همدا نن د خلکو پیژندنه خپل لومړیتوب وګرځوه!

د فبروري ۲۸ مه
د خلکو پېژندنه لويه ګټه ده!
ژ: روکيان
 
په هره ساحه کې، چې بوخت ياست لومړۍ د دې هڅه وکړی چې خلک وپيژنی؛ يو ځلې دې چې خلک وپېژندل بيا نو کولی شی، چې څنګه له دوی سره مفاهمه وکړی او څنګه يې وپوهوی!
يوه مور خپله کيسه په دې ډول کوي:
(( خپل څلور کلن زوی مې په کور کې پرېښوده او زه په بيړه له کوره ووتلم، تر څو د کور څخه راټوله شوې خځله د باندې په خځلدانۍ کې واچوم، چې راستنه شوم دروازه بنده وه. په مايوسوونکي غږ سره مې وويل ( اوهو زويه تا خو ځان په کور کې بند کړ) له همدې غږ سره غرز، چې دروازه پرانستل شوه!))
د پنسلوانيا پوهنتون سايکايټري ( د عصبي او عقلي ناروغيو) پوهنځي استاد ډاکتر ډيوېډ برنس وايي: (( خلک تر هغې پورې غوږ نه درته نيسي او نه دې په خبره ځان پوهوي څو چې په دې نه وي يقيني شوي، چې تاسې پېژندلي؛ درک کړي او په احساساتو يې خبر ياستی. ))
کله چې تاسې په دې پوه شولی، چې خلک څه شی خوښوي، له څه يې بد راځي؛ په څه غوسه کيږي؛ په څه تر اغيز لاندې راځي نو بيا پوه شی، چې خپل کار مو اسانه کړی او په ساده ګۍ کولی شی چې خپل مقابل اړخ تر نفوذ لاندې راولی!
له Becoming a Person of Influence!  کتاب څخه!