
د
چهارشنبې په ماخوستن مې په اریانا تلویزیون کې د ښځو د حقونو او ستونزو په باره کې
د ولسمشرۍ د کاندیدانو مناظرې ته ډېره تلوسه وه. غوښتل مې پوه شمه چې کاندید
صاحبان د ښځو د حقونو او د هغوی د ستونزو د اواري په باره کې په مشخص ډول څه وايي
او د ولسمشرۍ د کوم کاندید نظریات د افغانستان د مظلومو خلکو او په تېره بیا
مېرمنو لپاره ډېر په ګټه دي.
خو
کله چې مناظره پیل شوه، ډېره ناکراره شوم. له کابو یو درجن کاندید صاحبانو څخه
یوازې ډاکتر صاحب اشرف غني احمدزی او ښاغلی داوود سلطانزوی راغلي وو. د پروګرام
چلوونکې خواشیني
څرګنده کړه چې دا خلک د ښځو د حقونو خبرې کوي خو چې د بحث او مناظرې وخت راشي، بیا
ځان په یوه پلمه او بله پلمه له مناظرې او توضیحاتو څخه باسي.
ما
د ښځو د ستونزو په باره کې د ډاکتر صاحب اشرف غني احمدزي نظریات تر دې دمخه هم
اورېدلي وو او دغه وخت مې فرصت پیدا کړ چې لا زیات یې په دقت واورم او هغه څه هم
واورم چې پخوا مې نه وو اورېدلي. زه له ډاکتر صاحب اشرف غني احمدزي او دغه راز له
ښاغلي داوود سلطانزوی څخه د زړه له تله مننه کوم چې دې مناظرې ته راغلل او د
افغانستان ښځو ته یې خپل درناوی څرګند کړ مګر له هغو نورو کاندید صاحبانو باید
ګیله وکړم او دا ووایم چې اخر ولې له مناظرو ځان پټوي؟
یوه
کاندید صاحب تر اوسه پورې په یوه مناظره کې هم برخه نه ده اخیستې او په ظاهره یې
دلیل دا دی چې له امنیتي مشکلاتو په تشویش کې دی. عجبه دا ده چې دغه کاندید صاحب
چې د خپل امنیت په خاطر د تلویزیونونو خوندي او محفوظو ودانیو ته نه ځي، د جهاد او
قربانیو خبرې هم زیاتې کوي.
څو
اونۍ دمخه چې ازادي راډیو د مطرح کاندیدانو مناظره جوړه کړې وه نو هغې ته هم ډاکتر
صاحب زلمی رسول، ښاغلی عبدالقیوم کرزی او ډاکتر صاحب عبدالله عبدالله حاضر نه شول.
زه حیرانه پاتې شوم چې دوی خلکو ته د خپلو نظریاتو د وړاندې کولو له طلایي فرصتونو
ولې استفاده نه کوي. د ښاغلي عبدالقیوم کرزي نه راتګ بیا هم زیاته حیرانه نه کړم
ځکه پوهېدمه چې هغه هسې کاندید شوی دی او خامخا به ډاکتر صاحب زلمي رسول ته ورتېرېږي
مګر د ډاکتر صاحب عبدالله او ډاکتر صاحب زلمي رسول نه راتګ واقعا حیرانه کړم.
ځینې
کسان چې له ټولنیزو رسنیو سره یې رابطه زیاته ده، په دې نظر دي چې اکثره کاندید
صاحبان اوس له مناظرو وېرېږي او دا ورمعلومه شوې ده چې له هرې مناظرې وروسته یې
محبوبیت کم شوی دی. شاید همدا علت به وي چې د افغانستان د ولسمشرۍ یو شمېر کاندید
صاحبان له مناظرو څخه ځان څنډې ته کوي او لکه څنګه چې مې د تلویزیونونو له
ژورنالیستانو اورېدلي دي، اکثره کاندید صاحبان ډېر ځله د ژورنالیستانو د زاریو او
بیا بیا خواستونو په نتیجه کې مجبور شوي دي چې مناظرو ته حاضر شي.
مناظرې
نه یوازې د کاندیدانو د طرحو د پيژندلو لپاره بهترین فرصتونه دي بلکې د کاندیدانو
د عمومي معلوماتو اندازه هم ورنه معلومېږي. که مناظرې نه وای مونږ به څه پوهېدو چې
کوم کاندید صاحب د خپل ولس په ژبه نه پوهېږي او که بیا هم مناظرې نه وای مونږ به
څه پوهېدو چې یو نیم کاندید د قرآن عظیم الشان مبارک آیتونه هم متاسفانه غلط او
ناسم وایي.
په
دې کې شک نشته چې مناظره او مخامخ سوالونه او ځوابونه د افغانستان لپاره د کاندید
صاحبانو د نظریو د مقایسې په اړه ډیر ښه فرصت برابروي او اورېدونکو او لیدونکو ته
دا امکان ورکوي چې د اوسنیو کاندیدانو په منځ کې هغه څوک وپيژني چې د افغانستان
لپاره یې طرحې تر نورو دقیقې، علمي او عملي دي.
کاندید
صاحبان چې نن مناظرو ته نه حاضرېږي او ولس ته د مخامخ توضیحاتو جرات په ځان کې نه
ویني نو سبا که فرضا کامیاب شي څنګه به خلکو ته قناعت ورکوي؟
زما
وړاندیز دا دی چې رسنۍ دې د انتخاباتي کمپاین په پاتې لږو ورځو کې کاندید صاحبانو
ته لا زیاتې مناظرې جوړې کړي، څو په دې ډول خلکو ته معلومه شي چې کوم یو تر نورو لایق
او اصلح دی. که چېرته بیا هم دوی نه راځي او ځانونه پټوي، نو هم به خلک پوی شي چې
پټېدونکي څوک دي؟
په
اخر کې دا وایم چې کاندید صاحبان باید د ولس غوښتنې ته لبیک ووایي او په مناظرو کې
ګډون وکړي. دا نو مناسبه نه ده چې له مناظرو څخه د ځانونو د پټولو لپاره کله امنیت
پلمه شي او کله پاتیاوې.