د ځوان نسل کاندید

د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې هم کاندیدانو د ځوانانو د ژوند د ښه کولو ژمنې کولې، دادی اوس هم کاندیدان د ټولنې د همدغه متحرک قشر د جلبولو لپاره غوړې غوړې ژمنې کوي، څو د دوی په احساساتو راولي او پر مټو یې قدرت ترلاسه کړي. خو یوه خبره باید پخ یاد ولرو چې زموږ د اوسنيو ځوانانو په افکارو او له سیاسته د هغوی په انګېرنو کې تر پخوا ډېر لوی بدلون راغلی دی. دوی اوس د کاندیدانو برنامې څاري، په خواله رسنیو کې پرې بحث، نقد او انتقاد کوي. دوی اوس په تشو وعدو نه غولېږي هغې برنامې او کاندید ته ترجیح ورکوي چې د دوی په ژوند کې د بدلون لپاره عملي پروګرام او قوي اراده موجوده وي.  ولسمشرۍ ته په اوسنیو ولاړو کاندیدانو کې ډاکتر اشرف غني احمدزی هغه څوک دی چې تر نورو زیات يې د ځوانانو پام ځان ته اړولی دی. د ده انتخاباتي برنامو او تېرو کاري تجربو ته په کتو سره، دا مهال په ټولنه کې د ځوان نسل د کاندید په نوم شهرت لري.
 ښاغلي غني ویلي وو، چې په راتلونكو پنځو كلو كې بايد دولتي اداره ۵۰ په سلوكې نوي نسل ته انتقال شي. يوه لويه پانګونه  به يې په پوهنتونونو باندې وي، د هغه په باور زموږ پوهنتونونه بايد د انسانانو په فابريكو بدل شي. ددې په خوا کې د یو میلیون کاري فرصتونو د رامنځته کولو ژمنه يې هم کړې ده. ممکن دغسې ژمنې نور هم وکړي، خو زموږ لوستي ځوانان په دې پوهېږي چې دا کار څوک؟ څنګه؟ او په کومې امکاناتو کولای شي؟
 ډاکټر غني په يوې غونډې کې ویلي وو: دی ویاړې چې د ځوان نسل په کاندید مشهور دی، د ډاکټر غني په باور ځوانان هغه اكثريت دى چې په سياسي او اقتصادي اقلیت بدل شوي دي، تر هغې چې دوى پر يوه سياسي او اقتصادي اكثريت بدل نه شي، په دې خاوره كې نه ثبات راځي او نه هم سوکالي.
 
ډاکتر اشرف غني د یو وګړ پېژندونکي یا انټروپولوجیست په توګه تر بل هر چا دغې مسلې ته په ژوره نظر کتلی شي. د ټولنیزو علومو ماهرین په دې باور دي چې په محرومو اقشارو کې تر بل هر چا د جرم او جنایت کچه لوړه وي. همدا اوس چې کوم جرمونه  او جنایتونه کېږي، یا هم له مخالفو ډلو سره څوک ملګري کېږي د پولیسو او نورو شمېرو له مخې اکثره په کې له وزګارو او د لرې پرتو سیمو له محرومو ځوانانو استفاده کېږي. دا هغه ځواک دی، چې د یو ښه پلان او حکومتي مدیریت په اساس کولای شي چې مثبت لوري ته سوق شي. کله چې دوی په کارونو وګومارل شی، د زده کړو فرصتونه ورته چمتو شي او د روښانه راتلونکي زېری ورکول شي، ښکاره خبره ده چې په سولې او ثبات به يې اغېزه مثبت وي.
 د یو اټکل له مخې د افغانستان ټول نفوس شاوخوا دېرش ميليونو تنو ته رسېږي، چې په دې کې اويا سلنه ځوانان جوړوي. د افغانستان د سر شمېرنې د مرکزي ادارې د ارزونې له مخې ويل کېږي چې د پنځوس سلنې زيات وګړي د دېرش کلنو ښکته عمر لري.
ډېری افغان ځوانان او ماشومان داسې دي، چې ډېرو لږو يې ددې چانس موندلی دی چې د جګړو په کلونو کې په یوه امن ځای کې ژوند وکړي، پاتې نور يې د جګړو په ناخوالو کې رالوی شوي دي چې لا يې هم په څېرو کې د جګړو او تاوتريخوالي نښې نښانې ښکاري.
که څه هم د پخوا په پرتله ګڼ شمېر ځوانانو ته يو شمېر حقونه لکه ښوونه او روزنه، کاري فرصتونه او له نوې ټکنالوژۍ سره د بلدتیا شرایط چمتو شوي دي، خو دا ددې مانا نه لري چې ځوانان دې په اوسني وضعيت راضي وي، نوي حالات نوې ستونزې او چلنجونه لري چې دغه ستونزې تر بل هر ټولنيز قشر ځوانان ګواښي. په تېرو لسو کلنو کې حکومت او سیاستونه داسې وو، چې ځوانانو ته يې ډېر لږ نقش هغه هم په خدماتي برخه کې ورکړی دی، یعنې په لویو سیاسي پرېکړو او مدیریتي برخو کې دوی ته پام نه دی شوی، ځکه په تېرو دولسو کلنو کې زموږ د حکومتونو ماهیت داسې وو، چې د زاړه پالو، قومي او تنظیمي ټیکه دارانو خبره په کې پرېکنده ګڼل کېده او قدرت هم د همدغو کانالونو له لارې ویشل کېده او کېږي. دې کار ځوانان ورځ تر بلې څنډې ته کړل او دادی اوس ټولنه له یوه لښکر تعلیم یافته وزګارو ځوانانو سره مخ ده، هغه چې کسب او کمال نه لري د هغو شمېر خو له حسابه وتلی بوله.
 
