه:
شنې سترګې پټاقو
د کلا پرسر چاقو
تاته چا ويل اوزه واخله
رب دې جنازه واخله
يا
ګنجي وويل ابا
ماته جوړه کړه کلا
چرګان به راخبرشي
ما به کړي تالا
د لټي غندنه:
دګنجي په سر ويښته دي
څلور دي که پنځه دي
چاړه پرې اثر نه کړي
دبياتيو پرې شرنګار دی
پک مې جمه دار دی
دښکلا ستاينه:
لمن لمن مه وهه باران دی
لمن به دې لمده شي
کميس دې د الوان دی
سينه به دې ښکاره شي
 
يا
اوختمه غره ته
دغره ټمبری پورې و
راکوزه شومه لاهور ته
دلاهور جينکۍ شاړې وې
ټيک ېې په اوربل و
کمڅۍ ېې ناکرارې وې
ټيک په ټيکالو سره
اوږۍ دسملکو سره
خدای به مې پاچا کړې
بيا به ځم د درانو سره
دلټۍ غندنه:
 
خواښې مې رنځوره ده
په ګوډي کې مې دوړه ده
ورک شې مير ولي
چلم کې مې دينار دی
نشم دروتلی
دپله په جنګ ايساره يم
څه بده بيماره يم
زه وختم په غره
مچ راننوت په پزه
الله ته مې زارۍ وکړه
چې مچ رانه کا منه
بيا به نه خیژم په ونه
د کوچنيانو دسندرو بله ځانګړنه دا هم ده،چې په دې سندرو کې کوڅه ډب او ناوړه الفاظ ځای شوي دي،چې دلته ېې له راوړلو څخه ډډه کوو.کنه په دې اړوند ډيرې سندرې شته دي.همدارنګه د کوچنيانو په ډيرو سندرو کې ماشومانه هيلې او غوښتنې په ډيرو ښو او رنګينو الفاظو کې څرګنديږي.
 
کاشکې زه کوتره وای
غاړه مې کمره وای
ناسته په دبره وای
پيښې مې دسرو زرو وای
ژوند مې بیخطره وای
يا
کاشکې زه ايلۍ وای
غاړه مې نرۍ وای
ناسته په اګۍ وای
شيرکۍ لالا
يا
کاشکې زه ليلا وای
ناسته په منا وای
سر مې غوړولی وای
کوترې مې را اودلي وای
شيرکی لالا
 
همداراز د ماشومانو سندرې او ترانې ډيرې نورې اروايي او رواني ځانګړنې لري،چې د ماشوم په روح او روان ډير اغيز ښندي.په ټوليزه توګه ويلی شو،چې د ماشومانو سندرې د هغوی په خپله ژبه ويل شوي وي، ډيرې ساده او روانې دي،خوږ اهنګ لري او ډير ځله د ماشومانو له خوا په ګډه ويل کيږي.په داسې سندرو کې د هغه څه په هکله څرګندونې کيږي، چې ماشومان ېې په خپل چاپيريال کې ويني.او ورسره مينه لري،لکه ونې ،اوبه، باران،ستوري،ګلونه،حيوانات، يا هغه ټوکې ټکالې چې ددوی تر منځ مروجې وي.د کوچنيانو ډيرې سندرې د لوبو بڼې لري.
 
