عشق؛ ژوندی نړۍ لید

«تاسو یاستئ؛ ځکه چې خدای در سره مینه کوي!»

پېلوم یې په دریو ټکو (...)؛ ځکه عشق د وېلو نه دی. عشق کېږي. عشق په کولو پېدا کېږي. بل ته د عشق په ورکولو زیاتېږي؛ همدا د عشق د قانون لویوالی او لومړیوالی ښیي.
عشق د عرفان موضوع، د نویو باورونو او معنوي نړۍ لیدونو د را زېږدلو او غوړېدلو هغه لارې او ګودرونه دي، چې ژوند ورته کولای شو.
عشق د ټولې پنځونې غږ او کلمه ده. شاعر او پنځګر په عشق سره د غږ او رڼا جاله بان کېږي. بې له عشقه هېڅ نشته. عشق د زمان، مکان، مادې او انرژۍ له قوانینو آزاد دی؛ ځکه خدای لوی مینه ګر او ټوله مینه دی. «هغه شېبه را رسېږي، چې د خدای لاروی په ځان کې دننه هغه لمبه ومومي، چې ورو یې سوځي او په ځنډ خاموشېږي، هماغه لمبه د خدای د مینې اور دی.»
عشق خدای پېل کړی
له هغې شېبې، چې پلرو او میندو د پېغلتوب او ځوانۍ زور په یو بل کې تشاوه او اوبه کاوه؛
له هغې هیسې راهیسې، چې د هغوی د مینې کړس او پړس یوه څېره، یو نوم، یو هلک یا نجلۍ ځمکې ته راوېسته؛
له هغې راهیسې او ورمخکې، چې ماشومان په ځوانو څېرو او مستیو کې د یو بل زړه ته ور ننوتل او سپوږمۍ یې او ستوري یې د زړه له درزا، د واقعیت دنیا ته راوتل؛
او:له هغې مخکې، چې ذهن «زه»، «ته»، «هغه» سره ووېشل او اور او اوبه، خاوره او باد برخه برخه شول؛...یوازې عشق په «شتون» درلود او اوس هم شتون لري. عشق بډای، وړیا، بې نیازه، یوازې، نه مونث، نه مذکر؛ بلکه خنثی سلطان دی. ځکه نو«ډېر پورته پورته مه ګوئ، ځکه چې څه شی به ونه وینئ! ډېری وخت د خدای مینه دومره راسره نېږدې او لاندې ټیټه وي، چې د هېچا پام نه ور اوړي؛ په دې دلیل د خدای مینه موندونکي وګړي ډېر لږ دي.»
په عشق کې ويره نشته
بې له مینې، بې له عشقه ژوند نشته، شرنګ او ترنګ نشته، او هغه نشته. هغه عشق دی. پرته له عشقه هېڅ نشته.
څه ښه وایي:«الهي عشق ستاسو دننه در څیري، او هرڅه دباندې راباسي او پر ځای یې غوره څیزونه ږدي.» له ما چې ماده، کلی، ټبر...له ما چې نوم او شهرت، د ما چې وازدې او غوښې، د ما چې کنسرو شوي او پاستوریزه فکرونه-باورونه ووېستل شي، او بې زمانه، بې مکانه، بې مرګه تازه، سوچه خدایي جنس-عشق- یې ځای ونیسي؛ څومره به ژوند آسانه شي. څومره به جهان او جهانیان، رنګونه او نژادونه، قومونه او مذهبونه...آسانه شي. خو دا چاره زړه غواړي-د مینې زړه-«یوازې عشق دی، چې ویره شړی او له منځه وړي» هارولد کلمپ
عشق یوازیني رښتیا دي. موږ په عشق کې اوسو. عشق خوراک او څښاک دی. عشق لیدل کتل دي. عشق ټول ښه غږونه، آوازونه دي. عشق د هستۍ ټوله نڅاه ده. عشق زما کور، زما هېواد، زما کیهان، زما آسمان، زما ځان، زما «خپل» دی. د هنر او لیک زور یوازی عشق دی. بې عشقه لیک-ډبرلیک- دی. بې عشقه هنر وچ، کرخته، مرګنی بت دی.
دا ټول عشق دی، چې د ژوند نڅاه یې په وچه ځمکه خوشې کړی. هستي د عشق لویه ننداره ده. دومره بې شمېره څېرې، شناختپاڼې، نومونه، قومونه، رنګونه او ...ټول د عشق ننداره ده.
