وچ په سترګو او په زړه مې توره شپه ده


وچ په سترګو او په زړګي مې توره شپه ده 
زړه مې ژاړي نن مې زړه خفه خفه ده 

بې خفګانه مې هيڅ زړه ته ورتلى نه شي 
نن مې غم د زړه نه ګډه دايره ده 

د زړه کور کې غم غمونه راته جوړ دي 
نن خو غم لکه بې دينه امريکه ده 

ياره ډيره مجبوري ده ګني خدايږو 
په سرکى اور کې بې تا هره لحظه ده

هر چې وي ياره زما به ګيله نه کړې 
ځکه ختمه بيلتانه مې حوصله ده 

بس وصال د خوستى غواړم دالله نه 
لاس مې پورته مخ مې کړى په قبله ده