
نېټه
۱/۱/۱۳۹۳
سردار عبدالله خان د سردارسلطان احمدخان
غازي زوی او د زلمي
رسول (غورنیکه) ؤ، سردار عبدالله خان د محمدزیو په
سردارانو کې ډېر مشهور سړی نه دی تېر شوی خو د یوې پېښې له امله په تاریخونو کې
یاد شوی دی، هغه پېښه دا وه چې د انګریزانو په دوهم یرغل(۱۸۷۸م) کې د یرغلګرو انګریزانو
سره د خپلو هیوادوالو پر وړاندې اوږه په اوږه ولاړ ؤ او د (۵۵) ورځو له تېریدو څخه وروسته چې انګریزانو کابل
ونیوه نو د هیواد د هرې خوا څخه افغان مجاهدین د انګریزانو سره د جګړو لپاره راټول
شول، او داسې پلانونه یې جوړ کړي وو چې په کابل کې د دښمن پر پوځونو باندې له هرې
خوا څخه د محاصرې په حالت کې په یوه غږ بریدونه پېل کړي، خو کله چې د انګریزانو
اجنټ او جاسوس سردار ولي محمدخان (لاتي) د امیر دوست محمدخان زوی د ملي
مجاهدینو له جګړه ییزو طرحو څخه خبر شو نو یې په بیړې سره په کابل کې د انګریزانو
قوماندان جنرال (رابرتس) ته خبر ورکړ، انګریز جنرال په چټکۍ سره د مجاهدینو د
مخنیوي لپاره یو شمېر عسکر د انګریز(بریګیډیر میکفرسن) او سردار محمد حسن خان د امیر
دوست محمدخان د زوی په مشرۍ د شمال جبهې (کاریزمیر) ته ولیږل، او یوه بله قطعه
عسکر یې د بریګیډیر (بېکر) او سردار عبدالله خان د سردار سلطان احمدخان
غازي د زوی په مشرۍ د غرب جبهې(ارغندې) ته ولیږله ترڅو د غزني، کوهستان، پغمان،
ارغندې، او د میدان د مجاهدینو د یو ځای کید لو مخه ونیسي او پخپله جنرال رابرتس د
شېرپورپه قشله کې دیو ډول ظاهري قوت په ډول پاتې شو... . (افغانستان در مسیرتاریخ ص۶۲۶ )
سـردار ولـــــي محمد خــــان
(لاتـــــي) د امــــــیر
دوسـت
محمد خــــان زوی.
نیـــــټه او ځـــــــای: کـــــابل
(۱۸۸۰) میــــــــــــــــــلادي
دا انځور
د تور او سپین کتاب څــخه اخــیــســـــتل شـــــــوی
دی.
وروسته له ډېرو جګړو څخه چې د
افغانانو ښځو هم د اشغالګر دښمن پر وړاندې جګړې کولې، سردارعبدالله خان او
نور سرداران چې له انګریزانو سره ولاړ وو نو کله چې دغو سلامي شویو سردارانو (عبدالله
خان او محمدحسن خان) د خپلو خلکو زور ولید نو له خپلو بادارانو څخه یې مخونه واړول
او ترې وتښتیدل او په غزني کې افغان مبارزینو ته ورتسلیم شول.(۱) د انګریزانو په دغه دوهم
یرغل کې لکه د افغان انګریز د لمُړۍ جګړې په شان د امیر دوست محمد خان غوندې
یو شمېر داسې سرداران وو چې هر
۱- (افغانستان درمسیرتاریخ ص ۶۲۹)
یو کوښښ کولو تر څو ځانونه انګریزانو
ته ورنږدې اوتسلیم کړي او پاچاهۍ ته ورسیږي چې په دې کار کې سردارعبدالرحمان خان
له نورو څخه وړاندې شو، او انګریزانو په کابل کې د پاچاه په توګه اعلان کړ، دا چې سردارعبدالله
خان روان حالات د سردارعبدالرحمان خان په ګټه ولیدل نو نوموړی او یو شمېر نور
سرداران هرات ته ولاړل او د سردار محمد ایوب خان سره یو ځای شول.
دا
تصویر د تور او سپین کتاب څخه اخیستل شوی دی.
