
حقپال صیب
وايي داسې خوب یې لیدلی: ( د 1390 كال د حمل په
درېيمه شپه مي خوب ليدو چي په مسجدالحرام كي يم، يو كس بل هم راسره دئ (نوم ئې نه
اخلم، د اسلامي نهضت د لومړنيو غړو له ډلي دئ، تر نن پوري پر خپلو ژمنو ولاړ دئ،
پاكستان ته له راتلو وروسته په ځينو امورو كي سلفيانو ته نږدې شو)، په حرم كي ډېر
خلك ترسترگو كېږي، په يوه ځاى كي ايمن الظواهري وگورم چي سپين عربي اوږد كميس ئې
اغوستى دئ او په لمانځه ولاړ دئ، زړه مي غواړي له هغه سره له لمانځه وروسته روغبړ
وكړم، موږ تر ده لږ وړاندي او د ده ښي اړخ ته په لمانځه
ودرېږو، زما ملگرى له ما لږ لري زما كيڼ لوري ته ودرېږي، يو ځل چي خپل ملگري ته
سترگي ورواړوم نو قبلې ته مخامخ په لمانځه ولاړ او د ژړا په حال كي ئې وگورم، خو
دوهم ځل ئې مخ د قبلي مخالف سمت ته او بې اعتناء ئې وگورم، زما خوا ته درې
ماشومان چي لا تنكۍ ځواني ته نه دي رسېدلي راشي، په لاسونو كي ئې د لاس د گوتو په
اندازه وړې وړې پاڼي وي، داسي گڼم چي په دې پاڼو كي ئې ځيني پوښتني دي، غواړي ما
ته ئې راكړي، زه په خپل لمانځه بوخت يم، لاسونه مي پر نامه دي، پاڼي ترې وانه خلم،
يو ئې خپله پاڼه زما پر مړوند كښېږدي، بل ئې ما ته ووايي: كعبه د هغه سپين دېوال
لوري ته ده، دا دېوال لږ زموږ كيڼ لوري ته وي، زه ورته اعتناء ونه كړم او په مخكني
استقامت خپل لمونځ ته دوام وركړم، دوى لاړ شي، زه او ايمن
الظواهري په داسي ځاى كي ولاړ يو چي كعبه په خپلو سترگو نه گورو، زما خوا ته د
گلانو لوړ لوړ بوټي وي، په همدې حال كي له خوبه راويښ شوم )
۱ - څوک چې په
لمانځه ودرېږي، په لمانځه کې بل لوري ته نه ګوري او په لمانځه کې سترګې یوې او بلې
خوا ته اړول را اړول په عدم خشوع او خضوع دلالت کوي، او بل دا چې په عام ډول په چا
پسې کتل را کتل او دهغه عیبونه پلټل غیر شرعي کار دی! دا چې یو څوک په لمانځه ولاړ
وي او د بل په عیبونو پسې ګرځي، مطلب یې څه کېدای شي؟ په دې معنی چې لمونځ کوونکی
خو ظاهرا په لمانځه ولاړ دی، مګر د زړه لوری یې بلې خوا ته دی! فکر، سوچ او عقل یې
بل ځای مصروف دی!
ډېر د
حیرانتیا ځای دی! چې په حرم کې هم ملګري څارل کېږي! حرم چې له ټولې دنیا نه د زړه
فارغېدو ځای دی، یو کس را ولاړېږي او خپل ملګری څاري! یوازې د دنیا کړه وړه یې نه
څاري! بلکې له الله جل جلاله سره یې رابطه څاري؟! سبحان الله! دی له الله جل جلاله
سره خپله رابطه ددې لپاره پرېکوي تر څو له الله جل جلاله سره د خپل ملګري رابطه
وڅاري!! چې څه ډول ده!
د پام
وړ دا چې حقپال صیب او ملګری یې دواړه د ایمن الظواهري ښي اړخ ته دريږي، او ملګری
یې د ده کیڼ اړخ ته درېږي! په دې صورت کې د حقپال صیب ملګری دایمن الظواهري
ښي اړخ ته لنډ راځي! او حقپال صیب له ایمن الظواهري نه لیرې کېږي! که څه هم چې دوی
دواړه له هغه وړاندې درېږي، خو بیا هم ملګری یې په نسبت ده ته ایمن الظواهري ته یو
څه ورلنډېږي!
دلته حقپال
صیب له حکمت نه کار اخیستی، ددې پر ځای چې ووايي ملګری مې ایمن الظواهري ته نېږدې
ودرید! بر عکس کیسه په بل ډول کوي، وايي ملګری مې زما کيڼ اړخ ته ودرید! ظاهرا
خلکو ته داسې په ذهن کې ور کول غواړي چې ګواکي ملګری مې زما له ښي اړخ نه بې برخې
شو! یعني له ما سره یې وفا ونه کړه، خو دېته نه ګوري چې تر ده خو هغه ایمن
الظواهري ته لنډ ولاړ دی! که له ایمن الظواهري سره نیږدیوالی برکت او خیر وي، بیا
خو ملګري ګټلې ده! او حقپال صیب تاوان کړی!