اغيز:
دا خو جوته خبره ده، چې دنن ورځې ماشوم دصبا ورځې مشر دی. دا چې دده مشرتوب به څومره ښه او با شخصيته وي، دا دده په کورنۍ، ټولنې او چاپيريال پورې اړه لري.که چيرې هر ماشوم ته پاملرنه وشي، پرته له شکه دا ماشوم په راتلونکي کې برخليک ټاکونکی شخصيت جوړيدای شي. دا ماشوم د هغه نيلګي حیثت لري ، چې صبا ته به هرومرو ثمر ورکوي. په نورو ټولنو کې د کوچنيانو لپاره  په   هره برخه کې هر ډول کارونه ترسره کيږي.دوی ته بيلا بيلې پنځونې کيږي، تفریحي شونتياوې ،کتابونه، شعرونه، ټوکې ټکالې او داسې نور مواد ورته چمتو کيږی، څو کوچنی ښه وروزل شي. خو له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې دا دود ډير کمزوری دی او د ليکوالو ډيره پاملرنه دې موضو ته نه ده متوجه. که څه هم له نيکه مرغه اوس هڅې روانې دي. زمونږ ګران ليکوال کوچنيانو په رزوزنه  او پالنه کې کولی شي د خپلو موادو په چمتو کولو کې دماشومانو له همدغو سندرو څخه ګټه واخلي، ځکه داسندرې کوچنيانو په خپلو نرمو او پستو ژبو پنځولي دي او همدا ماشومانه سندرې ددوی ځانګړې ژبه ده.
د کوچنيانو د فولکوريکو سندرو د اغيز په هکله دوست شينواری وايي:بديعي او خواږه الفاظ، شاعرانه او سندريزې جملې او اهنګ لرونکي خواږه عبارتونه زمونږ د ماشومانو په روحي او جسمي وده کې ډير ښه اغيز کوي. دا اهنګ لرونکې عبارتونه په ساده او روانه ژبه ، تفریحي وړې وړې کيسې د خوب راوړلو سندريز غږونه ماشومان خوښ ساتي، اراموي ېې او تر هغه وخته ېې د ډيرو ښو خاطرو ذخيره وي، چې دلومړي ځل لپاره له کتابه استفاده کوي.دی وايي : دماشومانو طفلانه روحيه دغو خوږو الفاظو اوسندريزو جملو  ته دومره  ضرورت لري، لکه بدن چې په خپله وده کې صحي غذا ته اړ دی.(۸)
د کوچنيانو سندرې د کوچنيانو ذهن روزي، ټولنيز مطالب ور زده کوي، دوی له خپل عيني ټولنيز ژوند او چاپيريال سره اشنا کوي.د کوچنيانو په سندرو کې ډيره په زړه پورې او مالوماتي برخه کيسۍ او د وړو مشاعرې دي، چې ډيره مالوماتي جنبه لري او د کوچني سويه ښکاره کوي. د هر ماشوم چې ښې کيسۍ او ښه ځوابونه زده وي ښه تبارز کوي، دلوړتيا او غرور احساس کوي.په دې توګه دا ډول سندرې دماشوم د روحي روزنې  په برخه کې بايد يوه غوره لاروګڼو.(۹)
د ارواپوهانو له نظره انسانان دوه ډوله بلوغ لري،جسمي او دهني. دوی وايي:ډير داسې پيښيږي چې يو ماشوم تر جسمي بلوغه وړاندې د ذهني بلوغ مرحلې ته ورسيږي.(۱۰)خو ستونزه داده،چې په وروسته پاتې ټولنو کې د ماشومانو تر منځ دا ډول درک لګول ګرانه خبره ده.په دې توګه که چيرې وليدل شي، چې يو کوچنی يوه سندره پنځوي نو مونږ کولی شو،چې په هغه کې د ‌ذهني بلوغ نښې نښانې تجربه کړو او دغه سندرې تر يوه بريده د کوچنيانو د ذهني بلوغ په وده کې ستره مرسته کوي.
سندرې داښیګڼه لري،چې ژر حافظې ته سپارل کيږي او ماشومان تر څو ځله تکرار وروسته يوه سندره له ياده زده کړي او هغه ځکه چې په ترانو او شعرونو کې کليمات ټاکل شوي ځايونه لري او د ترانې د وزن له مخې بايد هره کليمه په خپل خپل ځای کې وکارول شي او کله چې ماشومان ترانې له ياده زده کړي دهغو له حافطې سره مرسته کوي، چې وده وکړي او په راتلونکي کې ډير څه زده او حفظ کړي.(۱۱)
ترانې او سندرې د ماشومانو ذهن له وزن، آهنګ او موسیقۍ سره هم اشنا کوي او د لومړي ځل لپاره يو ماشوم دا زده کوي، چې څنګه له موزونو جملو او بيتونو څخه خوند واخلي او څرنګه چې موزونه وينا او سندرې د انسان روح ته ارامتيا وربخښي، کولی شي ماشوم هم ارامه وساتي. زياتره ميندې کله چې غواړي خپل کوچنی ماشوم ويده کړي، هغه له الو الو الو تر څنګ خوږې سندرې هم وايي، چې د ماشومانو ذهن ته ځانګړی خوند او ارامتيا ورکوي.ترانې او سندرې ماشومان  د چاپيريال له نويو څيزونو سره اشنا کوي او کولی شي هغوي د ناوړه کليماتو،ښکنځلو او بدورد ويلو له زده کولو څخه وژغوري. دژبپوهنې له نطره د کليماتو سم ادا کول،دترکيبونو ويش او پیژندل او دجملو تړل تر هر څه مخکې د ماشومانو د ترانو او سندرو له لارې ښه زده کيږی. ځينې هوښيار او ذهين ماشومان که د ترانو  او سندروجوړښت ته ځير شي، کولی شي په خپله يو شمير داسې سندرې او ترانې جوړې کړي، چې داهم د ماشومانو د ادبياتو په بډاينه کې مرسته کولی شي.ترانې زده کول او په لوبو کې د هغو ويل ماشوم سالمو لوبو ، بوختياوو او ورزش ته هڅوي.(۱۲)
ارواپوهنه دانسانانو د خوښۍ راز په سالم مصروفيت کې ګڼي.مصروف انسانان له بيکاره کسانو څخه ډير ارامه، خوښ او خوشاله وي.په همدې ډول سالم مصروفيت د کوچني په روزنه کې ستر اغيز کوي او د کوچني شخصيت ته ډيره ګټه رسوي.که چيرې يوه ماشوم ته کورنۍ ېې په کور کې يا له کوره بهر دلوبو او بوختيا شونتيا نه وي برابره کړې، نو ديوې بلې لارې نه کار واخلي څو خپل ماشوم د څوشيبو لپاره مصروف وساتي. دبيلګې په توګه   که ماشوم په کور کې يوازې وي او ملګري دوستان ونه لري، په بهر کې هم داسې ماشوم نه وي چې دده له خوی سره توافق ولري، نو کورنۍ ته ېې په کار ده چې خپل ماشوم ته د مثال په توګه دا دنده وسپاري، چې په ورځ کې يو ځل د هويلۍ ګلانو او بوټو ته اوبه ورکړي.يا دې ته ورته ځينې نورې چارې. پښتانه خو له نيکه مرغه د خپلو کوچنيانو لپاره ښه سندريز بنډارونه او لوبې لري. دا ډول لوبې همدا د کوچنيانو فولکوريکې سندرې دي، چې کولی شي د کوچنيانو په روحي ، جسمي ،اخلاقي او اجتماعي شخصيت باندې ژوره اغيزه وښندي.په کار ده، چې د کوچنيانو دغه سندرې او لوبې چې دا مهال ېې دود له ورکيدو سره مخامخ دی.بيرته فعال شي او نوره هم وده وکړي. څو کوچنيان ددغو پاتو سندرو سربيره نوې سندرې او نوې ولسي لوبې راوپنځوي يو خو به دا سالم دود بيرته راژوندی شي، بله دا چې زمونږ د کوچنيانو په ادبياتو کې به د فکلور برخه ډيره بډايه شي او دويم دا چې   مونږ به برته له ډيرو امکاناتو نه  دخپل ولسي شتمنی (فولکور) له لارې ټولنې ته سالم او تکړه ماشومان ور ډالۍ کړو او همدا ماشومان به د سبا ورځې با شخصيته څيرې او څټې وي.
 
