د سولې ټړونونه او بشري حقونه

ډاکټر نظام الدین کټوازي            
د سولې اوبشري حقونو د ټولنې مشر
Dec.31, 2012
 پېژندنه :
د تیري پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې، چې د سړې جګړې د پای موده وه  نړۍ وال د مهمو سیاسي او اقتصادي بدلونونو شاهدان و . د سړې جګړي اختلافونو او رقابتونو د دریمې نړۍ په وروسته پاتی هیوادونوکې قومي، مذهبي او سیاسي جګړوته ځای پریښود. په د هیوادونو کې اختلافونه او جګړو زور واخیست تر دې چې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره په جديګواښ بدل شول . ددې خطر د رفع کولو او جګړو د ختمولو لپاره چې له ډیرو ناخوالو او تیریو سره ملې وې ددی اړتیا ورځ تربلی زیاته احساس  کېده چې د ښکېلو خو اوو ترمنځ اختلافونه په سوله ییزه طریقه حل شي . که څه هم د جګړو او خشونت د راپیدا کېدو لپاره ګڼ شمیر لاملونه پیژندل شوي ، خو یو بنیادی لامل یی دا و چې په جګړو کې د  ښکېلو هیوادونو حکومتونه او رسمی موسساتو ددې ظرفیت پیدا نه کړ چې خلکو ته بنیادی اجتماعی خدمتونه ورسوي. ددغه  ناتوانی او د سیاسي ازادی د نشتوالی له امله د دی هیوادونو خلکو  په خشونت لاس پوری کړ او په دې ډو ل د مقاومت او استبداد کړۍ جاري وساتل شوه ( د نړیوال بانک د ۲۰۱۱ کال د نړی والی پرمختګ راپور WDR 2011) د نژدې د وولسیزو تجربو و ښودله چې د اختلافونو او جګړو د ختمولو لار دخشونت او ترور نه، بلکه د دې هدف لپاره  د سولې او مذاکراتو لار اغیزناکه او ګټوره ده . د همدې درک او ضرورت پربنیاد د شلمې پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې ګڼ شمیر د سولې تړونونه په جګړو کې د ښکېلو خواوو له خوا لاسلیک شول چې ځینې یی بریالی وختل او دیوي پایداری سولې هیله منديیې را په یاده کړي ( جنوبی افریقا ۱۹۸۳،هرڅیګووينا- بوسنیا ۱۹۹۲ ، روندا ۱۹۹۴،سریلانکا)او ځینی نور (حتی زیات شمیر)داسې تړونونه ونه شو کولای چې خپلو ملکونوته سوله او ثبات بیاراولی . د دی ناکامی عمده لامل د حکومتونو هم هغه ناتواني او بی ظرفیتی په ګوته شوې چې مخکې ورته اشاره وشوه .
د سولې په مذاکرو کې یوه لویه ستونزه دا وي چې د عدالت او سولې ترمنڅ کوم یو باید انتخاب شي. د جګړو د پای ته رسولو لپاره د فعالینو او د بشري حقونو د مدافعینو په منځ کې په دې ټکي اختلاف راپیدا کیږي. د جګړو پاي ته رسولو فعالین په دې ټینګار کوي چې په فوري ډول اوربند رامنځ ته شي او په جګړه کې ښکیلې خواوې د مذاکرو میز ته راوبلل شي. دغه فعالین ډیر زور په پروسه باندې اچوي چې د خبرو او مذاکرو دروازې خلاصې شي، د ښکیلو خواوو ترمنځ د اعتماد یوه فضا پیدا شي او وروسته له دې وخت څخه د دایمي سولې لپاره استفاده وشي.
د بشري حقونو مدافعین د پروسې په ځای په نتیجه باندې ډیر زور اچوي. هغوي وایي چې دایمي او پخه سوله هلته رامنځ ته کیدای شي چې د جګړو په اصلي لاملونو باندې خبرې وشي او د هغوي د محوه کولو لپاره قانوني چوکاټ او میکانیزمونه تعیین شي. دوي فکر کوي چې په معمول ډول په بشري حقونو تیری او د افرادو له بنسټیزو ازادیو او حقونو څخه انکار کول د دې لامل ګرځیدلی چې خلک خشونت او تاوتریخوالی ته اړ شي. نو له دې امله د بشري حقونو د اعادې او تامین لپاره باید لار وسنجول شي که غواړو چې دایمي سوله رامنځ ته کړو.