«دوه اعلا قوانین:
۱) خدای عشق دی. ۲) او روح شته؛ ځکه چې خدای پرې عاشق دی.» هارولد کلمپ
که پر دغو قوانینو؛ په تېره لومړي هغه یې عمل وشي، د ریچارد میبري لخوا دوه په ډاګه شوي قوانین، چې لومړنی یې پر خپلو ژمنو عمل کول او دویم یې د بل په شخصي او مالي حریم تیری نه کول دي، په لومړي ځل د بشر په ژوند کې پلي کېږي.
ژوند د عشق استازی دی، غږېږي، بهېږي او سړی خدای او آسمان ته خېژوي.
هستي، د عشق کرونده ده. وګړي، ګلان، الوتونکي، کبان، سیندونه، څاڅکي، آسماني ډبرې، غرونه، مرجانونه، ستوري...د یوې عاشقانه سمفوني فزیکي انعکاسات دي. «الهي مینه هغه څه ده، چې ټول په کې شریک دي. هغوی چې لوړ عقلاني ظرفیت نلري، په پوره اسانه له خدای تعالی، همنوعانو، او کورنیو حیواناتو سره مینه کوي.
ولې؟ ځکه چې هغوی د ذهن د ماشین دروند بار ځان سره نه لېږدوي.»
زړه د ذهن ارباب
زه له ځان سره مخ یم! هنداره ما نیولې، هغه ما لېرې کړی او شړلی! د یوازیتوب سره لمرینه او سپینه واورینه څیله ما جوړه کړې. د عشق بهانده مینه ما ډپ کړې؛ ما نیولی. زه یو بلوسګر ذهن یم.
ذهن لومړنی ښامار دی. ذهن د مینې وینې وچې او ډلبندي شوې، پاستوریزه له صنعتي کوتیو څخه څښي او پاتې یې هم دا چې حواسو په خپل مادي او ذهني اعتیاد کې، د مینې سپین اور زما په زړه کې منتر کړی.
«تاسو باید د خپل ذهن ارباب واوسئ، آیا ستاسو په وجود کې داسې برخه شته، چې د ذهن ارباب باید واوسي؟ هو، زړه مو.»
د تخلیق سپوږمکۍ په زړه کې ویده ده. دا به په مینه راویښو. نو «تر ټولو ښه کار چې کولای شو تر سره یې کړو، مینه کول دي. ځکه چې خدای له ازله پر موږ عاشق و.»
هغه عشق دی او هستي په خپل بېپرې عشق کې راوړي. دا شاوخوا د ځمکې وچه ماشیني او ماشین شوې کرونده، په مترمربع او اوزانو کې قاب شوي غرونه، رودونه، د نژادونو، قومونو، مذهبونو او باورونو ماشیني او ماشین شوې کتیبې او سرې کرښې، ټولې د عشق پر مخ پراته د انساني ذهن پلونه دي...ځکه نو وایي:«عشق مطلق دی. عشق د باور له لارې ځان نه څرګندوي؛ بلکې د عمل له لارې را څرګندېږي»
«تاسو باید له «ځان» سره مخ شئ»
لوی تبتي استاد ربازار تارز خپل مرید ته وایي: «ګمان کوم خدای لکه هنداره داسې دی. زه هغه ته د هندارې خطاب کوم. او هرڅه یې چې په مخکې وي، هغه منعکسوي.»
دغه زه د «ځان» تړلو غل سړی یم. مینه داسې بې زړه پاتې شوه.
زما فکرونه، آرمانونه، هیلې، غوښتنې، نومونه، هویتونه، شهرتونه، قدرتونه...دغه ټول له مینې زما د تېښتې جوتې نښې دي.
دا هندسي خوندونه، عطرونه، ښکلاوې، عاطفي اخ او ډب ټول د صنعتي تمدن عددي او وزني زیاتېدنه ده. د «زه» تخت او تاج همدغو جوړ کړی. ما خدای سره مینه هېره کړې، ځکه نه منم چې نور دې هم پخپله طریقه له خدای سره مینه وکړي. زه یو جګړن ذهن یم او باورونه هم قهار ذهن او حافظې را زده کړي؛ دا ټول ذهني عادتونه دي.
وګړی د مینې په لمبو کې
زه د مینې ولاړ اور یم. زه دغه مالکانه وچه مینه، کاغذ کې، دیوان کې، شعر او کیسه کې ځېلوم که راته د نوبل جاېزه شي!
زه شهرت او قدرت وژلی یم. ځکه مینه را په کې وچه ولاړه ده. ځکه شعر هم وچ شوی. ځکه هنر کاغذي کاردستۍ د بازار ورځې ته راوښکلي او د اقتصاد په علم کې تاو را تاو شوی ذهن ماته مډالونه، انعامونه، لقبونه، ستاینپاڼې ګردچاپېره را قطار کړي، اوس زه ځان وینم، «هغه» مې همدا دی!!!
