د  افغانستان ملي  ګوند  دريمې  کنګري  خپل کار بشپړ کړ  !

په  دې  وروستيو  ورځو  کې  د   ا ، م ، ګ  کنګره  جوړه  شوه  .په  کنګره  کې  د افغانستان  په  سياسي ، اقتصادي  او  پوځې  وضعې ، د  هېواد  جمهوري  رياست  او  پارلمان  ته  د  ټاکنو اوپه  ګوند  کې  د يو  لړ  تشکېلاتي مسالو  په  هکله  دقېق  او  ژور  بحث  وشو  او  په  پاييله کې  يو  شمېر  مهم  تصمېمونه  ونېول  شول  .
د ګوندي کنګري  ګډون  کوونکو  د  هېواد  سياسي ، پوځي  وضعه  د  انديښنې  وړ  وارزوله او  په  اقتصادي  او  ټولنېز  لحاظ  يې  افغانستان  د  سترو  چلنجونو سره  مخامخ  و  باله  . د دې  ټولو  پېښو  شوو  ستونزو  اساسي  علتونه  يې  په  دولتي  اداره  کې  د  سرساموونکې فساد  شتوالی  ، د کورنېو او بهرنې  څرګندو کړيو  له  خوا  بنسټپالني  ته  وده  ورکول  ، د ګاونډيو هېوادو  او  يو  لړ معلوم الحاله  نړيوالوکړيو لاسوهنه  ، د مخدره موادو  بېدريغه زياتېدل  ،  د اقتصادي  او  ټولنېزو  ښېګڼو  د  پلانونو  نه  عملي  کېدل ، د نړيوالي  ټولني  له  خوا  د هېواد  د اوسني  بهېر د  بر يالي  کولو  په‏  وړاندې  بې اعتنايي  کېدل  ،  په  پوځي  برخه  کې  د  عملياتو  په  ترځ کې  ملکي وګړو  ته  بې  ځايه  مرګ او  مېر رسول  او  نور په  ګوته  کړل  .
د ا ، م ، ګ کنګري  دګوندي  سازمانونو او  ګوندي  غړو  په  وړاندي  ، د موجود  کړکېچن  حالت  د  را  مېنځته  کوونکو  ،  د کورنېو  او  نړيوالو عاملينو  د  افشاکولو او  د  قانون  منګولو  ته  د هغوي  د  سپارلو لپاره  د  جدو جهد جاري  ساتلو  دندي  کېښودلي  .
کنګري  د  ا ، م ، ګ  مرکزي  شورا  او  اجراييه شورا ته  دنده  و سپارله  چې  د کنګري  له  خوا  دټاکلو  سپارښتونو سره  سم  د جمهوري رياست  او  پارلمان  لپاره  د  ټاکنو  مسالي  د افغانستان د  ملي  دموکرات جبهي  سره  د  مشورو  وروسته  نهايې کړي  او د  هغې  اجرا  ته  دې ګوندي  سازمانونه  وګماري  .
کنګري  په  تشکېلاتي  برخه  کې  د ګوند نوي  مرکزي شورا د يوشپېتو تنو  په  ترکېب  د رايو  په  اکثريت  وټاکله  . رايې اچونې په  پټه توګه ترسره  شوي  .  د مرکزي شورا په  لمړۍ غونډه  کې  په  داسې  حال کې  چې  د  ملي ګوند د مرکزي شورا پخوانۍ ريس  محترم  عبدالرشېد  ارين  ددندي  څخه  په  خپله  خوښه ګوښه  شو محترم  عبدالحی  مالک  چې  لوړي زده کړي  يې  د  کابل  پوهنتون  کې  کړي  او  د  يو  ځوان  په  صفت  د  سياسي  کار  اوږده  او  پخه تجربه  لري  د  رايو  په  غټ  اکثريت  د ملي ګوند د مرکزي شورا  د  ريس  په  توګه  و ټاکل شو. مرکزي شورا محترم  عبدالرشېد ارين  د  هغو  خدمتونو  له   امله   چې  د  ګوند  د جوړيدو  د  ورځې څخه   تر اوسه  کړي  او  په  خپله  خوښه   د  ګوندي  عالي  مقام   نه  په  ګوښه  کېدو  سره  يې له  ځانه  د  سياسي  عالي  کلتور  د لرلو  ښه  بيلګه  ګوند  ته  په  مېراث  پريښوده  وستايه  او  هغه  ته  يې  د  ملي  ګوند  د  افتخاري  ريس  د لرلو  وياړ ورکړ  .
مرکزي شورا  عبدالرحمن   صدري چې  د  لوړو زده کړو  خاوند دی  او د  مخابراتو  په  وزارت  کې  د ريس  په  دنده  کارکوي  دلمړي  مرستيال  او سېد محمد  ټېنګار  چې  د  کابل  پوهنتون  د  اقتصاد  پوهنځې   استاذ دی  او  په  اقتصاد  کې  دکتورا  لري  د مرکزي شورا د  مرستيال  په  توګه  د  رايو  په  اکثريت  وټاکل  .
مرکزي شورا  شاه سلطان  اکفې  ، اصف  جهش  او  استاد  محراب  صمدي  چې   دري  واړه  د  عالي  زده کړو  خاوندان  دي  د  ګوند  د  دارالانشا  د  غړو  په  توګه  د  رايو  په  اکثريت   انتخاب  کړل  .
ګوندي کنګره    چې  نږدي   ددوه  سوه  تنو  استازو  په  ګډون  جوړه  شوي  وه  او  د افغاني  ځواني  دموکراسۍيوه  په  زړه  پورې  بېلګه  يې  وړاندې  کړه  د  تودو  خبرو  اترو  کولو  او  مهمو  تصمېمونو  نېولو  وروسته  پاي  ته  ورسېده  .
د کنګري  بشپړ  رپوټ  ښايې  وروسته وړاندي  شي  .
 
پای
د  ا ،  م  ،  ګ  د  اروپا  شورا