
نور
نو د انتخاباتو په درشل کې یوو او دا اټکل هم تر بل هر وخت اسانه دی چې
د تحول او تداوم د ټیم د کامیابۍ امکان تر بر هر ټیم زیات دی. د تحول او تداوم د
ټیم د کامیابي د چانس زیاتېدل په ځینو سیالو ټیمونو کې یو شمېر کسانو ته د زغم وړ
نه ښکاري او په رسنیو کې د تحول او تداوم د ټیم په خلاف ډېرې توندې او که ووایو د
ادب له چوکاټه وتلې خبرې کوي.
دا
په کابو هره ټولنه کې او هر هېواد کې تجربه شوې خبره ده چې د انتخاباتي سیالیو په
ورځو کې سیالې ډلې د یو بل په خلاف احساساتي خبرې کوي،
خو زموږ اشنایان باید لږ تر لږه درېیو
ټکو
ته پام ولري:
یو
دا چې د مقابل لوري په خلاف تونده خبره کول باید په نهایت کې د ادب او منطق له
چوکاټه ونه وځي. په تېرو څو اونیو کې ما د یو داسې ټیم د ویندوی له خولې چې د
دیانت دعوه هم زیاته کوي، دومره له ادبه لرې خبرې واورېدې چې اسلامي اخلاق خو څه
کوې چې د ډېر شډل کلتور لرونکې ټولنې غړي یې هم په خوله نه راوړي.
بل
دا چې په انتخاباتي سیالیو کې داسې خبره هم هیڅ مناسبه نه ده چې په حقیقت کې ریښه
نه لري او له منطق سره سمون نه خوري. وړمه ورځ یو چا د ډاکتر اشرف غني په خلاف
لیکلي وو چې په جلال اباد کې یې ویلي چې دغه ښار به د اورګادي په ذریعه له ډیلي
سره وصلوي. مبصر نیوکه کړې وه چې ډیلی خو د افغانستان خاوره نه ده چې ډاکتر صاحب
ورسره جلال اباد وصلوي. دغه کس د ډاکتر صاحب خبره د خندا وړ بللې وه. دغه ښاغلي ته
باید عرض شي چې که جلال اباد له تورخم سره د اورګاډي په ذریعه وصل شي،
نو له هغه ځایه خو تر ډیلي او بلکې د هندوستان تر بل هر مهم ښاره او بنګله دېشه
پورې د اورګادي کرښه شته او دا څه ناممکنه چاره نه ده. ځینې کسان چې د معلوماتو
سطحه یې ټیټه ده او یا په دې فکر کې دي چې د خلکو معلومات به کم وي،
نو د مخالف لوري په خلاف په خپلو تبلیغاتو کې د منطق او حقایقو پروا نه ساتي.
په
انتخاباتي تبلیغاتو کې درېیم
ټکی چې باید پام ورته شوی وای او له دې وروسته هم توجه ورته په کار ده، دا دی چې
افغانستان له نازکو حالاتو تېرېږي، په دې وطن کې د انتخاباتو او دموکراسي تجربه
نوې ده او دا وطن له بده مرغه بدخواهان لري ، داسې بدخواهان چې د افغانستان د ګډوډۍ
ارزو ورسره ده. نو په داسې شرایطو کې که د انتخاباتو په سیالیو کې د احتیاط او
تعقل په ځای د احساساتو لمن ونیسو، خدای مه کړه
د خپل هېواد مشکلات به زیات کړو. زموږ د هېواد خاص حالات له موږ غوښتنه کوي چې که
په نورو ټولنو کې انتخاباتي مبارزې توندې او تېزې
هم وي خو موږ باید په خپلو خبرو کې ډېر احتیاط وکړو او داسې څه ونه وایو چې خلک مو
د یو بل په خلاف تحریک شي.
د
خوشحالۍ ځای دی چې د تحول او تداوم د ټیم ویاندانو په تلویزیونونو او راډیوګانو کې
د خپلو مباحثو، مناقشو او مناظرو په وخت تر وسه وسه د داسې څه له ویلو ډډه کړې ده
چې ذکر شویو درېیو
ټکیو ته په
کې
پام نه وي شوی.
په
مناظرو او مباحثو کې د ډاکتر صاحب اشرف غني احمدزي او د ده د مرستیالانو او د دغه
ټیم د ویاندانو منطقي دریځ د ولس په منځ کې د دې ټیم د محبوبیت په
زیاتېدلو کې لویه برخه لرلې ده. په داسې حال کې چې په مناظرو کې یوه نیم کاندید
هڅه کړې ده چې د ډاکتر صاحب په خبرو کې بې ضرورته او بې دلیله، ورودانګي او د
ډاکتر صاحب په خلاف توندې او تېزې خبرې وکړي،
خو ډاکتر صاحب هیڅ وخت د بل کاندید د خبرو د ردولو او د
کاندید د تخریبولو کوښښ ونه کړ او بلکې ډېر ځله یې د ځینو کاندید صاحبانو
اعتراضونو ته له غیر مستقیم ځواب ورکولو هم ډډه وکړه.
دغه
راز د ډاکتر صاحب مرستیالانو جنرال صاحب عبدالرشید دوستم او استاد دانش په خپلو
ویناوو
کې هیڅ وخت د بل چا د تخریبولو او غندلو خبره ونه کړه او نرم وچلېدل.
د
تحول او داوم د ټیم ویاندانو هم په مباحثو کې کوښښ کړی دی چې د خپل ټیم پروګرام
توضیح کړي او که یې چا ته ځواب هم ورکړی دی، ځواب یې تقریبا همېشه دفاعي بڼه لرله
یعنې اول بل چا ورباندې تعرض کړی دی او بیا یې دوی ځواب ویلی دی.
زما
په اند د تحول او تداوم د ټیم د محبوبیت یو دلیل که د دغه ټیم له مشرتابه سره تعلق
لري او بل دلیل یې د پروګرام په قوت کې وي،
نو درېیم
دلیل یې د دغه ټیم د فعالانو له ارام، مودبانه او نرم چلند سره ارتباط لري. دغسې
رویه نه یوازې انتخابات، بلکې افغانستان
کامیابولای شي.