څوک د جګړې دوام غواړي؛ امریکا که ټلواله!؟



دلته د یوې جګړې اور نه وي سوړ، چی د بلې جګړې د پېل لپاره اتشفشان را وپاریږي. که تېر ته وګورو د مغلو، انګریزانو، روسانو او نورو تاړاکونو او یرغلونه پرته به مو په نور څه سترګې ونه لګي.
 د تاریخ پاڼې چی لټوو نو وینو، چی د یرغل په پای کی همدا خرمسته او د زور په جنون اخته لیونیان د دې عظیم ولس د سرونو او هډونو د ماتېدو په بدل کې مات شوي او چی عقل یې سرته راغلې نو مات سر او څېرې ګریوان خپل ملک ته ستانه شوي.
یرغلګر د خپل ځان په ترمیم اخته شي، خو موږ په بله کورنۍ جګړه کې ښکېل شو او تر هغې په خپل منځي جګړه اخته یو او یو بل ته مو ښکر اړم کړي وي، چی بیا له بل تاړاک سره مخ شو.
امریکا هم د نورو امپراطورانو په څېر افغان ولس په خپلو ناپاکو داړو وداړه او څه باندې ۱۲ کاله وروسته وینو چی نه یې ځانته څه پرېښول او نه موږ ته.
افغان جګړې د امریکا په تاریخ کی د تر ټولو اوږدې جګړی ریکارډ ټيڼګ کړ او د دوي د یوه سناتور له قوله \"افغان جګړه بودجه تشووونکې او ککرۍ شیندونکې ده\".
روانه جګړه زموږ لپاره هم له زیان نه ډکه وه، ځکه د وژنو او تباهیو تمرکز په یوه سیمه او یو ټبر وو او که په دغه وخت کې کوم پرمختګ شوی نو هغه هم نا متوازنه وو. د ابن خلدون د نظریې له مخې نا انډوله پرمختګ ډېر خطرناک وي او زیاتوي، چې پرمختللي او بډایه طبقات د بېوزله او وروسته پاتې طبقاتو له لوري له منځه وړل کیږي او په پای کې د پرمختګ پایله صفر وي.
پوښتنه ده چی ولې هر زورواکی د خپلې ځوانۍ زور په موږ ازمایي؟
دا موضوع ډېر بعدونه لري او په ټولیز ډول یې موږ په کورني او بهرني هغو ویشلای شو. پر بهرنیو برخو یې دلته نه غږېږو، چی دا د ستراتیژیک موقعیت له امله زورواکو ته په زړه پورې ده او که د مضرو ګاونډیو د شتون له لاسه او که نور لاملونه دي؟
بس که هره موضوع او ستونزه وڅېړل شي کورني او بهرني لاملونه لري، خو د یو ولس بری او له ستونزو خلاصون هغه وخت پېلیږي، چی لومړی کورنۍ ستونزې تشخیص او د حل په موخه یې اقدامات ترسره کړي، ځکه د کورنۍ ستونزې له حل سره جوخت بهرنۍ ستونزې په اتومات ډول مهاریږي.
زموږ له ناخوالو ډک تاریخ بار بار، په یو ډول تکراریږي او د غمیزې له پای ته رسیدو وروسته مو د پخوا په څېر ګوته یوازي بهرنيو ته نیولې او دا چی موږ د هغو له اصلاح نه عاجز وو نو بېرته په لاس تر زنې ناسته مو بسنه کړې. موږ د خپلو جنازو او ویرونو په را ټولیدا اخته شوي، خو کورنیو دلالانو په دغه جنایت بسنه نده کړې او د بل وحشت د پېل لپاره یې له نورو یرغلګرو سره د یارانې تارونه غځولي.
ښه به وي چی له دې وروسته افغان پالیسي جوړوونکي او مشران په خپلو پالیسو له سره کتنه وکړي او په داخل کی وګوري، چی څوک د جګړې په دوام کې تغذیه کېږي او په کوم ډول دې اور ته پوکي وهي او څوک بیا د جګړې د اور خوراک دي؟
که موږ وتوانیږو د روانې جګړې اوسني عاملين په ګوته کړو او بیا د تاریخ پاڼې وپلټو نو یقینا به موږ د تېرو او راتلونکو جګړو عاملین ومومو، چی چا په موږ دا کانې وکړې؟ دې ښاغلو پخوا څه ډول خپل کردار ادا کاوه او د راتلونکي لپاره څه طرحې او پلانونه په سر کې لري؟
که روانې جګړې ته وګورو دا جګړه د امریکا له راتګ سره نده پېل شوي، بلکې دا جګړه د روسانو، بیا د مجاهدینو خپل منځۍ او ورپسې د طالبانو او شمال ټلوالې د جګړې دوام وو، چې شمالي ټلوالې هماغه د روسلنګ (WWF) کانه وکړه او له رینګ نه بهر یې امریکا ته په لاس ورکولو سره جګړې ته نوی روح ور کړ.
شمال ټلوالې له دې جګړې تاریخي ګټه پورته کړه، له یوې خوا یې له لاسه وتلی واک خپل کړ او له بلې خوا یې د طالب او القاعده په نوم خپله سمتي او ژبنۍ عقده خړوبه کړه او یوه سیمه او یو قوم یې د خپلو ګزارونو لاندې ونیوو. رانډه بمبارونه، چاپې، زندانونه، ترورونه او څه نورې نخرې نه وې چی دوی د امریکا په مرسته ونه کړې؟
یادو کړیو له دې فرصت نه په ګټه اخیستو سره اردو، پولیس او ملي امنیت له خپلو افرادو ډک او د راتلونکو کلونو او د جګړې د دوام لپاره یې ځان تجهیز کړ.