د سولې هر تړون ځانته خپلې ځانګړتیاويلري. داسې کومه عام شموله نسخه نه شته  چې د سولې د هر تړون لپاره کار ورکړي او له مخې یی په جنګونو کې ښکېلی خواوي روغې جوړې ته ورسیږی. د هر ملک تاریخی سیاسي او اقتصادي شرایط بیل دی او له  همدې امله د خپلو ملی شرایطو او سیمه ییزو ملاحظو پر بنسټ د سولې موافقې لاسلیک کوي .
په معمول ډول د سولې موافقې د سولې د پروسي له څو مرحلو وروسته د لاسلیک پړاو ته رسیږي.
د سولې پروسه ټولې هغه هڅې او نوښتونه رانغاړی چې په ترڅ کې یی لوړپوړی سیاسي او نظامی چاروا کې ،خصوصأ هغه خواوې  چې په مخامخ جګړو کې شاملی وي دیو ډول جوړ جاړی لپاره سره راغونډ کړي په دې مرحله کې ښایي مخامخ خبرې وشي یا ونه شي . (Christine Bell 2006)
له دې تعریف څخه جوتیزی چې د سولې پروسه یو تغیر پذیره ماهیت لري له شرایطو سره سم بدلونونه مني، له پیچلو پړاوونو څخه تیریږی چې اکثرآّ له ابهام او ناڅرګندو هیلو او امیدونو سره مله وي، څیړونکو په عموم ډول د سولې د تړونونو لپاره درۍ مرحلې پیژندلی دي :
۱- د مخکنیو مذاکرو د پړاوتړون
۲- د بنسټیزو مسالو تړون
۳- د تطبیق د مرحلی تړون
تیرو تجربو ښودلی ده چې د مخکنیو مذاکرو پړاو همیشه له وقفو، شک او تردید او په شاکېدو او پرمختګ سره تړلی وي . ښکېلی  خواوي په خبرو کې یو باثباته او مشخص دریځ نلري هره خوا هڅه کوي چې د بلی خوا له منځ دریځو عناصر وسره کښینی د جنوبی افریقا ۱۹۸۳، دسریلانکا ۱۹۹۵ او د افغانستان د ۲۰۱۲ کال مذاکرې د همدې ډول  مذاکرو نمونې دي په دې پړاو کې مرکزی پوښتنې داوي چې څوک او د کوم موقف او اعتبار څښتنان له  هری ښکېلی خوا  څخه باید په خبرو کې برخه واخلي .
د کډوالو راستنیدل ، د بندیانو خوشي کول ، د مذاکره چیانو لپاره مصوؤنیت هم نوری داسېمسالې دی چې د پیش شرطونو په څیر په مذاکرو کېوړاندېکېږی په عموم ډول ښکیلې خواوې د راتلونکو خبرولپاره په یوه اجندا موافقه کوي او د بنیادی مسالو په باب هره خوا خپل دریځ اظهاروي . په حقیقت کې په دی مرحله کې د راتلونکو خبرو په باب خبری او مذاکرېوي .
د افغانستان د کشالې په اړه د ښکېلو افغانی خواوو په مستقیم ګډون د لومړی ځل لپاره ددی کال د دسمبر په ۲۴ په پاریس کې  د بین المللی منځګریتوب په مټه مخکېنی مذاکرې وشوې .له هغه پخوا هم د چاپان په کیوتو کې د ۲۰۱۲ په جون کې د افغان حکومت او مخالفینو ترمنځ خبرې شوې وې خو کومې پایلې ته چې د سولې هیله ورڅخه شوې واي، ونه رسیدې.د پاریس مذاکرې که څه هم له شکونو او تردیدونو سره ملی وي خو په عموم ډول د یوه مثبت بدلون او نوښت په څیر ارزول شوي دی . په خبرو کې د افغانستان د حکومت غوښتنه دا  وه چې په نورو خبرو کې باید د  طالبانو له خوا داسې کسان ګډون وکړي جې هويت او موقف یی څرګندوياو د پوره صلاحیت څښتنان وي .
