د ټولټاکنو اړوند زما اندېښنې


د کال ۱۳۹۳د وري په ۱۶ د ټولي نړۍ اولسونو او حکومتونو وليدل چي په افغانستان کي ټول ټاکنې په ډير لوړ افغاني احساس په ډولونو او نندارو ولمانځل شوې, د افغاني ټولنې د ټولو وروڼو توکمونو (قومونو) استا‌‌زو په کي پراخ ګډون وکړ، چي دا زموږ ټولو لپاره د ډيرې خوشحالۍ او افتخار ځای دی, خو څومره چې د حق او باطل, پرمختگ او په شاتګ , د جنګ او صلحې ترمنځ د رايو شميره وینو , په ډير خپګان سره دا ښکاره کوي چې افغان ملت د تېرو ټولو ناخوالو سره سره چې د كابل ښار لوټې لوټې ديوالونه يې څرګنده بېلګه ده ، تر اوسه د خپل پرستۍ , سمت پرستۍ, ژبپرستۍ له پلیته منډه ندي راوتلي .له دې کبله دحق تله سپکه او د باطل تله درنه ښکاري.
په ټول ټاکنو کې د ډول ډول عواملو له مخې د پښتون ټبر لږ ګډون په اړه نه غواړم ډير څه وليکم ځکه چې ټول روڼ اندې زما نه سل چنده ښه ورباندې پوهیږي. خو هغه څه چې په ننيو شرايطو کې شوني دي, غواړم ‌د ټولو افغانانو په خاص ډول دلوی,باتور ,مسلمان ، مجاهد پښتون ټبر توجه ورته راوګرځوم ، هغه دا ده چې:
خپل تېر تاريخ را وسپړئ, د سره تر پايه يې ولولئ ټول مثبت اړخونه يې د خپلو نا لوستو پلرونو، ترونو ،وروڼو، خپلوانو او کليوالو سره شريک کړئ.
په لر او بر کې پښتنو !
تاسې ټول په ملالې , زرغونې انا, نازو انا او نورو د تاريخ باتورو پښتنو ميندو وړياړئ او حماسې يې ځوان نسل ته د قصو او نکلونو په ډول ستايئ. زما سره دا پوښتنه ده چي، ايا زموږ په ميندو, خويندو, لوڼو, ورارو, خورزو, خپلوانو او کليوالو کي ملالۍ , نازو, او زرغونې نشته؟ بې له شکه چي په سلهاوو او زرهاوو شته دي، خو موږ نارينه ؤ په دوی د باور او اعتماد همت له لاسه ورکړی دی .ښځينه چې د بشريت پوره نيمايي جوړه وي ديوه عاقل انسان په سترګه نه ورته ګورو .
سترګي مو ورتړلي چې هيڅ ونه ويني, غوږونه مو ورتړلي چه هيڅ وانه وري او خولې مو ورتړلي چه هيڅ ونه ويل شي.
که په دې يوویشتمه پيړۍ کي چې نړيوال په فضا او ستورو کي چکرونه وهي , مونږ خپل حالات بدل نکړو تاسو باور وکړې چي دا با غيرته په وطن او ناموس مين ټبر به ډير ژر د تاريخ ژاوري کندي ته ورولويږي ,او د تل لپاره به د بل مزدور او غلام پاتې کيږي نه به نوم او تاريخ لري نه به خاوره او د اوسيدو ځای.
ګاونډيان په ډير تلوار سره موقع ته انتظار باسي، غواړي د  ډيورنډ د يوې کرښې پر ځای څو نوري کرښې اوباسي چې زموږ لپاره به پکې نه د اوسيدو ځای او نه د پښتوژبې او پښتنو کلچر د رشد او تکامل لپاره ځای په کې شتون ولري .
روڼ اندو افغانانو :
که په رښتيا غواړئ چې د تير ۴۰ کلن تاريخ توره پاڼه واړوئ, د نړيوال تاريخي مسير سره ځانونه برابر کړئ ,نوخپلې بډې راونغاړئ ,ملاوي مو ټينګي وتړئ,که ټول ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې، په ټينګ عزم , ټول زور او هوښيارۍ خپل ټول خپلوان او ګاونډيان وهڅوئ، چي په ټاکنو کې ښځينه او نارينه پراخ ګډون وکړي ,او د باطل په مقابل کي حق ,عدالت,او رښتيا ته خپله رايه ورکړي : که نن موږ په دې وتوانيدو چي د تاريخ مسير ته دنړیوال تاریخي مسیر په لور تغير ورکړو ، هم به مو د تل لپاره خپل پت ،ننګ,عزت او ښکلی افغانستان ساتلی وي او هم به مو د وروڼو مليتونو تر مينځ وروري او د اسلام دمقدس دين د ارشاداتو لاندې دخپلو ميندو او خويندو منلي حقوق خوندي ساتلي وي. ستاسو د ويښتيا په هيله .
په افغانی مینه، فیص محمد ویال.