غليـــمـــه

غليمه ګوره چې په بري دي غره نه سې لا مو ساه نه ده بايللې پاته ده بازي لا دي نه دي ده ګټلې.
رقيبه واوره ! زموږ د سرای په سوي ونه کي ديوې سپېرې مرغۍ چيغار واوره . پر دې چيغار له هري لوري را مات د ګڼو چوغکو پر قطار دی. د درې و مخ ته مو يو د زرو کالو مست بوډی سيند  له ماښامه تر سهاره په نڅا ، خپل د مستۍ په شور خوله په زګو لړلې په شرپار دی. په نيمو شپو کي په غلا مه جوړوه جشنونه زموږ پر تباهۍ مه کړنګوه جامونه ، سترګي روڼي که په هوښ سه د نشې څخه، پر موږ راغلی د هيلو روڼ سهار دی.
ستا د سمسور ګلشن آوازه مو تر غوږ کيږي، ته ېې هم خبر چي يوې سپيني معصومي شګوفې مېلمه کړی زموږ و کلي ته مرور بهار دی. ته به لرې زورور موټي چي ېې تاته در جوړ کړي سرې و سپيني ماڼي دي، تر پښو چي دي لاندي کړلې کومي ککرۍ د هغو ککريانو هر يتيم مي هم د نن هم د سبا معمار دی.
هلته په يو پراخ دښت کي ، هلته د يو تور غره په لمن کي د کاڼو کاڼو په سنګر کي يوې قاصدي سرې غوټۍد آسمان څخه راوړی الهام د نوي ګلزار دی .
تا په چل کي را څخه يوړه را پاته د بابا و د دادا سرمايه ، بيا هم هغه مرغۍ، دا مست سيند، هغه يتيم،دا تور غر هغه غوټۍ مو د نوميالي غېرت وقار دي.
ته مو دا موسکا موسکا څېرو باندي مه غولېږه. موږ مهربانه ، مېلمه پاله ،مهذبه، د انسانيت مينه وال ضرور يو مګر پام کوه د صبر پياله مه راډکوه چي د افغان په خټه ګډ هم سالار او هم قهار دی.