
په دې وروستیو کې د ټاکنو د مرکزونو
او هوټلونو پر وړاندې د هېواد د دښمنانو بریدونه زیات شوي، چې پړه یې د طالبانو له
خوا پرغاړه اخیستل کېږي. د نامعلومو کسانو
له خوا د ډله ییزو بریدونو مخینې ته په کتو وسله وال طالبان په یوازې ځان نه شي
کولای چې پر مهمو دولتي ادارو بریدونه تر سره کړي.
د تر سره شویو ډله ییزو بریدونو په اړه را بر سېره شوي شواهد ښيي چې وسله وال
طالبان او حقاني ډله یوازې د بریدونو لپاره بشري ځواک برابرولای او ماغزه یې
وینځلی شي او تخنیکي، کشفي او مالي امکانات یې د ګاونډیو هېوادونو استخباراتي کړۍ
برابروي.
که څه هم د ډله ییزو بریدونو مسوولیت ظاهراً وسله وال طالبان په غاړه اخلي، خو
ورته بریدونه، چې ډېرې قربانیان یې د دولت ملکي کارکوونکي او عام افغان دي، د وسله
والو طالبانو سیاسي موقف ته کومه ګټه نه رسوي، بلکې برعکس ورځ تر بلې یې پر وړاندې
د ولس کرکه زیاتېږي.
افغانان ورځ تربلې د ولسمشريزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته ور نږدې کېږي او
معلومه خبره ده چې دا ځل به داسې څوک د هېواد د ولسمشر په توګه وټاکي چې د هېواد د
سوکالۍ لپاره هوډ، پلان او د مدیریت وړتیا یې ولري. د افغانستان ګاونډی هېوادونه چې د افغانستان کې
په بربادۍ کې خپله ابادي لټوي، هیڅکله غوره نه ګڼي چې افغانان
پر خپلو پښو ودرېږي او د دوی د شومو موخو پر وړاندې غږ اوچت کړي.
نو وسله وال طالبان باید د افغانانو په خپلمنځي معامله کې د ګاونډیو هېوادونو د
استخباراتي کړیو د لاس اله ونه ګرځي.
له طالبانو څخه د ولس تمه دا ده چې
ټاکنې یوه ملي پروسه ده او د طالبانو په شمول د ټول ولس ملکیت ده او باید خلکو ته
اجازه ورکړي چې ټاکنې په بریالۍ توګه ترسره کړي. ځکه، روانې ټاکنې ډېرې هیله
بښونکې دي، په هېواد کې د تحول لپاره حرکت پیل شوی چې د دغه حرکت د کامیابۍ په
صورت کې به د تحول او دوام ټیم په هېواد کې یوه مهربان او خدمتګار حکومت رامنځته
او د جګړې ټول عوامل به له منځه یوسي او د ټول افغان ولس لپاره به د باعزته سولې
او په حکومت کې د ګډون زمینه برابره کړي.
دولت به د ولس خاوند نه، بلکې ولس به
د یوه داسې دولت خاوند وي، چې د ولس د خوښې او پرېکړو احترام به کوي او د حکومت
دنده به یې دا وي چې د خپل ولس خدمت به کوي.
د تحول او دوام ټیم تل دا شعار ورکړی
چې باداري نوره ختمه ده او جګړه هم ورسره ختمه ده، د افغان او افغان ترمنځ او د
مسلمان او مسلمان ترمنځ جګړه په هېڅ ډول روا نه دهاو دغه ټیم سر له اوسه خپله
متارکه اعلان کړې، افغان د افغان ورور دی، افغان تروریست نه لري، افغان باعزته او
ویاړلی مسلمان او سوله خوښی ولس دی، افغان نه چا ته جګړه صادره کړې او نه یې اسلام
او اخلاق دا ایجابوي چې چاته جګړه او فتنه صادره کړي، بلکې دا نور دي چې دوی ته
جګړې او تروریزم صادوري.