امیر
دوست محمد د پاینده محمد خان زوی چې د
(۱۸۴۰م)
کال د نومبر میاشت د کابل په قلعه قاضي کې
انګریز
مکناټن ته د تسلیمی په حال کې.
ښاغلي کاندیداکاډمیسېن اعظم
سیستاني په یوه مقاله کې لیکلي دي چې : سردارعبدالله خان د غازي محمدآیوب
خان سره د میوند په جګړه کې ګډون کړی ؤ او بیا وروسته په ګرشک کې د (۱۸۸۰م کال د
اګست په ۲۲نیټه) د غازي محمدآیوب خان په پلوۍ د امیر عبدالرحمان لخوا په جګړه کې
ووژل شو.( افغان جرمن انلاین ویب پاڼه)
خو امیر عبدالرحمان خان په خپلو
خاطراتو کې د هغو سردارانو او نورو کسانو نومونه لیکلي دي چې د سردارمحمدایوب خان
سره یوځای شوي او د ده سره یې جګړې کړي دي چې د سردار عبدالله خان د سلطان
احمد خان غازي د زوی نوم نه په کې لیدل کیږي او د یو بل سردار نوم پکې راغلی دی او
هغه سردارعبدالله خان د سلطان جان زوی او د محمدعظیم خان لمسئ دی. (تاج التواریخ ص۲۳۵)
د امیرعبدالرحمان خان له یادونو
څخه داسې ښکاري چې سردارعبدالله خان د سلطان احمدخان زوی به د میوند جګړې د
ګډونوالو څخه به نه وي او دا ویاړ به د ده په برخه نه وي ځکه چې امیر عبدالرحمان
خان خامخا له نوموړي سردار څخه یادونه کړي وای.
د سردارعبدالله خان د څو
زامنو له جملې څخه یو هم سردار عبدالرسول خان ؤ چې د زلمي رسول (نیکه) او د امیر عبدالرحمان خان لخوا په کندهار کې په
دنده مقرر شوی ؤ چې امیر یې د سیدمحمود (کزي) سره د یوې جګړې په اړه په دې ډول
یادونه کوي: په کندهار کې زما مامورین سردار عبدالرسول خان او میرثناګل د
هغوی د مقابلې لپاره ولاړل ... . (تاج التواریخ ص۲۵۳)
میرغلام محمد غبار په خپل مشهور تاریخ
(افغانستان در مسیر تاریخ) کې چې د امیر عبدالرحمان خان له یوه فرمان څخه یې نقل
قول کړی دی د سردارعبدالرسول خان د رشوت خوړلو په اړه داسې وایي: ... د
کندهار حکمران (سردارعبدالرسول خان) مې د رشوت اخیستلو له امله له دندې څخه ګوښه
کړ او له هغه څخه مې ډېرې پېسې واخیستلې او خپلو خلکو (رعایاؤ) ته مې ورکړې ... . (ص ۶۵۹ )
د سردار عبدالرسول خان له
زامنو څخه یو هم عبدالقیوم خان دی چې د زلمي رسول پلار او د امیرحبیب الله
خان سراج له لور(فرخ بېګم) سره یې واده کړی دی چې د زلمي رسول مور ده. ( افغان جرمن انلاین ویب پاڼه)
اوس به په دې موضوع چې زموږ اصلي هدف
تشکیلوي رڼا واچوو او هغه د ډاکتر زلمي رسول اخلاق، اوصاف او خصوصیات دي.
زه زلمی
رسول تر یوه بریده پورې پېژنم څو ځلې
ورسره ناست یم او د ده په اړه د ده نږدې ملګرو او همکارانو ډول ډول معلومات راکړي دي.
د دې لپاره چې افغانستان او افغان ملت مو له یوې
بلې غمیرې څخه ژغورلی وي او خپله ایماني او وجداني دنده مو تر سره کړي وي او هم د
خدای تعالیَ او له خپل وجداني عذاب څخه مو ځان ژغورلی وي، خپل ګران هیواد وال د
نوموړي له شخصیت او اهلیت څخه خبروم.
