د نن سم انتخاب مو د ښې راتلونکې تضمین دی



نوې خبره نه ده چې مستقبل د حال او ماضي د واقعیتونو په هنداره کې لیدل کېږي او تر دې د مخه دې چا خپل راتلونکی په دې هنداره کې نه وي لیدلای.
دا چې خلک په حال کې خپل راتلونکی لیدلی شي او حالات یې حس کولای شي، په زړه پورې ده.
په دې اړه مې یوه جالبه خاطره را یاده شوه: یوه ورځ په موټر کې ناست وم، له ننګرهار نه لغمان ته تلم، د درونټې تونل ته چې را ورسېدو، لاره بنده وه، د تونل مخ ته د سیمې اوسېدونکي، د موټروسورلۍ او ډېر نور خلک را ټول شوي وو، پخپل منځ کې د لارې د بندېدو په اړه  یې ډول ډول خبرې کولې. ځینو ویل چې موټر چپه شوی او لاره یې بنده کړې ده، ځینو نورو بیا ویل چې وسله وال را ښکته شوي، خو دقیق سبب یې لا هیچاته هم معلوم نه و. خلکو پوښتل چې اوس به څه کېږي؟ موټروان وویل، راځئ چې د چارباغ په لاره لاړ شو، هغه لنډه ده، ژر به ورسېږو، دلته تر مازیګره څوک ورته انتظار کولای شي؟
موږ یې په خبره کې زړه نا زړه وو، ویل مو، که لږ څه نور تم شوو خبره به معلومه شي، چې لار به پرانستل شي که نه؟ بیا هغه لار خو دومره باوري نه ده؛ سل خطرونه لري؛ خو موټروان مو همداسې ټینګار کاوه، چې ناوخته به شي؛ راځې! هېڅ خبره نشته. که څه هم چې زما زړه نه و؛ خو د موټروان په خبرو نورې سورلۍ هم دې لارې ته زړه ښه کړ. موټر ته پورته شوو او د چارباغ په سړک مو مخه کړه، د چارباغ تر نیمې لارې نه وو رسېدلي، چې مخې ته مو درې وسله وال ودرېدل، ټوله سورلۍ ووېرېده، موټروان هم ډېر وېرېدلی و، رنګ یې تک سور اوښتی و، له خولې یې خبره نه وته، ټول یې را ښکته کړو، تلاشي یې واخسته، داسې څه یې  له چا سره پیدا نه کړل، چې دوی ته مطلوب وو، خو د موټروان په جیب کې یې د نازیه اقبال دوه نوې کسټې پیدا کړې، چې ډېرې مستې سندرې په کې وې، له دې سره یې موټروان تر څپېړو او ګوزارونو لاندې ونیو، د خلاصون یې څوک نه وو، له وهلو وروسته یې غوږونه پرې ونیول او توبې یې پرې واېستې، موږ هم وېرې اخیستي وو، په دې سورلۍ کې یو تن سپین ږیری و، هغې وسله والو ته زارۍ شروع کړې، چې موټروان خوشی کړي. موټروان چې له درده فریادونه کول موټر ته راوخوت، یو څه مزل مو وکړ، غوسه یې نه سړېدونکې وه، زما هم طاقت ونه شو او ترې ومې پوښتل: ((استاده! ته کله په دې لاره نه وې راغلی؟)) سره له دې چې له غوسې تور او شین کېده ویې ویل، نه!
ښه نو بیا خو به دې له چا پوښتنه کړې وه او یا به دې زما په خبرو کې فکر کړی وای. موټروان نور هم تریخ شو، نږدې وه چې له ګرېوانه مې ونیسي: ((چوپ شه مړه!!!))
زه هم غلی شوم هسې نه چې خبره بلې خوا ته لاړه شي.
په ټوله لار یې وېره او غوسه په زړه کې وه، شاوخوا یې کتل راکتل، لکه کومه غټه تېروتنه چې یې کړې وي.
زما زړه ته راتېره شوه، دا چې موټروان راتلونکی سنجولای شو؛ نو ولې یې فکر ونه کړ او د خلکو مشورې ته یې غوږ کېنښود. وايي خود کرده را نه درد است نه درمان!
دغه کیسه ځکه رایاده شوه، چې نن ورځ هم همداسې وخت رارسېدلی، ټاکنې روانې دي، که فکر ونه کړو نو خبره ورانېږي. لکه چې و مو ویل راتلونکی د حال او ماضي د واقعیتونو په هنداره کې لیدلای شوو، که دغو واقعیتونو ته ځیر نه شوو او د مناسب کاندید ملاتړ ونه کړو، نو بې له شکه چې له راتلونکي به مو د هغه موټروان په څېر پښېمانه یوو.