۲ – ډېره د
اندېښنې خبره دا چې یو کس په حرم کې په لمانځه ولاړ وي، او کعبه په خپلو سترګو نه
ویني! یو څوک چې په حرم کې مونځ کوي، کوښښ کوي په داسې ځای کې ودرېږي چې کعبه په
خپلو سترګو وویني! او تر څنګ د ګلانو شتون په دې معنی چې له اصلي هدف نه په بل څه
مشغول دی! په داسې څه، لکه ګلان، چې ډېر کم وخت او ارزښت لري! ګلان تل نه وي، عمر
او ارزښت یې محدود وي! له یو څو ورځو خوشبویۍ او ښکلا وروسته وچې تورې پاڼې شي، چې
نه هغه ښکلی بوی پکې وي او نه ښکلې بڼه ور پاتې کېږي!
۳– که ومنل شي
چې ماشومان د یو چا مصروفول او له اصلي هدف نه منحرفول غواړي، آخر اصلي هدف دی څه؟
او بې ځایه مصروفیدل څه دي؟ په مجاهدینو پسې رد او بد لیکل!! اصلي هدف دی که بې
ځایه مصروفېدل؟ دلته مخکې له دې چې ماشومان یو څوک بې ځایه مصروف کړي، نوموړی خپله
مخکې له مخکې بې ځایه مصروف دی! کېدای شي ماشومانو به په هغو پاڼو کې داسې ویل
ورته غوښتل چې له دې بې ځایه مصروفېدو څخه ځان وژغوره! دالله جل جلاله په عبادت کې
اخلاص وکړه! په لمانځه کې د خپل څنګ ملګری مه څاره! خپل لمونځ کوه! په لمانځه کې
خشوع او خضوع کوه! د کعبې تر څنګ ولاړ او زړه دي ملګری څاري! په حرم کې ولاړ خو
کعبه نه وینې! لږ سترګې وغړوه! کعبې ته وګوره! په کم عمره او کم ارزښته ګلانو چې
یوازې ظاهري بوی او رنګ لري ځان مه مصروفوه! ته خو کعبه نه وینې! له دې رنګارنګ
ګلانو څخه چې چوکۍ او قدرت کېدای شي، د هغه سپین دیوال لوري ته راشه، چې کعبه
ووینې! او په اخلاص مخ ور واړوې!
۴ – دا چې له
ایمن الظواهري سره یې ملاقات نه دی شوی، او ده نیت درلود چې روغبړ ور سره وکړی، دا
هم تر خوب لیدونکي پوره اړه لري، په دې معنی چې ستونزه په خوب لیدونکي کې ده، او
علت یې کېدای شي دا وي چې له هغه سره یې تعلق دګټو او مصلحتونو پر اساس دی، نه د
فکر پر بنسټ. ځکه خو یې ملاقات نه دی ور سره شوی!
د ژغورني د
ملي میثاق څوارلسمه ماده داسې وايي: ( د
بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به بهرني جنگيالي هم په افغانستان كي نه وي (
دلته لومړی
مهاجرو مجاهدینو ته د بهرنیو جنګیالیو خطاب شوی!!! او دوهم یې د بهرنیو ځواکونو له
وتلو وروسته د شړلو پرېکړه شوې ده!!! آیا ایمن الظواهري به له داسې چا سره روغبړ
وکړي!
تر دې خطرناک
د ملي میثاق پنځلسمه ماده: ( 15.
كوم كورنى او
بهرنى لورى چي د روغي جوړي له دې ميثاق سره مخالفت او د جگړي پر دوام ټينگار وكړي
موږ ټول به په گډه او تر هغه د جنگ غوښتونكو مقابله كوو چي خپل هيواد او ولس د
هغوى له شر نه وژغورو. )
ایمن
الظواهري او ملګري ېې بهرنی لوری دی که کورنی؟ او څه فکر کېږي چې ایمن الظواهري د
ژغورنې ملي میثاق منلی! که یې نه وي منلی او د جګړې په دوام ټینګار کوي، آیا په
وړاندې به يې ګډه مقابله کېږي! ګډه مقابله به څوک او څوک کوي؟ آخر ولې؟ تر څو ولس
اوهېواد یې له شر نه وژغورل شي!!!
ایمن
الظواهري انتخابات مني او که نه؟ او بیا د امریکایانو په شتون کې د بل د ملاتړ په
پلمه پکې ګډون کول څه ډول!!
ای
کاش! حقپال صیب ایمن الظواهري لیدلی وای تر څو د انتخاباتو او په هغه کې د ګډون
کولو په اړه یې ترې پوښتلي وای! په ځانګړي ډول د کابل په اوسنیو انتخاباتو کې!
انجینر حقمل