رڼا ورځ وه،لمرراختلی ؤ،مرغانوپه خپلوخوږواوازونوښکلی سهارپیل ګړی ؤ،اودپسرلي موسوم ته په هرکلي کې وو.دجشن تیاری نیول کیده،سرودونه او نغمې له ورایه اوریدل کېدې.ځمکه هم په جوش اومستۍ کې وه له ډیرې خوشحالۍ نه یې دخندا اوازونو يې مرغان اسمان ته الوزول .اتڼونه اوګډاګانې یې کولې،چکچکې یې ترځمکې رارسېدلې هرچا یوبل ته زیري ورکولو ،لیکن ماهمغه یواوازاو یو تصویرلیدلو،دهمغې یوې مرغی غږ مې په غوږونو کې ؤ.دهغې زرزې سترګې اوملایم اوازونه دهغه ژیړ وزرونو هره لحظه زما په سترګوکې تصویرجوړاوه،نه پوهیږم چې داورکه شوې مرغۍ به زما دا تور څادر به په زرغون څادر بدل کړي او که څنګه!.
مینا مسعوده
وروستي