تېرې درې لسيزې زموږ د ګاونډيانو لپاره يو طلايي چانس و، د شاوخوا هېوادونو لکه پاکستان، ايران، تاجکستان، ازبکستان او ان ترکيې هم د افغانستان له کورنيو او بهرنيو ستونزو څخه پخپله ګټه کار واخيست او لا اخلي يې. د پخواني شوروي اتحاد تر جغ لاندې هېوادونه خو لا زموږ د شهيدانو دسرښندنو په بدل کې خپلواک شول.
دسيمې ځينې هېوادونه د افغانستان په اړه جلا جلا ستراتېژۍ لري. د دې هېوادونو تر شا بيا د نړۍ يو ځواک ولاړ وي، ډېر وخت ديوه هېواد ګټې له بل سره په ټکر کې وي؛ نو همدې لاملونو د افغانستان د اوږدې غميزې پاى ته رسول خورا ستونزمن کړي دي.
په دوى کې داسې هېوادونه هم شته چې پر شاوخوا سيمو د واکمنۍ خوبونه ويني او په هغو دغو جعلي اسنادو د خپل هېوادوالو او نړيوالو د تېرويستلو هڅې کوي. دفزيکي او معنوي پراختيا غوښتنې په دې سيالۍ کې پاکستان او ايران تر نورو ډېر دمخه دي، دومره د مخه چې زموږ په ډېرو سرحدي سيمو يې خېټه اچولې او اوس يې د دې جعلي ډيموکراسۍ په ناولې پرده کې زموږ تر پارلمان او کابينې هم ځانونه رسولي دي. له نېکه مرغه چې کله کله دغو پرديوپالو جاسوسانو ته زموږ د ولسمشر هم ورپام شي؛ خو له بده مرغه چې:
(( له وېرې غږ کولاى نه شي د سوال ياري ده اوس به دړې وړې شينه))
ايراني اخونان غواړي چې په سيمه او په ځانګړي ډول په افغانستان کې خپل حاکميت ټينګ کړي. دې موخې ته درسېدو لپاره يې پايڅې رابډ وهلي او د تېلو په پيسو د ډکو جيبونو تڼۍ يې بېرته کړې دي.کله په افغانستان کې مدرسې جوړوي او کله د پارسي ژبو هېوادونو مثلث. کله بيا له ايراني ببولالو ډک په لکونو کتابونه زموږ هېواد ته ډالۍ کوي او کله ورته پارسي ټلوېزيون جوړوي؛ خو زموږ شريف او سوله خوښى دولت له زغمه کار اخلي او دغه ټولې لاسوهنې په دې پار زغمي چې ياري خرابه نه شي.
ښاغليو لوستونکيو لاندېنۍ ليکنه ديوه کتاب د څو مخونو ژباړه ده، چې " اختلاف دولتين ايران و افغانستان در مورد رود هيرمند " نومېږي. دا ليکنه غلامرضافخاري کړې ده او په١٣٧١لمريز کې په تهران کې په کتابي بڼه چاپ شوې ده. خپروندوى ارګان يې " مؤسسه چاپ وانتشارات وزارت امور خارجه " دى. دسر خبرې پرې سيدابراهيم انوري تهراني کښلي دي، چې په سرحدي چارو کې د وزير مشاور دى.
لاندېنۍ ليکنه په ځير سره ولولئ، په سيمه او نړۍ کې د ايراني اخوندانو د پراختيا غوښتنې پر سياست پوه شئ او د ناخبرو هېوادوالو او نړيوالو تر غوږو يې ورورسوئ.
د نوموړي کتابګوټي بنسټيزې موضوعګانې داسې پيل شوې دي:
لومړۍ برخه: د ايران د ختيزو بريد پولو پخواني حدود
مخکې له دې چې په اصلي موضوع پيل وشي، بده به نه وي چې د ايران په تاريخي حقونو د پوهېدو لپاره، د دې خاورې هغو برخو او په ځانګړي ډول زموږ د هېواد ختيزو برخو ته نغوته وشي، چې دحکومتي چارواکو د ناخبرۍ اوکمزورۍ او د بهرنيو هېوادونو د ګټو غوښتنو په ګډون په بېلابېلو دليلونو په قاجاري دوره کې له ايران څخه بېلې شوې دي.
الف- د هخامنشيانو له دورې د ساسانيانو تر زوال پورې د ايران ختيزې بريد پولې
د ماد دولت په لمنځه تګ سره کوروش يو پراخه دولت جوړ کړ، چې بريد پولې يې شمال ته تر سيحون سيند، ختيځ ته تر سند سيند، سوېل ته تر هند سمندر او پارس خليج او لوېديځ ته تر مصر او مديترانې سمندرګي پورې رسېدلې وې.
د شته ډبر ليکونو پر بنسټ د داريوش پر پېر د ايران ختيزې بريد پولې هندوستان او پامير ته رسېدلې.
د اشکانيانو پر پېر که څه هم ايران ټاکلې بريد پولې نه درلودې؛ خو په دې وخت کې ختيزې بريد پولې د هندوکش غرونو او د پنجاب حدودو جوړولې.