دغه راز د بنسټیزو مسالو په اړه د اساسي قانون د تعدیل او د نوي موقت حکومت د جوړولو خبره هم یاده شوه چې د افغانستان د حکومت له خوا  په نیمګړي ډول ځوابشوه او یا یو مخیزه مسترده شوه . په دی ډول موږ ګورو چې د مخکېنو مذاکرو پړاو له ستونزو ، بندیزونو او په عین وخت کې له پرمختګونو او هیلو سره یو ځای وي . دغه حالت ددی مرحلی یو خصلت پیزندل شوي او که چیری په اوضاع کې یو موقتی شاته تګ او یا تردید رامنځتهشي ، د مایوسی او ناهیلی سبب باید ونه ګرزی .  دې مرحلې یو بل خصلت دا هم وي چې په جګړه کې ښیکېلی خواوي د بنسټیزو مسالو او تړون لپاره پیش شرطونهوړاندې کوي خو په عین حال کې جګړونه هم ادامه ورکوي او مذاکړې د خپلو نظامي بریا وو او ستراتیژي په سیوری کې پرمخ بیایی له همدې دریځ څخه د سولې دپروسی تغیر منونکې ماهیت په ډاګهکېږی .
په پاریس کې له مذاکرو څخه یوه ورځ وروسته یانی د دسمبر په ۲۵ د جورجان په ولایت کې یوه پولیس پنځه تنه نور پولیسان په ډزو وويشتل او مړه یی کړل. طالبانو ددی حادثې مسوولیت ومانه . ددسمبر ۲۶ د خوست په ښار کې د تعبییه شوي چاودیدونکې توکې په ذریعه یو تن سرتیری ووژل شو او ګڼ ملکې کسان ژوبل شول. د تبعیه شويو چاودیدونکو توکو په کارول او ځانمرګی بریدونه دوه هغه خطرناګ جنګی تاکتیکونه دی چې د حکومت مخالفو خواوو له ډیره راهیسی په کاراچولی. د خواشینی خبره ده ده چې دغه دواړه تاکتیکونه د بشر پالنی د بین الملی قانون او اسلامی او صولو مراعات نه کوي ځکه چې په نتیجه کې یی بی ګناهملکې کسان وژل کېږی ژوبلیزی او یا ددوي مال او جایدادونوته زیان رسیږي.
دغه راز د حکومت پلوه ځواکونو، په هوایي بمباریو او د شورشیانو د پلټنو تر عنوان لاندې عملیاتو کې ګڼ شمیر بې ګناه کسان نیول شوي، توهین شوي او په توقیف خانو کې ءاته دي بې له دې چې د قانوني چلند له مخې د هغوي د ګناه او جرم اثبات وشي. دا ټول موارد د وسله وال خشونت په چوکاټ کې په بشري حقونو د تیري مثالونه دي.
۲- د سولې په پروسه کې دويم پړاو د بنسټیزو مسالو په اړوند د تړون لاسلیک کول دی . په دی تړون کې د ډیرو اساسي مسالو د حل او بدلون لپاره په  یوه چوکاټ باندی موافقه کېږي چې په بنیادی ډول د بشري حقونو مسالې رانغاړی که څه هم ښایي په تړون کې د بشري حقونو نوم هم وانه اخیستل شي خو اساسيمسالې لکه د سیاسي او اداری ځواک په ويش او دهغه د کارولو په طریقه باندی هو کړه کول اساسيبشري حقونه مطرع کوي لکه د برابری او عدم تبعیض حق او پهسیاسي ، اقتصادي چارو کې د ټولو د استازو د ګډون حق ، په معمول ډول په دی تړون کې د کشالو د حل لپاره په سوله ییزه طریقه باندی ټینګار کیږي . دقضایی او امنیتی ځواکونو په ریفورم ، د نويو موسساتو په تشکېل چې د افرادو بنیادی حقونه وساتی موافقه کېږي.  ښکېلې خواوې دیوه فوري اوربند په باب او بشري حقونوته د احترام په میکانیزم باندېهم هوکړه کوي او د هغه د تطبیق لپاره یو زمانی چوکاټ ټاکي .
