د افغان په قلم
له ډيرې مودې دا هيله کيده چې د امريکا نوی ولسمشر به د افغانستان او پاکستان لپاره خپله نوې ستراتيژي اعلان کړي. دا ستراتيژي اعلان شوه چې غټ غټ ټکي يې دادي:
1. القاعده او د دوی له متحدينو سره جګړه تشديدول، ددوی ماتول او ددې ډاډ چې بيا امريکا او د هغې متحدينو ته ضرر ونه شي رسولای (د ستراتژۍ لوی هدف)
2. افغان امنيتي ځواکونه پياوړي کول، تر ۲۰۱۱ پورې د اردو شمير ۱۳۴۰۰۰ او د پوليسو ۸۲۰۰۰ ته رسول. د روزنې لوړول يې. تر ۲۰۱۱ پورې زياتره مسوليتونه ورسپارل،
3. د افغانانو د کنټرول او ددوی د راتلونکې نه ټاکل، (افغانانو ته د ددولت د ډول نه ټاکل)
4. د طالبانو له خوا بيا د دولت دظالمانه نيولو مخنيوی.
5. افغانستان ته مرستې او منابع زياتول (په نظامی ، دولت دارۍ او اقتصادي برخو کې)، د روزنې پروګرامونه جوړول، ظرفيتونه لوړول،
6. يوازې مرمۍ او بم کافی نه دي، د افغانانو د دښمنو ډلو تر منځ روغه – جوړه کول،( له هغو طالبانو سره چې د روغې امکان ورسره نشته، نظامي مخامختيا)
7. د افغانستان، پاکستان او امريکا درې اړخيز ډيالوګ
8. منتحب دولت شته خو فاسد او بې کفايته دی. د مرستو د تنظيم يو سيستم جوړول. د پرمختګ څارنه. د فساد ضد يو تړون. د اساسی بشری حقوقو تضمين (د ښځو او نجونو په ګډون)،
9. د افغانستان او پاکستان سره د امريکا اوږده ملګرتيا
10. د پاکستان سره په کال کې يو نيم بيليون مرسته تر پنځه کالو پورې
11. امريکا د نورو (ناټو، اروپا، پاکستان، ايران، روسيه، چين، خليجي هيوادونو، هند، د منځنۍ اسيا هيوادونو) مرسته ضرور ګڼي.
وروسته د کرزي له خوا له ملګرو ملتونو دا غوښتنه چې افغان طالبان دې له تور لست نه و ايستل شي، هم ښه خبر و. او د امريکا د دفاع وزير رابرت ګيټس وويل چې ۴۰۰ زرو افغان امنيتي ځواکونو ډيرول لا هم په پلان کې شته، چې دا ددې ډاډ دی چې افغانان پاکستان ته نه پريښودل کيږی،او که امريکا له دې هيواد نه وځي نو افغانستان به کم تر کمه ددې وړتيا لري، چې له ځانه دفاع وکړي.
زما په نظر دا زياتره ټکي مثبت کيدای شي. خو دا چې څه ډول او د چا په ملګرتيا يې عملي کوي، دا يو سوال دی، ځکه موجود نظام چې د ملا تير يې له شمالي ټلوالې جوړ او سمبوليکه مشري يې د منفردو اشخاصو په لاس کې ده، فاسد او بې وسه دی او خلکو ته نيکمرغي او هيواد ته سوله نه شي راوړای.. که په رښتيا له افغان طالبانو او اسلامي حزب سره يوه داسې سوله چې دواړو ته ابرومنده وي، وکړي، د يو پراخ بنسټ افغاني، ملي- اسلامي دولت د جوړيدو په کار کې مرسته وکړي، د پاکستان او افغانستان دواړه غاړې يو له بل نه ډاډه کړي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې د پاکستان لاسوهنې بندې شي او افغان دولت هم ډاډ ورکړي چې له هند، روس او ايران سره به د پاکستان پر ضد ټلواله نه جوړوي، نو ددې چانس شته چې زموږ په ټپي خو ګران او سرلوړي هيواد کې سوله او نيکمرغي راشي.