پای
 
سرچينې
1.     حبيب زوی، عبدالرحمان، نری نری باران دی،دانش خپرندويه ټولنه،تخنيکي څانګه، ۱۳۸۴،قوس، ۴۲مخ
2.     پورتنی اثر،۶مخ.
3.     پورتنی اثر،۱مخ
4.     hhtp// www.bbc.co.uk/pashto/News/story/2009/02/ printable/090225-hf-pashto-L andai.shtml.
5.     خاورې،غوټۍ، دپښتو شفاهي ادبيات شکل او مضمون،دافغانستان دعلومو اکاډمۍ دژبو او ادبياتو مرکز، دولتي مطبعه،۱۳۶۶، ۴۰مخ.
6.     حبيب زوی، عبدالرحمان، نری نری باران دی، ۲۹مخ.
7.     شينواری ،دوست محمد دوست، دپښتو ولسي ادب لارې،دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۵،پيښور، ۱۴۰مخ
8.     پورتنی اثر،۱۴۰مخ.
9.     بهاند، آصف، دکوچنيانو ادبيات، چاپکال ۱۳۶۶، دولتي مطبعه، دافغانستان د چاپ او خپرونو دولتي کومیټه، ۲۷مخ.
10. بلوچ، بصير، مشاوره و  رهنمايي پيرامون پرورش سالم کودک، ناشر صبح بخير افغانستان،۱۳۸۴خورشيدي، چاپ بنګاه انتشارت ميوند،۱۰-۹مخ.
11. ليوال، عبدالغفور، دماشومانو لپاره کيسې او بوختياوې ، داريک ګرځنده کتابونو اداره، ۱۳۸۱، احمد پرنټينګ پريس، ۲۷مخ.
12. پورتنی اثر،۲۷مخ.
 
 
 
يادونه: ددې ليکنې ټولې سندرې د کوچنيانو د فولکوريکو سندرې له ټولګې (نری نری باران دی) څخه                                  راوړل شوي دي، ځکه ټولو سندرو ته له ريفرينس ورکولو څخه ډ‌ډه شوې ده.