تجربو داښوولی ده چې دغه تړونونه ښایی عملي شي یاعملي نه شي . ګڼ شمیر لاملونه د هغو په تاخیر کې نقش درلودای شي لکه د ښکېلوخواوو په دریځ کې بدلون درهبرانو مړه کېدل یا ګوښه کېدل او نور.
۳- د تړون د تطبیق مرحله :
په دی تړون کې د بنسټیزو مسالو په باب د تړون جز یًیات او جوړښت عمليکیږي . په معمول  ډول ددی مرحلی د پیل کېدو لپاره ددی ضرورت پیدا کیږي چې ښکېلی خوا وي له سره نور مذاکرات پیل کړي . مهمه پوښتنه دا وي چې هره خوا ددی امکان سنجوي چې څنګه کولای شي خپلی هغه  غوښتنې اووړاندېزونه په عملي ډګر کې تر لاسه کړي چې په تړونونو کې پرې موافقه شوې وه . 
 د بشري حقونو رابطه د سولې له تړون سره :
د سولې هر تړون په بنیادی ډول یو حقوقی چوکاټ دی او دغه ټوله پروسه له بشري حقونو سره یوه طبیعی او نه بیلیدونکې رابطه ځکه ساتي چې هدف د جګړو ختمول او په سوله ییزه طریقه د اختلافونو محوه کول وي .
د سولې د تړون په هغه برخه کې چې د بنسټیزو مسالو لپاره چوکاټ ټاکېاساسيبشريحقونه او هغه میکانیزمونه بیانیږي چې په ذریعه یی نوموړي حقونه باید عمليشي . دغه راز په تړون کې د اساسي ریفورمونو خبری لکه په قضایی سیستم  د امنیتی قواوو په تشکېل او اساسي قانون کې بدلونونه ر ا منځ ته کیږي چې په  جنګ ځپلو ملکونو لکه افغانستان کې ډیرې حساسېملی مسالې رانغاړي،  په تفصیل سره پرې موافقه کیږي . د سولې د تړون او په هغه کې د بشري حقونو نقش په لنډ ډول له دوو مهمو اړخونو سره رابطه پیدا کوي .
له یوي خوا د جګړو په دوران کې په بشري حقونو تیری تقریبآ یو معمول ګرځیدلی او ټولی ښکېلی خواووي د هغو مسوولیت لري . په دی باب په تیرو مخونو کې لنډه یادونه وشونه په بشري حقونو تیری د افغانستان د جګړو یوه اساسيجنبهاو خصلت و چې د لسیزو په دوران کې یی سیسټماټک شکل اختیار کړي او له همدی وجې د جګړو په پراختیا ، شدت او نوعیت کې یی هم نقش درلودلای دې . له دی امله د بشري حقونو د ساتنی او تضمین مساله د یوي تل پاتی سولې او ثبات لپاره ډیر اهمیت پیدا کوي .
دويم اړخ یی له دی حقیقت سره تړاو لري چې د بشري حقونو په درک ، پراختیا او اهمیت کېد تیرو څو لسیزو په دوران کې د پام وړ پرمختګ او بدلون محوسس کیږي . د بشري حقونو بین المللی معیارونه  چې د بشري حقونو په بین المللی  تړونونو کې ذکر شوي او د ګڼ شمیر هیوادونو له خو ا پیژندل شوي اوس په ملی او بین المللی کچه په سیاسي او اقتصادي پروسوکې د تنظیم کوونکې عنصر په څیر ثابت شوي . دغه معیارونه هم په کور د ننه د حکومتونو او افرادو په منځ کې  د رابطی او د قانون د واکمنی په اړه او هم د ملکونو په منځ کې د  اړیکو د تنظیم او اداری په ډګر کې یو پیژندل شوی اصل دی .
