جنسي تبعيض

ولې په کورنیو کې د لوڼو پر وړاندې تبعیض را منځ ته کیږي ؟ دا هغه پوښتنه ده چې په عامو ذهنو کې تل مطرحه وي.
ټولوته معلومه ده چی د انسان د ژوند اساس له ښځې او نارینه نه شوی دی. ښځه اومیړه د یوبل لپاره لازم و ملزوم دي که نا رینه  په کور کې د رهبر حیثیت  لري نو ښځه هم د هغه مشاوره ده او د ژوند په سړو تودو کې ورسره مله ده.
جنسي تبعیض مسله داسې موضوع ده چې پراخ بحث  اړتیا لري خو کوم عامل چې تر ټولو د جنسي تبعیض سبب ګرځي هغه کورنۍده او له دغه ځایه د جنسي تبعیض را منځ ته کیږي.
په افغاني ټولنه کې تقریبا زوی ته  ډېر ارزښت  ورکول کیږي،کورنی  فکر کوي چې زوی د دوی ساتنه او پالنه کوي او ټول عمر له دوی سره دی ، پلار سره یی اوږه په اوږه درانه  کارونه کوي او په لسګونو نورې خبرې. نو ځکه خو ښه خواړه او لباس او د ژوند ټولې  اسانتیاوې د هلک په اختیار کې ورکوي. خو هغه  حقوق چې  هلک  یی  لري نجلۍ یا ترې محرومه ده او یا  په نسبي ډول ځینې حقوق مراعات شوي.
نجلۍ ته په کورنیو کې د دویم موجود په سترګه کتل کیږي ،ښوونځي ته نه پریښودل کیږي او که ځي هم تر محکومیت لاندې شي ،په خپله خوښه ژوند کولو او د ژوند کولو د اساسي حقونو انتخاب ترې اخستل شوی. دا چې د ټولنې بنسټیز نظام کورنۍ جوړي نو پکار ده چې په لومړي سر کې په کورنیو کې مور او پلار د اولادنو تر منځ توپیر و نه کړي او خپل اولاد په دې روحیه وروزي چې ښځه او نارینه الله ج یو ډول خلق کړي او د اسلامي شرعت په اساس د انساني کرمت له مخې په حقونو کې سره برابر دي.
په لومړي سر کې دا  د مور او پلار دنده ده چې د اولادنو تر منځ توپیر ونه کړي.
د تبعیض په له منځه وړلو کې د مور او پلار ونډه : مور او پلارپه کور کې د ملا د تیر حیثیت لري که دوی وغواړي د اولادونو تر منځ یوه ښه فضا رامنځ ته کولی شي.دوی ته ښایی چې د اولادونو ترمنځ د تعادل حد وساتي،ټولوته په یو نظر وګوري د هلک او نجلۍ په نوم د اولادونو ترمنځ د یلتون تورې کرښې ونه  باسي او د خپلو اولادونو په منځ کې د صمیمیت او دوستۍ فضا را منځ ته کړي ځکه د ماشومانو ذهن د سپینې تختې په شان وي د دوی په ذهن کې چې هر ډول افکار ولیکل شي هماغه بیا د ژوند تر پایه پکې پاتې کیږي.
که مور اوپلار د اولادونو تر منځ توپیر وکړي او هلک نجلۍ نه غوره وګڼي،نو د نجلۍ احساس د کمتري کوي او کله چي نجلۍ لویه شي او د کورنۍ مسولیت ور په غاړه شي نو دا خپله کورنۍ په سم ډول نشي رهبري کولی، ځکه چې له ماشومتوب نه د حقارت حس پکې روزل شوی او که هلک ته دا روحیه ورکول شي چې دی په خپله خور برتري لري نو هلک د نجلۍ  په مقابل مستبد او ظالمه رویه خپله وي ځکه چې مور اوپلار یی ده ته تر اندازې ډېر وخت ورکړی او دی یی د خور په مقابل کې غوره ګڼلی ،نو پر دې اساس کله چې دی د کور له چاپیریال نه بیرون قدم ږدي ټولو نجونو ته په ټیټ نظر ګوري،د هغوی د آزار او اذیت سبب یې ګرځي او په دی توګه په ټولنه کې د یوې غټې فیصدي موجودیت ورته بې مانا ښکاري. چې زموږ  په ټولنه کې د ښځې ته دویم جنس په توګه کتل هم له همدغو کورنۍ تربیې تاثیر ګڼلې شو. لور او زوی دواړه د االله ج ورکړه ده ،مور او پلار دې ته مکلف دي چې د دوی روزنه په یو شان وکړي او ټولنې ته د یو مسول کس په توګه وسپاري.
 
لیکواله: مسعوده نیازۍ