جګړه، كورنی او ټولنيز تاوتريخوالی، لوږه، نا امني او بې وزلي هغه ستونزې دي؛ چې افغانان يې د ګڼو ستونزو تر څنګ له رواني فشارونو سره هم مخ كړي دي. په دې كې بې وزله او په جګړه ځپلو سيمو كې مېشتو كورنیو او ځوانانو تر نورو ډېر زیان لیدلی دی.
په ورستيو څو كلونو كې چې كومې څيړنې د ملې او نړیوالو موسسو لخوا د روغتيا په برخه كې ترسره شوې دي، د هغو پر بڼـست دا ښودل شوې چې ۶۶ % افغانان د رواني اختلالاتو او ټولنيزو ستونزو له وجې رنځ وړي.  
كه چېرې دغه نړيوالې او په هېواد كې ترسره شوې زړې سروې ګانې له اوسني وخت سره چې د جنګ جګړو او يو لړ ټولنيزو ستونزو له امله وضعيت تر پخوا لا پسې د خرابېدو په خوا روان دى پرتله شي، ښايي دا كچه تر دې هم زياته وي.
په څه دپاسه دیارلس کاله مصلحتي حکومت کې، دومره غیر مصلحتي کارونه وشول چی اکثره ملي پروکرامونه یو له بل سره په ټکر کې وو، چی له امله يې د افغانستان حکومت په دنیا کی د مالي، اقتصادي، فرهنګي او حتا په کانکوري درغلیو کې لومړی مقام ترلاسه کړ، چې ددې ټولو ناکامیو دروند بار په ټولنې او د ځوانانو په اوږو پرېوت.
 
  لکه مخکې مو چې يادونه وکړه تقريبا د افغانستان ټول ځوانان د مهاجرت او جګړو کلونو پر مهال رالوی شوي دي، په سختو شرایطو کې يې زده کړې کړي، دوی ته د بحران او جګړې نسل ويل کېږي، ځکه دوی په جګړو او بې وزلۍ کې ځانونه تر دې ځايه رارسولي دي. پر اقتصادي، ټولنيزو او نورو ستونزو علاوه ددوی رواني ستونزې هم تر بلې هرې ټولنې او قشر زياتې دي. له همدې امله یو داسې کاندید ته اړتیا لري چې د دوی له هیلو سره سم پلانونه ولري او دوی تر نورو ښه درک کولای شي. چې تر دې مهاله ډاکتر اشرف غني احمدزی په دې توانېدلی چې د دوی ملاتړ له ځان سره ولري.