د ساسانيانو په دوره کې د ايران بريدپولې تقريباً د اشکانيانو له دورې سره يو ډول وې، شمال ختيځ ته تر آمو سيند او ختيځ ته تر ډهلي پورې غځېدلې وې.
ب- د اسلام له مهاله د نادرشاه تر راڅرګندېدا پورې د ايران بريدپولې
پر ايران د عربو تر بريد او نيولو وروسته، ايران هم د لوى اسلامي هېواد يوه برخه شوه، چې له ماوراءالنهر څخه يې تر شمالي افريقا پورې پراخوالى درلود، څرنګه چې تر ډېره وخته د اسلامي هېواد يوه برخه ګڼل کېده او خپلواک حکومت يې نه درلود، له دې امله د ايران په نامه ځانګړې او ټاکلې بريدپولې نه وې. د صفاري لړۍ تر راپيدا کېدو پورې چې د ايران خپلواکي او د اسلامي هېوادونو جلاوالى پيل شو، په هغه وخت کې په ختيځ کې خراسان او سيستان د صفاريانو د حکومت يوه برخه وه. د ساسانيانو په دوره کې چې د هغوى حکومت لومړى په ماوراءالنهر کې جوړ شوى و بلخ، سيستان او خراسان د هغوى د خاورې يوه برخه وه.
د غزنويانو په دوره کې سلطان محمود د سامانيانو د ټولې خاورې په نيولو سره خوارزم، سيستان او افغانستان د هندوستان تر ګوجرات پورې هم تر خپل اغېز او واک لاندې راوستل.
د سلجوقيانو په دروه کې هم ايران د هماغو غزنويانو د دور له حدودو څخه برخمن شو، که څه هم د سلجوقيانو تر کمزورتيا وروسته ايران و وېشل شو او هره برخه يې د هغه مهال د اميرانو د يوه په لاس ورغله؛ خو بريد پولې او ختيزې برخې په پرله پسې ډول د ايراني پاچاهانو يا اميرانو په لاس کې وې. تر خوارزمشاهيانو وروسته چنګېز او د هغه اولادونو ايران تر ترکتازۍ لاندې ونيو، وژل او چورول يې وکړل او په پاى کې د ابو سعيد ايلخاني تر مړينې(٧٣٥) وروسته د ايران په شاوخوا کې خپلواکې لړۍ رامنځ ته شوې، چې د تېمور تر يرغل پورې هر يوه د ايران پر يوې برخې حکومت درلود.
د آل کرت لومړني امير ملک شمس الدين محمد د هرات ښار د خپل ځواک مرکز وټاکه، غرجستان، سيستان، غور او د هغو اړوندې سيمې يې ونيولې.
د تېموريانو د لړۍ بنسټپال تېمور د کاشغر، خوارزم او شاوخواسيمو او ترکستان تر نيولو وروسته په(٧٨٢ هجري) کې پر ايران يرغل وکړ، په (٨٠٧) کې خپلې پلازمېنې سمرقند ته بېرته وګرځېد، هغه نيولې سيمې د هغه تر مړينې لږ وخت وروسته ووېشل شوې.
لکه چې ليدل کېږي ايران د مسلمانانو له لاسبري د صفوي د دولت تر راڅرګندېدا پورې د خانخانيو په ډول اداره کېده؛ نو د يوه خپلواک او ځواکمن دولت د نشتون او د کورنيو شخړو او بېلابېلو بهرنيو قومونو د مخالفتونو او يرغلونو له امله د ايران بريدپولې ګډوډې او نامعلومې برېښي. د صفوي لړۍ د واکمنېدو او په ځانګړي ډول د دې لړۍ د بنسټپال او غوره کس شاه اسمعيل او شاه عباس په وسيله ټولې کورنۍ شخړې آرامې او د ايران له خاورې د بلوسګرو په ويستلو او ټکولو سره د هېواد بريدپولې شمال او شمال ختيځ ته ترآمو سيند او ختيځ ته تر سند سيند پورې تثبيت او وټاکلې شوې.
يو ځل بيا د صفويانو د کمزورۍ او د پښتنو د فتنې په دوران کې د هېواد بريد پولې د بهرنيانو له يرغلونو او ناامنۍ سره مخامخ شوې، تر دې چې د آسيا د لوى سوبمن نادر په راڅرګندېدو سره د ايران پراخوالى يو ځل بيا د هخامنشيانو د وخت پراخوالي ته ورسېد او د هېواد ختيزې بريد پولې د هماليا د غره تر لمنو، پنجاب او سند پورې وغځېدې. پورتنيو مطالبو ته پاملرنه، چې په لنډ ډول سره د ايران د تاريخي، جغرافيايي او حقوقي مخينې په اړه وړاندې شول، په څرګند ډول پر افغانستان او ان د هندوستان په ځينو برخو د ايرانيانو د تسلط او حاکميت(له لږو زماني واټنونو پرته) ښکارندويي کوي او په ښه توګه پرنوموړو سيمو د ايران حقه حقونو څرګندوي.
دا لړۍ دوام لري