
لیکوال: ریمر ټیراډو(Raymmar Tirado)
ژ: روکیان
ستا په فکر د نوو شیانو زده کول یا ډیر سخت او یا هم ناممکن دي!
له خپلې دندې دې بد راځي خو د نوې موندلو هڅه هم نه کوې ځکه ته له دې ډاریږې چې رد به شې؛ څوک به دې ونه مني! کاري مرکه به دې بې پایلې پای ته ورسیږي!
زه ستا سرچپه هڅه کوم چې له ماتې سره مخامخ شم؛ له نوو ننګونو سره ځان بلدوم خو ته...
څومره چې ناکامیږم، هومره زده کوم او خپل ځان عیاروم خو ته بیا داسې نه کوې! زه اوسپنه یم چې آهنګر مې اور ته ورکوي؛ په څټکونو یې وهي ترڅو ښکلې، ځلالرونکې او پړقیدونکې توره ترې جوړه کړي!
ستا بله ستونزه په ښو کالیو، ښو خوراکونو او څښاکونو پیسې لګول دي خو زه دغه پیسې په ځان لګوم! دا چې ته هڅه کوې چې د نورو سره ځان برابر کړې، زه ستا برعکس په دې لټه کې یم چې نور زما په څير شي!
تا د آزموینو لپاره درسونه ولوستل خو زه په تا پسې نه لاړم!
زیرکتیا هغه نه ده چې تا زده کړې بلکې هغه څه ده چې ته یې ژوند کوې!
کیدای شي له ما سره به د پوهنتون ډګري نه وي خو زه تا ننګوم او درته وایم چې ته نر شه داسې مضمون ومومه چې زه پرې خبرې ونه کړای شم!
ستا ستونزه دا ده چې د هر کتاب د نه لوستلو لپاره دلایل لټوې: تاریخ احمق دی او فلسفه بېعقله!
د لوستلو پرځای هڅه کوې چیرې ګیم ترسره کړې او یا هم چیرې تلویزون ته کینې او کومه د مؤقتي خوند څخه ډکه ډرامه وګورې!
ته به آس تر اوبو ورسولی شی خو اوبه پرې ونشې څښلی!
ستا ستونزه دا ده چې ما ته د "جامع الکمالات" خطاب وکړې خو هیڅکله ځان "جامع الهیڅ" نه مخاطبوې!
هغه مهال چې ته له خلکو سره د چټیاتو په غږولو بوخت وې، زه ویبپاڼې ډیزاینوم؛ د موبایلونو لپاره نوي، نوي اپلیکشنونه جوړوم ...
ستا ستونزه دا ده چې د پوښتنو کولو په چل نه پوهیږې؛ په دې نه پوهیږې چې له وقاره ډکې پوښتنې څومره ستر مقام لري او څومره ستر ځای نیسي!
- See more at: http://rokyan.com/You-Cant-Promote-Pashto#sthash.RAvjAruB.dpuf