د ماشوم د هڅونې لارې کومې دي؟

عارفه

په افغانستان کې نه یواځې په کلیو او بانډو کې بلکې په ښارونو او لوستو کورنیو کې دماشومانو روزنې ته څومره چې اړینه ده پام نه کیږي ،حال داچې په نوره نړۍ کې دماشوم روزنه دکورنۍ دغړو له ډیرو ارزښمتمو کارونو څخه ګڼل کیږي.
زموږ کورنۍ دماشومانو روزنه هډو له خپلو مسولیتونو څخه نه ګڼي ، او هیڅکله خپل وخت دهغوی روزنې او هڅونې ته نه بیلوي ، ان ځینې زړې ښځې وايي ، ماشوم پیدا کړه نور خپله په کوڅه کې لویږي .ډیری میندې همداسې کوي ددې لپاره چې دخپلو ماشومانو له شور او کارونو نه خلاصې وي ، ماشومان دباندې لیږي ، او پدې ډول وايي چې ماشومان خپله په کوڅه کې لویږي .او چې څنګه ماشومان په تیره وړې نجونې له اوه کلنۍ پښه واړوي نو ورو ورو هغوی ته مسولیتونه ورتر غاړې کړي .
بله خبره چې ډیره مهمه ده هغه داده چې زموږ په ټولنه کې هوښیار ماشومان هغه ګڼل کیږي ، چې څه ورته وایې هغه پرته له دلیله ورته غوږ نیسي ، اوعملي کوي یې ، او هغه ماشومان چې هرې خبرې ته دلیل پیدا کوي او هڅه کوي چې خپل نظریات نورو سره شریک کړي او کوم کارونه چې دوی یې باید تر سره کړي ، په هغوی کې هم خپله خوښه لټوي نو دا ډول ماشومان ورانکاري ، سپین سترګي آو بې ادبه ګڼل کیږي ، چې دا ډول ماشومان تل دمشرانو له ترټنو او دوهلو له ګواښونو سره مخ وي .او ډیری کورنۍ پدې باور دي چې چیرته ډب هلته ادب.
زموږ په ډیری په تیره په نالوستو کورنیو کې وهل ، ترټل او ډارول دهڅونې یو اغیزمنه لار ګڼل کیږي .چې له بده مرغه دماشومانو دهڅونې لپاره له همدغو لارو نه په وارو وارو ډیر زیات کار اخیستل کیږي . دماشومانو دارواح پوهنې له مخې وهل ،ټکول نه یواځې دا چې د هڅونې لارې ندي بلکه دماشوم راتلونکی شخصیت ته ستر زیان وراړوي.
د دې ترڅنګ یو شمیر کورنۍ په تیره میندې دخپلو ماشومانو دهڅونې لپاره دپیغورونو له ورکولو نه کار اخلي ، دبیلګې په توګه ،غټ شوې خو سړی نه شوې ، ددوخرو داوربشو دبیلولو نه یې ، نه دکار یې نه دجمات.او داسې نور . چې پدې ډول په ماشوم کې دکمۍ احساس راژوندی کیږي ، او هغه ته دا احساس ورکول کیږي چې دنورو په شان دی وړ کس ندی ، چې دا خپله دماشوم دبیرته پاتې والي سبب ګرځي ،او تر ټولو مهمه داده چې ډیر وخت کورنۍ مخامخ ماشومان یو له بله پرتله کوي ، ورته وايي چې فلاني دومره ښه دی او ته هیڅ نه یې ، دا نشې کولای او هغه نشې کولای . هغه په ښونځي کې ډیر تکړه دی ، هغه خپل دکور کارونه په خپل وخت تر سره کوي ، او ته نه دښونځي یې نه دکور دکارونو ، په دا ډول پرتله نه یواځې داچې دماشوم شخصیت ځپل کیږي، بلکه ددوماشومانو ترمنځ چې په یوه کور کې اوسیږي دبد بینۍ تخم شني.
خو یوه بله ستونزه چې دماشومانو دهڅونې لپاره بډایه کورنۍ کاروي هغه داده چې دهر کار په بدل کې ماشوم ته پیسې ورکول دی ، ځینې کورنې چې داقتصادي پلوه په ښه حالت کې دي نو ماشومان دپیسو په بدل دکور چارو او درس ویلو ته هڅوي، چې دا کړنه هم دماشومانو په راتلونکي کرکټر خپل منفي اغیز شیندلی شي .
د ماشوم روزنه او هڅونه دمور او پلار او دکورنۍ دنورو غړو یوه مهمه دنده ګڼل کیږي ، ښه روزنه او په سمه توګه دماشومانو هڅونه کولای شي چې دماشوم په راتلونکي کرکټر ښه اغیز وکړي ، دا سمه ده چې زموږ په ټولنه کې زیات شمیر خلک نالوستي دي ، او هغوی ددې جوګه نه دي چې دماشومانو دهڅونې له ښو او اغیزمنو لارو نه ګټه واخلي ،خوله بده مرغه زموږ لوستي هم دخپلو ماشومانو دهڅونې لپاره له غوره ، منل شویو او اغیزمنو لارو نه کار نه اخلي. او هڅه کوي چې له هغو لارو نه کار واخلي چې نور یې اخلي .