ما د هغه ځای نیولی. بتپرستي به تر دې هم زیاته شي!؟ باید هنداره شم. هنداره کېدل مې سرنوشت دی.
اه، یوه آسانه خبره مې اورېدلې: وایي، مرید چې نه لیدلي اور سره لمبه کړی و، خپل استاذ وپوښته، چې اخر زه ولې؟؟؟
استاذ زرګر ته واستاوه. هغه ورځې ورځې د زرګر د کار هنر ته څار وه. او زرګر زر اېشول.
ویې وېل: دومره اور؛ دوره سوځول ولې؟؟؟
ځواب یې و: زر باید خالص شي!
وېل یې: خالصېدل یې څنګه دي؟
ځواب دا و: چې زر باید دومره راڼه شي، چې زما بڼه او څېره په کې ښه پوره وځلېږي!
مرید له دې پوهې سره ستون شو، چې خدای تعالی مو تر هغو د خپل خالص عشق په سپین اور کې سوزوي، چې ځان را په کې وویني.

عشق ټوله کلمه!
بل لیک نشته. بل غږ او بله کلمه نشته. ټوله پنځونه د عشق یوه کلمه ده. دغه کلمه د ټول شتوالي ټوله زمانه ده.
«عشق ترلاسه کولو لپاره باید هرځای، او هرمهال چې کولای شې، هرڅه او هرچا ته مینه ورکړې. د عشق قانون همدا دی.»
عشق، هغه دی. زه عشق راوړی یم. عشق مې ساه، عشق مې وزرې، عشق مې لاره؛ لاره هغه ته ورغلې.
عشق مې تخلیق دی. تخلیق مې خپل سرنوشت ته بیایي. د پنځګر سرنوشت همدا دی.
اه، کاشکي تر دې ښکلې کلمې مې لرلای!!! نه وېل کېږي؛ عشق نه وېل کېږي.
«غږ او رڼا د عشق متعال شکل»
اه، ژوند ټول هغه ته ورګرځېدل دي؛ همدا یې مینه او مینه کول دي. هغه لوی عشق دی. خپله عشق دی. عشق پنځوي. عشق لېږي، را لېږي. ټول سرنوشت عشق دی او عشق؛ عشق ته ور په لاره دی. عشق نشي نیولای، نشې یې غلا کولای، عشق اخر نه لري، د وګړی-انسان- عشق چې هر څومره لوی او هډور شي، بیا هم عشق بل ګام دی؛ داسې تر ابده!
عشق بې سرحده غوړېدل، عشقانه اوسېدل دي. دا یوازې عشق دی چې اوسي.«هغه څه چې موږ هڅه کوو، ترسره یې کړو، د الهي عشق په وړاندې د خپل زړه پرانستل دي. ترڅو چې د خدای لپاره وسیله واوسو او هغه ته خدمت پېل کړو»
خدای او عشق یو دی
عشق کې بل څه نشته، هغه حتا ځان نه لري، تن او بدن نه لري، سترګې او خوله نه لري، غوږونه او لاسونه نه لري، پښې او ارزوګانې نه لري، ځکه عشق تل له یوه یوه سره پاتې کېږي.یو خدای را سره دی؛ یو عشق را سره دی. او خدای یو دی؛ نومونه به ډېر شي؛ خو ټول د یوه دي او یو بیا خدای دی.
څنګه یې کوئ، هره خوا چې والوزئ، خدای دی او خدایي قلمرو چې د عشق سپینه موسیقي یې څټ ته څپې وهي.
د عشق د ژوندي استاذ خبره ده: «هغه وخت چې خپل درسونه زده کړئ، او د علت او معلول قانون درک کړئ، بیا نو په الهي مینه کې فارغ التحصیل شوي یاست. ستاسو ژوند د سترګو په یوه رپ سره له هر بل وخته لا شمتن کېږي؛ ځکه چې د پرګنو د اګاهۍ له سطحې د خدای معنوي اګاهۍ سطحې او الهي عشق ته مو حرکت کړی دی.»
بې مینې دروغ دي. بې مینې نشته. بې مینې نشي اوسېدلای. ټول شتوالی او ټول ژوند عشق دی؛ هغه دی؛ او بیا هم عشق دی؛ ځکه پرته له هغه هېڅوک نشته. دا مهال دی، چې «د خدای عشق وګړی داسې سخت او له درده ډک سوزوي، چې احساس مو وایي، نور د ژوند د تحمل وس نه لرم!!!»
نه، مینه نه زده کېږي، نه وېل کېږي، نه د چا او څه شي ځای نیسي؛ ځکه بې له مینې هېڅ نشته. «که غواړئ یو شی ښه پاېله ولري، او ثمر ته ورسېږي، باید د عشق تومنه ورګډه کړئ».
