هغه چا ته رایه چې ځوانانو ته کار پیدا کولای شي

 
یوې نوې سروې په افغانستان کې د ځوانانو د کار په باره کې بوږنوونکې احصاییه خپره کړې ده. د بشري حقونو د دفاع او تحقیق بنسټ د خپلې یوې تازه سروې په اساس وایي چې په افغانستان کې کابو پنځوس فیصده ځوانان کار نه لري.
 تر دې له مخه د افغانستان د کار او اجتماعي چارو وزارت ویلي وو چې په هېواد کې په لس میلیونه کسانو کې چې کار کولو ته چمتو دي، دوه نیم میلیونه پکی وزګاره دي او کار یې نشته.
 د بشري حقونو د دفاع او تحقیق د بنسټ سروې  مو دې ترخه حقیقت ته متوجه کوي چې کار ته چمتو نوی کهول د کار د نشتوالي له جدي ستونزې سره لاسو ګریوان دی او کله چې په یوه ټولنه کې ځوانان کار ونه لري، د امن، ثبات ، ترقي او سوکالي توقع بې ځایه ده.
 د بشري حقونو د دفاع او تحقیق بنسټ په خپل رپورټ کې د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د نشتوالي په علتونو باندې هم غور کړی دی. د دغه بنسټ په رپورټ کې راغلي دي چې اهل کار ته د کار نه سپارل، فساد او ناامني د بیکارۍ او وزګارتیا لوی علتونه دي.
 دغه درې ذکر شوي علتونه که د کاري فرصتونو د کمېدو ټول علتونه نه وي نو یو  څو عمده او اساسي علتونه خو دي.
 د ناامنۍ په علت پانګونه مشکله شوې ده او په کومو سیمو کې چې امنیتي مشکلات زیات دي هلته ډېر ضرروي خدمات لکه د صحت او زده کړې په برخه کې خدمات هم په اسانۍ سره نه تر سره کېږي. دغه راز د ناامنۍ په علت په ناامنو سیمو کې د یوې پروژې تطبیق ممکن د امن سیمې په نسبت دوه درې ځله زیات مصارف وغواړي چې په نهایت کې د دې وطن د سرمایې او امکاناتو د سوځېدو سبب ګرځي. همدا اوس د افغانستان ګڼ سوداګر په نورو هېوادونو کې پانګونې او ژوند کولو ته ترجیح ورکوي چې یو لوی علت یې همدا ناامني ده.
 البته، لکه څنګه چې په رپورټ کې لولو کار اهل کار ته نه سپارل او فساد هم د کاري فرصتونو د نشتوالي لوی علتونه ګڼلای شو. اکثره سوداګر له اداري فساده او رشوتونو سر  ټکوي او وایي چې د درغلو کسانو له لاسه په خپل هېواد کې ورته پانګونه مشکله شوې ده.
 له بلې خوا اهل کار ته د کار نه سپارل هم د ناامنۍ غوندې د بې ځایه مصارفو او لګښتونو سبب ګرځي. مونږ په خپل هېواد کې د داسې پروژو ګڼ مثالونه لرو چې د غیرمتخصصو کسانو د تېروتنو په نتیجه کې سرمایې پکې سوځېدلې او پروژې له څه وخت فعالیته وروسته په ټپه درېدلې دي.
 زموږ د کار د بازار یوه بله ستونزه دا ده چې اکثره په ظاهره بوخت کسان هم په کاذبو کارونو بوخت دي. مثلا په یوه اداره کې به سل کسه پکار وي خو زر کسان پکې مقرر شوي دي. یا په یوه بازار کې به سلو دوکانونو ته ضرورت وي خو د کار د نشتوالي په وجه پنځه سوه کسانو دوکانونه جوړ کړي دي. دغه راز زموږ په کلیو کې ګڼ بزګران یوازې د کال په محدودو ورځو کې کار لري، دوی  د امکاناتو او کاري فرصتونو د نشتوالي په علت د کال اکثره ورځې وزګارې تېروي.
 زموږ په هېواد کې د کاري فرصتونو د کموالي یو ډېر لوی علت دا دی چې اکثره کسان لازم مهارتونه نه لري. افغانستان نه یوازې د کانونو په لحاظ غني هېواد دی بلکې د ځمکې په مخ هم پراخې خاورې او د کار لپاره پراخ بالقوه امکانات لري خو څرنګه چې مهارتونه کم دي نو کارونه هم کم دي.
 د ولسمشرۍ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي په خپلو ګڼو ویناوو او لیکنو کې د ځوان کهول د مهارتونو د زیاتوالي په اړتیا باندې ټینګار کړی دی.
 زموږ ځوانان چې مهارتونه یې کم دي او د کسبونو او تخنیکونو د زده کړې امکانات ورته په لازمه اندازه برابر نه دي، په عربي هېوادونو کې د هندي یا بنګله دیشي کارګرانو په نسبت په ډېره کمه تنخواه کار کوي. مهارتونو ته توجه به نه یوازې په داخل کې د کار فرصتونه زیات کړي بلکې په عربي هېوادنو او نورو سیمو کې به هم زموږ ځوانانو ته د کار نوي فرصتونه برابر کاندي.
 د افغانستان د حکومت یو لوی مشکل دا دی چې د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو د پیدا کولو لپاره دقیق پلان او پروګرام ورسره نشته. دلته هر څه د تصادف په اساس په مخ روان دي. د دې حالت نتیجه دا ده چې اوس د کابو نیمو ځوانانو لپاره د کار د نشتوالي اندېښنې څرګندېږي.
 موږ په ډېر ویاړ سره وایو چې تر یولس ملیونه زیات زده کوونکي لرو. دا واقعا د فخر خبره ده مګر په دې هم غور پکار دی چې دغه زده کوونکي خو به فارغېږي او کار به غواړي. ایا د کار لپاره یې هم بندوبست پکار دی او کنه؟
 د بیکارۍ د ستونزې د اواري لپاره افغانان دې ته اړتیا لري چې د حمل په شپاړلسمه نېټه یو داسې کاندید ته رایه ورکړي چې د اقتصاد په باریکیو پوهېږي او د افغانستان د خلکو په اقتصادي ژوند کې نوې سا پوکولای شي. دا د کورنیو اوپه تېره بیا ځوانانو دنده ده چې د حمل په شپاړلسمه نېټه چې د رایو صندوقونو ته ځي نو په دې دې هم غور وکړي چې هغه چا ته چې رایه ورکوي ایا هغه کس له اقتصاد سره اشنا دی؟ او خلکو ته کار پیدا کولای شي؟