۱- عقل، هوښیاري
او عمل: په
انسانانو او په ځانګړي توګه په چارواکو او ولسمشر کې له هر څه نه لمړۍ باید د عقل او هوښ برخه ډېره
وي چې همدغو دؤ خصوصیاتو د نړۍ خلک تر آسمانه رسولي دي او په کایناتو کې ګرځي، عمل
هم د هوښیارانو کار دی، څوک چې عاقل او پوه وي د خپلې پوهې او عقل پر بنسټ عمل
کوي، نو د دغو دؤ ځانګړنو برخه په زلمي رسول کې ډېره لږه ده او د عمل سړی خو ځکه نه دی چې هغه څوګ
چې پوهه او عقل ونه لري طبیی ده چې سم او ګټور عمل هم نه شي تر سره کولی دنوموړي د
ناپوهۍ د ثبوت لپاره لکه ټولو هیوادوالو ته چې ښکاره ده زلمی رسول په خپله
مورنۍ ژبه (پښتو) باندې نه پوهیږي سره له دې چې په پېژندپاڼه کې یې خپل
ملیت پښتون لیکلی دی، پاتې دې نه وي چې له ده څخه غېر پښتانه افغانان
ښه پښتو ویلی او لوستلی شي. وایی چې د ولسمشرانو له جملې څخه په نړۍ کې یوازنی کس
د پاکستان صدراعظم محمدعلي جناح ؤ چې په خپله مورنۍ ژبه نه پوهیده پداسې حال کې چې
د یوه هیواد ولسمشر ؤ، که محمدعلي جناح په خپله مورنۍ ژبه نه پوهیده ګرم نه ؤ ځکه
چې د انګریزانو لخوا روزل شوی ؤ هغه داسې چې د ده هر څه باید انګریزي وي.
د زلمي
رسول د ناپوهۍ بل ثبوت دا دی چې په
روانو انتخاباتو کې ښاغلي حامد کرزي له ده څخه ملاتړ کړی دی، په دې مانا چې که یو
څوګ وغواړي خپلې طرحې او پلانونه د چا په وسیله پلي کړي او ځان خپل هدف ته ورسوي
نو هغه سړی باید چې له هغه څخه هوښیار او پوه نه وي نو په دې بنسټ ویلی شو چې حامد
کرزي له خپل ځان څخه ناپوهه کس غوره کړی دی ترڅو په راتلونکي کې د ده دلاس لاندې تش
په نوم جمهور رئس وي اوکوم ډُول چې حامدکرزی ورته وهي هم هغه شان به ورته ګډیږي. ۲- زړورتوب او توره: دوهم اصل زړورتوب او توره ده
چې په چارواکو او ولسمشر کې باید موجود وي هغه چې له نیکه مرغه زموږ ډېری افغانان
له دې لوی خاصیت څخه برخمن دي،
چې برعکـس په زلمـي رسـول کـې دا
خاصیت نه شته او دخپل (غورنیکه)
سردارعبدالله خان اودنوروډارنو پلرونو
ځـانـګړنـو پـه ده کـې ځـای نیولی
دی
چې له بده مرغه د یو شمېر آتلو
نیکونو
لکه غازي سلطان احمدخان خصوصیات نه لري.
۳- ښه او سالېم
اخلاق: په ځانګړي ډول په
افغانانو کې اخلاق ډېر رول لري چې بیا هم دا مهم اصل د زلمي
رسول په کړنوکې نه تر سترګو کیږي چې د نوموړي
په زناکاریو باندې د ده سره نږدې خلک ښه خبر دي او یو ښکاره ثبوت یې دا دی چې ده تر اوسه پورې واده نه دی کړي
او کورنۍ یې نه ده جوړه کړي، خو غواړي چې افغانستان جوړکړي! زلمي رسول دا د عیاشۍ عادتونه د خپل نیکه یعني د ده د مور پلار( امیرحبیب
الله خان) څخه یې په ارثي توګه اخیستي دي.
امیر حبیب الله خان یو لوی او ښکلی
حرمسرای جوړ کړی ؤ چې له (۱۰۰) تنو څخه زیاتې ښځې یې پکې په بېلا بېلو نومونو
باندې د ځان لپاره ساتلي وې... امیر حبیب الله خان د خپل داخلي ژوند په حرم کې
ورو، ورو ډوبیدلو چې د حکومت له رسمي دندو تر سره کولو څخه په مکمله توګه پاتې شو.