له بلی خوا د بشري حقونو په مفهوم او درک کې یو اساسي بدلون ددی باعث ګرزیدلی چې بشري حقونه په مجرا ډول نه بلکه په باهمی ارتباط او څواړخیزی رابطېاو اغیزی په ډول مطرح او د تطبیق ډګر ته راوتلی دی په ۱۹۹۳ کې د بشري حقونو د جهانی غونډی مذاکرې چې په ويانا کې جوړه شويوي دی نتیجی ته ورسیده چې د بشري حقونو هغه اصلی روحیه او مفهوم چې د بشري حقونو په نړیوالې اعلامیېکېUniversal Declaration of Human Rights (UDHR 1948)په هغی ټینګار شوي ، بیا راژوندی کړې او د ملکونو د سیاسي،اقتصادي، کلتوري او اجتماعي ژوند په ټولو برخو کې خپل نقش را تازه کړي . له دی حادثې وروسته بشري حقونه د ساړه جنګ د دوران  په هغه ويش باندی چې سیاسي او مدنی حقونو ته یی د اقتصادي او اجتماعی حقونو په پرتله ارجحیت ورکاوه ، اوس باور نشته .  اوس  په دی ټینګار کیږي چې ټولنیز پرمختګ ،  ارامی او له جګړو او خشونت څخه د خلاصون ستراتیژي باید په دی بنیاد طرح  او تطبیق شي چې د  ټولو  حقونو په همزمان ډول ، د شرایطو او خاصی وضعی په پام کې نیولو سره  احترام وشي ، دهغو د  ساتنی لپاره میکانیزمونه او موسسات فعاله شي چې د شفافیت او ګډون په اوصولو ولاړ وي او د پرمختګ لپاره یې پروګرامونه طرح او تطبیق شي چې د عدم تبعیض او برابری اصل پکې مراعات وي . په افغانستان کې د سولې هر تړون باید د ملی قوانینو ، اړتیاوؤ او غوښتنو او بین المللی معیارونو پربنسټ لیږ تر لیږهدرۍ مهمی مسالې په پام کې وساتي:
لومړی مساله د افرادو له بشري بنسټیزو حقونو سره تړاو لري . د بشري حقونو د تامین لپاره ضروری خبره دا ده چې قضایی ، امنیتی ، سیاسي او اداری ژور ریفورمونه تطبیق شې . دغه ریفورمونه د هغو اساسي ستونزو د حل کولو سره سرو کار لري چې د جګړو او خشونت باعث ګرزیدلی لکه قومی او مذهبی تبعیضونه او بدبیني، په اداري چارو کې قوم پرستي او خويش پرستي، د اداري فساد ډیر شکلونه، منابعو ته په سیمه ییز ، قومی او ګروپی لحاظ نا برابر لاس رسی په سیاسي او اقتصادي پروسو او پریکړو کې مشخصو ګروپونو ته د ګډون له حق څخه انکار کول او نوری ګڼی ستونزی او د بشري حقونو د نقض قضیې . د بشري حقونو نقض په افغانستان کې هم د جګړو سبب ګرزیدلې او هم د دغو  جګړو او خشونت محصول ګنل کیږي .
په تړون کې د جګړې ښکېلې خوا وې ښایی د بنیادی قضایی او امنیتی چارو له ریفورمونو سره مخالفت ښکاره کړي ځکه د  سولې په تړونونو کې تر ټولو ستونزه منه خبره دا ده چې د راتلونکې موسساتو نوعیت ، ځواک او پراختیا به څومره وي چې دا فرادو د حقونو د ساتنی لپاره په تړون کې پری موافقه کیږي .
یوه اغیزمنه طریقه چې دد غو ریفورمونو تطبیق تضمین کړي دا ده چې له مدنی ټولنی سره سلا مشوری وشي او  هم د بین المللی معیارونو نقش ته پام وشي . هر څومره چې د سولې تړون پراخوسلا مشورو ته مراجعه وکړي او د خشونت او جګړی بنسټیز  لاملونو ته پام واړويشي هغو مره د تړون د بریالتوب چانس زیات وي .