بله ستونزه چې زموږ په لوستو کورنیو کې شته هغه داده چې دوی هیڅکله دماشوم روزنې په برخه دمطالعې لپاره وخت نه بیلوي ، او ډیری داسې انګیري چې ددوی خپلې لارې تر ټولو اغیزمنې دي.ا په پرلپسې توګه له هماغې لارې او چارې نه ګټه اخلي . ماشومان دکورنیو دزړه ستنې او دراتلونکې هیلې دي . دا هغه نیالګي دي چې همدا کورنۍ یې سبا سیوري ته کیني ، دمه کوي ، او دهغو په ډاډ ژوند کوي .نو ولې ددغو نیالیګو دښې ودې لپاره لږ وخت بیل نه کړو ، پلټنې ونه کړو او دهغوی دښې روزنې لپاره لارې چارې پیدا نه کړو، دا سمه ده چې موږ دماشومانو دنوې زونې په برخه کې تجربه نه لرو ، خوکولای شو دنورو دلاسته راوړنو او تجربړ په بنسټ دخپلو ماشومانو دښې روزنې لپاره غوره ټکي ومومو او خپلو ماشومانو دښه راتلونکې لپاره ترې کار واخلو .
دماشومانو روزنه یو ستونزمن خو ډیر په زړه پورې مسولیت دی .چې دهغوي هڅونه ددغه مسولیت یوه برخه جوړوي. هڅونه دماشوم دروزنې له ډیرو مهمو او پام وړ توکو ګڼلای شو، ان ویلای شو چې هڅونه دماشوم دروزنې بنسټ ګڼل کیږي . موږ کولای شو چې دماشومانو دهڅونې له بیلا بیلو لارو نه کار واخلو ، چې دا ډیره اسانه هم ده ، لکه:
۱ـ د ښې کړنې په وړاندې دماشومانو ښکلول . ښکلول خپله په ماشوم ښه اغیز پریباسلای شي ، او پدې ډول ماشوم فکر کوي چې دده کار دمشرانو دپام وړ ګرځيدلی دی .
۲ـ په خپلو منځو کې دماشوم دښې کړنې په درنښت یادول او ستایل یې
۳ـ دډالۍ ورکول ، البته کورنۍ باید ماشوم ته دډالۍ په ورکړه کې ښه پام وکړي، دبیلګې په توګه ، ماشوم د خپل ښوونځي کورنی کارډیر ښکلی تر سره کړی دی ، نو ښه خبره داده چې رنګه قلمونه یا هم له هغې نه ښکلې کتابچه ورته ورکړل شي ، او تر څنګ یې دکار ستاینه وشي.
۴ـ دباندې خپلوانو ته دخپلو ماشومانو دښو او غوره کارونو ستاینه.
۵ـ هغوی ته داسانتیاو برابرول .
۶ـ دساعتیري ځایونو ته بیول.
۷ ـ ورسره مرسته کول.
۸ ـ هغوی ته دداسې کیسو ویل چې دبریالیو ماشومانو کېسې وي.
۹ ـ به ځینو کارونو کې له هغوی مشوره اخیستل او هغوی ته ونډه ورکول.
۱۰ ـ ځینو وړو مسولیتونو ورترغاړه کول ، هغه هم داسې چې ماشوم ته دا احساس ورکړ شي چې دا مسولیت یواځې دی یې په ښه توګه ترسره کولای شي.
۱۱ـ ماشوم ته دخپل ملاتړ ډاډ ورکول.
۱۲ ـ نورو ماشومانو په تیره خپلوانو ماشومانو سره سالمې سیالۍ ته هڅول.
۱۳ ـ دبریالیو شخصیتونودژوند دکېسو په اړه معلومات ورکول.
۱۴ـ دخنډوون او ستونزو په اړه خبراوی ورکول او دهغو دله منځه وړلو احتمالي لارې چارې په ګوته کول.
او داسې نورې لارې چارې کولای شي دماشومانو په ښه توګه هڅونه کې مرسته وکړي ، خو دا باید هیر نشي چې دهڅونې پر مهال ماشوم داسې ګومان ونه کړي چې کورنۍ یې غواړي دی وهڅوي ، بلکه هغه ته باید داسې احساس ورکړ شي چې په ریښتیا هم همدومره ښه او تکړ ه دی .بله دا چې باید په پرلپسې توګه دهڅونې له یوې لارې نه کار وا نه اخیستل شي ، کنه ماشوم له هماغې لارې نه ستړی کیږي او بیا هڅه نه کوي چې له پخوا نه ځان وځلوي، کورنۍ باید هڅه وکړي ، په ماشوم کې دخپلو هڅونو پایله وارزوي ،او دهڅونو دنه اغیز پر مهال له خپلو هڅو نه ستړي نه شي او په پوره غور سره باېد یوه نوې لار وټاکي . که چیرې دکور ډیری مشران پدې هڅونو کې له بیلا بیلو زاویو نه ونډه واخلي ، نو پایله به یې ډیره ښه وي .