د دوی پخې ځېرکتیا او د افغان ولس نیم ژواندي جسد، دوی ته د سخت پرمختګ زمینه برابره کړه، خو اوس ټلواله د پوره هوښیارۍ باوجود په دام کی د ګېر کېدو په حال کی ده او معلومیږي، چی نور یې چلوصاف له اوبو نه د وتلو په حال کې دی.
امریکا چی په کوم کشش دې هېواد ته د جګړی لپاره را ننوته اوس پکی نه هغه زور پاتې دی، نه د خپل ولس هغه پراخ ملاتړ ورسره دی او نه یې هم له دې وروسته اقتصاد د دې جوګه دی چی د جګړې دا دروند پېټی په اوږو یوسي، نو ځکه یې وپتیله، چی ځان له دی جګړې شاته او افغانان د اور لومړۍ لیکی ته ور ټېل وهي.
د امریکا دې بې میلۍ تر هرچا زیات ټلواله اندیښمنه کړې. اوس چې موږ د دوی مکارۍ او ګریوان څېرۍ ته ګورو موږ ته کارمل او د هغه پرچم ملګري را په زړه کوي، چی د روسانو له وتلو سره یې ځانونه په زمکه زمکه ویشتل او په عذر، زارۍ، تمثیلي پټکو او له بلې هرې ممکنې لارې یې د روسانو پر مزید پاتې کېدو ټینګار کاوه.
دا کړۍ نه په خپل او نه هم په نورو قومونو کی نفوذ لري، دوی یوازې د بهرنیانو په وجود کی وده کوي او د هغوی په بقا کی خپله بقا ویني.
همدغو کړیو د جګړې د دوام لپاره په منظم ډول اصطلاحات کارولي، لومړی یې د القاعده نغارې وهلې بیا د پاکستان او آی ایس آی او ورپسې د طالب او حزب اسلامي.
 اوس چی دا هرڅه په یوه کلیشه اوښتي، امریکا ته جذابیت نه لري او په هره خوا د سولی خبرې روانې دي، دوی اوس د ښځو حقوق را نیولي. دا ساده لوحه فکر کوي چی خلکو په کابل کې د دوی تنظیمي جګړې هېرې کړي، چی د دوی د سرتېرو له وېرې ښځو ځانونه د مکروریانو له شپږم پوړ نه را وغورځول او د افشارو له افسانو او پر ښځو د جنسي تېریو پر داستانونو خو لا یوټیوب ډک دی.
افغان ولسمشر حامد کرزي واشنګټن ته په خپل وروستي سفر کې له بارک اوباما سره د خبریالانو مخې ته را څرګند شو، چی پوښتنو ته ځواب ورکړي. کورنیو او بهرنیو خبریالونو خپلې پوښتنې مطرح کړی، چی په دغو کی د طلوع تلویویزیون په استازولۍ مجاهد کاکر (مجاهد!؟، کاکړ!؟) را پورته شو او اوباما سره یې د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته د افغان ښځو د برخلیک موضوع مطرح کړه، چی کله تاسې وځئ نو دا ښځې به څه کوي؟
طلوع، بي بي سي، ازادۍ او یو شمېر نورو رسنیو په منظم ډول د ښځو د حقوقو موضوع را پورته کړې او دا اندېښنې یې را پارولې، که امریکا له افغانستان نه ووځي نو ګویا چی ټول افغانان به په خپلو مېندو او ښځو را باندې او خدایزده چی څه څه کارونه به پرې وکړي؟
زه نه یم پوه کله، چی په کونړ کې لرګیو ټولولو پسې غره ته ختلې ښځې او زلمکي د امریکایانو له لوري د طالب په نوم بمبارد کېدې دوی چېرته ول؟ کله چی په جنوب کی په شپنیو عملیاتو کی ښځې او ماشومان په سپیو وداړل شول دا د ښځو مدافعین چېرته ول؟ او بیا چی د پروان په سیاګرد کی ښځې او ماشومان په خواږه خوب د مرګ په خوب بیده شول بیا دوی چېرته ول؟
نن چی د سولې خبرې کیږي دوی چیغه کړي چی \"صلح به کدام قیمت!؟ نباید حقوق زن قرباني صلح گردد!\" مګر هغه ښځې نه وې!؟. دوی د پښتنو ښځو د سر قیمت د خپلو ښځو د فوټبال، لامبو کلپونو او نورو ازادیو سره نه برابروي. د دوی په باور په کلیو او بانډو کی که ښځې مري که چوي مهمه نده، خو بس چی د دوی مستۍ ته ستونزه پیښه نه شي.
نړیوال او د واک پر ګډۍ ناست باید په دې و پوهېږي چی نور افغانان ویښ شوي، دا ۱۹ او اتلسمه پيړۍ نده چی خلک به یوازې په سمبولیکه مشرۍ خوشاله ول، اوس افغان ولس هرڅه ته په رڼو سترګو ګوري او د دا ډول تبعیضي او عقدوي چلند دوام به نورې عقدې او بدبینۍ را وپاروي او بیا به داسی اور بل شي چی ټول به یې له مهار کېدو عاجز وي.
جګړه باید ژر تر ژره ودرول شي او هرهغه څوک چی د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي د افغانانو د دوښمن په نوم باید په ټولنه کی و رټل شي.
سوله باید د دولت او ولس هر یو په لومړیتوب کی راشي او په هر قیمت چی وي د خلکو دا همیشنۍ هیله باید پوره شي، ترڅو چی سوله نه وي راغلی د پرمختګ او سوکالی غوښتل یو خیال دی او بس!