(Christine Bell 2006)
د جایدادونو مساله :
د سولې تړون په معمول ډول د کډوالو د بیرته راستنیدلو مسا له یادوي . دغه مساله باید د بین المللی حقونو په بنیاد د کډوالو باعزته راستنیدل په نظر  کې ونیسی .
په دې باب یوه لويه مساله د دغو خلکو د جایدادونو د بیرته ورکولو او په حال کولو  خبره ده . د کډوالو جایدادونه ښایی د جنګ په دوران کې د نورو کسانو له خوا نیول شوياو غصب شويوي یادوي په زوره له هغو ځایونو څخه بی ځایه شويوي . د جایدادونو په سر ښایی  له   ځای په ځای شويو خلکو سره د دوي تصادم راشي . ددی لپاره چې دروغی جوړی تړون دوام پیدا کړي ،  ضروری ده چې تړون باید د جایدادونو د مسالې لپاره د حل لار ولټوي ، او ددوي حقونه بیرته په خپل حال کړي او که دا ممکنه نه وي ، راستنیدونکو  ته یی باید جیران ورکړيشي .بیرته په حال کول دا معنا لري چې کډوال باید بیرته خپلو پخوانیو ځایونو ته راوګرزی او د دوي جایداد بیرته ورته ورکړل شي  اوکه د جایداد بیرته ورکول ممکن نه وي دوي ته یی باید جبران ورکړل شي چې په دی کې د مادی اجناسو زیان هم شامل دی .
د پخوانیو جرمونو حساب ورکونه :
کله چې د سولې د تړون خبری کیږي ، خصوصآ په داسې ملکونو کې لکه افغانستان چې یوه اوږده داخلی جګره ښاته پریږدی ، نو ډیر سوالونه ذهن ته راځی لکه دا چې د جنګ په دوران کېپهبشري حقونو کومو کسانو تیری کړي؟ له بې ځایه شويو خلکو سره اويا د بشري حقونو د تیری له قربانیانو سره به څه کیږي ؟ د  بین المللی ټولنی نقش به ددغو کشالو په حل کولو کې څهشيوي ؟  او داسې نوری ډیری پوښتنی .  دغه ټولیپوښتنې او مسالې د بشري حقونو د مفهوم ، ژبی او سیسټم په چوکاټکې مطرحکیږي او له هغو اخلاقی موازینو سره تړلی ګڼلې کیږي چې د دی سیسټم له خوا ټاکل کیږي .ښایي ددغو ټولو مسالو مرکزی ټکې په دی کې خلاصه شي چې په داسې شرایطو کې موږ سولې او که عدالت ته ترجیع ورکوو .
همدا رنګه،  هره روغه جوړه د دې ټکې یادونه کوي چې ځواک په دیموکراتیک ډول وويشل شي او د هغی لپاره د بشري حقونو یو چوکاټ ټاکې لکه قانونی  محکمی،  د بشري حقونو کمیسیون ، د حقیقت موندنېکمیسیون او نور قضایي او غیر قضایي مکانیزمونه . د سولې په خبرو کې بله مهمه خبره د بین المللی بشري قوانینو نقش دی .
د سولې اوعدالت په منځ  کې د رابطی پوښتنه یوه مرکزی مساله ده چې د بین المللی قانون له خوا یاده شوي . او د ملګرو ملتونو په منشور کې ، د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې یې هم ذکر شوي.هلته سوله د بشري حقونو له تعمیم  سره تړلی ګڼي خو په عملي ژوند کې بیا دغه رابطه له ستونزو سره مخ ده. په هر حال د سولې اوعدالت مساله د سولې د هرې موافقې په کولو کې اساسي نقش لري .
References:
Negotiating Justice? Human Rights and Peace Agreements .In: International Council on Human Rights Policy, 2006. www.ichrp.org
Peace Processes, Peace Agreements and Human Rights, Christine Bell, 2006
Universal Declaration of Human Rights, 1948
The 2011 World Development Report. www.Interntional-alert.org