یوازینی فرمان:
مینه درسره کوم؛ ځکه ته شته یې!
همدا ټول تخلیق دی، ټول شعر دی او ټول هنر دی. بې عشقي بې هنري ده. چې عاشق نه وم؛ شاعر هم نه یم. چې عشق مې ژوند، خوراک او څښاک نه وي؛ نو څه به وي؟؟ تشه څوک نه خوري! دا ټول عشق دی، چې را په کې کښته پورته کېږي. زما د هویت ټولې ښې برخې هغه غمي او مرجانونه دي، چې ما د عشق له سمندره، دغې د بدن وچې ته را وېستلي.
تر ټولو غوره ډالۍ د مینې له مخې ورکړه ده. د هغه غمځپلي او بدنصیبه وګړي سترګو ته وګورئ، چې روح یې ددغو فریکي سترګو څټ ته منتظر ولاړ دي. «که وس پېدا کړې، او عشق په ټول تمامیت سره ووینې، په هرڅه به پوه شې.»
«زه» د عشق تړلې دروازه!
د عشق دروازې له دننه خلاصې کړئ! عشق خپله یاست. عاشق واوسئ، پرته له دې بل رنګ اوسېدل ناشوني دي.
پرته له عشقه نه کار شته، نه حرکت او نه ژوند کولو لپاره تګلاره. عاشقانه ژوند کول، عاشقانه اوسېدل، عاشقانه خبرې، عاشقانه لیده کاته، عاشقانه غږونه او اوازونه آورېدل، دا ټول خدای او د هغه عشق راوړي، هستۍ سره همکارېدل او هغه ته خدمت کول دي. خدای خپل عاشق همکار غواړي. د انساني او خدایي مینې سره پوله همدا ده. خدای مینه کوي. نه قید ږدي او نه شرط؛ فقط عشق کوي.
انسان مینه غواړي. مینه ځانته کشوي، مینه ځان پورې تړي، مینه په خوله، په شونډو، په لاسونو په سترګو په غوږونو کشوي، زبیښي...وژني؛ خو مینه له حرکت، له مقدار، له ټاټوبي، له لاسو پښو، حواسو تشه ده. مینه بې مرګه ده. مرګ د مادې سرنوشت دی. او مینه د ژوند پنځګره!
انساني اګاهي هماغه په پښو منډې وهل، په لاسونو رانیول، په سترګو، غوږوو او ذهن کې د مینې تړل او په شونډو غاښو یې زبېښل دي؛
خو خدایي مینه ورکړه ده. خدای یو یو وګړی، یو یو روح وړیا پېدا کوي، وړیا او آزاد یې خوشې کوي. او د پښو او لاسو او حسواسو دومره ویجاړولو ته د مینې نغمه غږوي.
له هغه دا یو غږ جاري دی: زه مینه او مینه ګر یم. زه مینه ورکوم. مینه مې تر ټول مادي- زمانی حرکت وړاندې ځغلي، ځکه مینه مې د هرڅه پېل او پای دی. پرته له مینې زما په هستۍ کې هېڅ نه ځاېږي.
مینه یوازینی تخلیق دی. مینه ټول تخلیق دی؛ ځکه بې مینې هېڅ شی نشته. هېڅوک نشته. یوازې خدای شته. مینه په خدای کې ده. که خدای لرې؛ نو مینه کوه، مینه ورکوه، مینه داسې زیاتوه، ته او هر وګړی ټول په مینه کې یاست.
د مینې سلطنت
تر ټولو اعلا او ستر قوانین: خدای عاشق دی. روح شته ځکه خدای ورباندې میېن دی.
«د عشق په لار کې لومړنی ګام له ځان سره مینه کول دي.»، ژوند د ګامونو مجموعه ده.
انساني عشق، هغه چې له نفسه غږېږي.
الهي عشق-بې قیده او شرطه عشق- هغه چې هېڅ پاداش او مزد نه غواړي.
نو هره شپه، او هره دعا کې له خدایه وغواړه: خپله مینه ماته راوښیه، خپله مینه را زده کړه!
ځان د عشق په رودخانه کې ووینځل، د ذهن ټول ښاماران او دوزخونه اوبو وړي. ددې سمندر نقلیه واسطه درونی غږ دی.
تاسو یاستئ؛ ځکه خدای په ټولو عاشق دی.
د کلمو بېسوادۍ څه ګوډ ګوډ را وړغړولم!!! بس دی. عشق په وېلو وچېږي.
عشق باید وشي. د «فرد» شتون او خپلواکي همدا ده: نه پوهېږم؛ خپله تجربه دا راته وایي.
برکت یوسئ
وفا سمندر