د ننګرهار ولایتی ټولټاکنی او له ویری ډکه راتلونکی

د جمهوری ریاست کمپاینونه خلک ګیچ او لالهانده کړی وو چی کوم نوماند ته رایه ورکړی، خو بیا لکه څنګه چی پدی ۱۱ نوماندانو کی د علم، پوهی، تجربی، د ښه ماضی درلودونکی، ښه پلان جوړونکی او د پخوانی ښایسته کاری بجربو ترڅنګ هغه څوک چی خپل هیواد ته او ځینو نورو بهرنی هیوادونو ته د ځینو پروژو په طرح او ډیزان کی مرسته کړی او علاقمندان یی هم نسبت نورو نوماندانو ته ډیر دی هغه داکتر اشرف غنی احمدزی دی، خو اصلی بحث می د ننګرهار ولایت په ولایتی شورا کاندیدانو باندی دی، تر کومه چی معلومیږی سږکال د ولایتی شورا لپاره د یو څو پوه او بی طرفه نوماندانو څخه بغیر نور اکثره پکی د هغو کسانو زامن یا هم وروڼه دی چی دوی د خپل راتلونکی بقا لپاره ددوی نوماندول ځان لپاره یو سنګر او سپر جوړ کړی. دوی خپله په معافیایی ګروپونو کی غړیتوب لری نو لکه څرنګه چی دوی د یو باثباته حکومت د جوړیدو څخه په ویره کی دی تر څو له دوی څخه ددوی د جنایتونو پوښتنه او پلټنه ونشی یا لا اقل له دی عدالت څخه خلاص شوی اوسیږی خپل د کورنی حتی دوه کسان نوماندان کړیدی.
د یو جناب شعار می وکتل لیکلی وو: د احمد شاه بابا د امپراطوری دوباره اعاده کول، ډیر د افسوس او خپګان خبره ده چی دوی تر اوسه د ولایتی شورا د صلاحیتونو او مسولیتونو څخه خبرنه دی خو بیا هم  مادیاتو د لاسته راوړلو پخاطر دغه کار ځانته وسیله ګرځوی او وردانګی. ځینو لا د خپلو پلرونو نومونه او سوانح او تصویرونه په خپل اشتهاری ورقو کی ځای پر ځای کړی دی کاشکی ددوی پلرونه هم پر یتمیانو لاس کش کړی وای، پر مظلومانو د ظلم پرخای د هغوی اوښکی پاکی کړی وای، وږو ته یی یو مړی ډوډی ورکولی وای او ....  خو نه افسوس چی داسی هیڅ ونه شول.
 داسی کسان هم په دوی که شته چی هغوی په ۲۰۰۰۰ پاکستانی کلدارو د نورو د سرونو معاملی کولی او اوس ولس ته د کاذبو وعدو په ورکولو ځان ددوی خادم بولی.
ځینی له ځان څخه مظلومیار جوړ کړی، ځینی هم ځان د ولس سره په غم شریک بولی او ځینی لاځان همت بولی او په دی نومونو د خلکو د غولولو هڅی کوی ددوی ککړ ماضی دی ته حیران کړی یم چی د ولس خدمت به په کوم معیار سره کوی، یو مثال به تاسو ته دلته ذکر کړم، یو نوماند خپل دری موخی داسی لیکلی دی: ۱- ملی یووالی ۲- د فساد پرضد مبارزه ۳- ولسواکی
نه پوهیږم چی دا خلک څنګه دا جرات کړیدی او شرمیږی هم نه چی داسی سپیڅلی موخی د خپل ناوړه ماضی په درولودلو سره د ځان لپاره جعلی هدف ګرځولی، یو څوک چی د مظلوم څخه ځمکه په غضب، د ټوپک په زور او د ولسوالی، څارنوالی او نورو دولتی امکاناتو څخه د ځان په ګټه ترلاسه کوی او مظلوم ولس تر پښو لاندی کوی نو هغه به څنګه دا پورتنی ۳ موخی په ځان عملی کړی بلکه معلومه خبره ده چی د ولس د غولولو لپاره دا هر څه کوی. یو څوک چی خپله ظالم وی بیا په کوم حساب د ملی یووالی دعوه کوی، د ځمکی غصب، قاچاق او د مافیایی فعالیتونو کول خپله فساد دی بیا نو دا ښاغلی مفسد د کوم فساد مخنیوی خبره کوی او بله دا چی له ولس څخه د هغوی حق چی د تهدید او زور پوسیله اخلی بیا کوم ولسواکی پلی کوی؟
په آخره کی زما هیله  د مظلوم ولس څخه دادی چی دغسی خلکو ته چی تاسو یی ځورلی یاستی، له تاسو سره د زور او جبر څخه کار اخیستی دی او تل یی د خپلی هری ناروا غوښتنو ته په دی فاسده اداره کی قانونیت ورکړی او خپل موخی ته د رسیدو لپاره تاسو یی خپل سپر ګرزولی یاستی اجازه مه ورکوی چی ستاسو په سر حاکمان شی، دوی هغه لیوان دی چی تل انسانان یی داړلی او داړی به، دوی هغه شیطانان دی چی خپل تور ماضی په سپینو جامو پټوی، دوی هغه غله دی چی همدا اوس هم د دری او څلورو موټرو او باډی ګارډانو سره ګرځی یو څوک چی د معذرت د تللو لپاره هم باډیګارډ ته ضرورت ولری نو تاسو ته به څنګه خدمت وکړای شی له دوی څخه د ولس او هیواد لپاره د خدمت تمه مه کوی، هوښیار اوسی که رایه ورکوی نو داسی خلک هم شته چی هغوی ستاسو ریښتینی خادمان دی، هغه څوک غوره کړی چی خپل حق تری غوښتلای شی، تاسو سره په کلی او باڼده کی یو ځای اوسیږی، تاسو سره د جنازی د کټ څنډه نیسی او هغه څوک غوره کړی چی تاسی یی په ټوپک نه یی تهدید کړی، هغه څوک غوره کړی چی قلم ورسره دی او د جهل او ناپوهی سره مبارزه کوی او هغه څوک غوره کړی چی هروخت ستاسو آواز آوری.
یوه خبره باید مونږ او تاسو په یاد ولرو چی که مو دغو لیوانو ته رایه ورکړه نو بیا به د پنځه کالو لپاره زمونږ غوښی خوری او تل به مو داړی. الله تعالی د هغه قوم حالت نه بدلوی تر څو هغوی خپله خپل حالت بدل نه کړی.
والسلام
عمر حنیف