( افغانستان در
مسیر تاریخ ص ۷۱۱)
دا تصویر د تور او سپین کتاب څخه اخیستل
شوی دی.
امیر
حبیب الله خان د امیر عبدالرحمن
خان زوی
له خپلو ۱۴ ښځو سره.
۴- په الله تعالَی باندې
باور او پر احکامو یې عمل کول: د نړۍ په خلکو کې د عقیدې درلودل
ډیر لوړ رول لري خصوصاً په افغانانو کې د عقیدې لرل دوی ته زړورتوب او بریالیتوبونه
وربخښيلي دي چې په افغانستان کې د یرغلګرو
(انګریزانو، روسانو او نورو) پر وړاندې د افغانانو مقاومتونه یې ښې بېلګې دي او په
نړۍ کې د اسراییلو او جاپانیانو جګړه ییزې کړنې دبېلګو په توګه وړاندې کولی شو، چې
د دوی لوړې ارادې او عملیات د مذهب په
بنسټ ولاړې وې.
ما په خپلو سترګو د ننه په ارګ کې لیدل
چې ښاغلي حامد کرزي به پنځه وخته لمونځ د ارګ په مسجد کې ادا کولو، خو بیا هم وایو
چې له بده مرغه زلمی رسول به په خپل دفتر کې ناست ؤ او لمانځه ته به نه حاضریده،
زه په مسؤلیت سره وایم چې نوموړی د اسلام د مقدس دین په ډېرو عادي او اسانو جزیاتو
باندې نه پوهیږي کنه همدا اوس تاسې پوښتنه ترې وکړئ چې په اوداسه کې
فرض او سنت څو دي، یا دې د دغو خلکو پر وړاندې چې دوی رایې ورکوي لمونځ
ولولي.
دا د زلمي رسول ټول خویونه
او عادتونه نه دي چې موږ ولیکل دا مقاله یوازې (مُشت نمونه خروار) په ډول وړاندې
شوه.
په هر حال، څو ورځې وړاندې مې د یو
سپینږي سړي سره د راتلونکي ولسمشر په اړه خبرې کولې اود خبرو په جریان کې مې
پوښتنه ترې وکړه چې د زلمي رسول په باب مو څه خیال دی؟ سپینږي راته وویل: اول خو که دی
پوهیدلې ده به د رسول نوم ځان ته نه وای غوره کړی رسول خو یوازې زموږ پېغمبر دي او
دا ملایان هم کاڼه او ړانده دي او نه ورته وایی چې تا څنګه د پېغمبر نوم پر ځان
ایښی دی.
ما ورته وویل: کاکا دا نوم نه دی
دا د زلمي تخلص دی چې د خپل نیکه عبدالرسول خان نوم ؤ، سپینږیري د نورو
خبرو تر څنګ یوه خبره وکړه ،چې هلته ناستو کسانو هم ورته وخندل هغه وویل:
((زه خو زلمې رسول نه پېژنم
خو په یاد ولرئ چې که دا سړی پاچاه شي نو په خدای چې په اوغانستان باندې به( . . .
) د غایطه موادو باران اوروي.))
اوس به ښاغلي او آغلي لوستونکي پریکړه وکړي چې زلمی رسول د افغانستان
په شان یو لوی هیواد اداره کولی شي او د ولسمشرۍ وړ کس دی او کنه؟.
زه په پای کې له خپلو ښاغلو او
آغلو وطنوالو څخه هیله کوم چې یوازې د الله تعالَی د رضاء لپاره او د افغانستان او
د خپلو هیوادوالو دژغورلو(نجات) لپاره داسې چا ته خپلې رایې ورکړي چې پوه، عاقل،
زړور، ایمان لرونکی د ښو صفاتو او ښې سابقې خاند او په هیڅ ډول جنایتونو، خیانتونو
او د هیوادوالو په وژنو کې يې لاسونه نه وي ککړ شوي.
په درناوي
بله لیکنه به د ډاکټرعبدالله (عبدالله) پر
تېرو کړنو ولیکو.