امریکا يو ځل بیا افغان ولسمشر ته اخطار ورکړ، که تړون لاسلېک نه کړي، نو دوی به ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزارت په خپله خبرپاڼه کې يادونه کړې چې له افغانستان څخه احتمالي وتلو ته چمتو دي. دا هم څرګنده ده ،چې پر امريکا ډېر باور هم نشي کېدای، په هر ځای کې يې چې ګټې له ګواښ سره مخ کېږي د پوځي ځواک له کارولو هم دريغ نه کوي او که يې پر وړاندې مقاومت وشي او ګتې يې خوندي شي، نو بيا د ملګري هېواد د پريښودو پروا هم نه ساتي او خپل ځواکونو نورو هغو سيمو يا هېودانو ته استوي، چې د دوی لپاره ډېر ګټور وي چې؛ د امريکا په لنډ تاريخ کې ورته بېلګې ډيرې شته. امريکا يو شمير ځواکونه د اتلانتیک له سمندر څخه پاسېفېک سمندر ته ولېږدول او همدارنګه له عراق او افغانستان څخه وتلي ځواکونه يې فلپين او استراليا ته ولېږل.
د ورته تغير او تبديل په اړه داسې شک هم کېدلای شي چې؛ که امريکا بالاخره مجبورېږي چې له افغانستانه سرتېري و باسي او په کومه بله سېمه (سوريه) کې يې په کومه بله جګړه کې ښکيل کړي، دا کار څومره ممکن دی او اغېز يې څه دی؟ په لاندې ليکنه کې پرې بحث کوو.
په دې اړه دوه نظره دي، چې يو يې په تاريخي حقايقو ولاړ دی او بل يې په اوسنيو سیمه يیزو حقايقو او پرمختګونو پورې تړلی دی. که تاريخي حقايقو او بېلګو ته و ګورو، نو داسمه ده چې امريکا د نیمې لارې ملګری دی او هر وخت يې چې زړه بد شي سیمه او خپل ستراتيژيک ملګری بيا نه پېژني او خپل پوځ وباسي، خو که اوسني حقايق او پرمختګونه په پام کې ونيسو، نو معلومه به شي چې امريکا په هېڅ ډول له افغانستانه وتونکې نده، اوس حالات هم بدل شوي او هم سيمه کې ډېر داسې پرمختګونه راغلي چې؛ امريکا نور له دې کار عاجزه ده. دغه حقايق او پېښو پر امريکا مستقيماً اغېز کړی او هره پېښه کې چې امريکا له کوم جدي خطر سره مخ شي نو دوی يې غچ له افغانستانه اخلي. دوی فکر کوي چې افغانستان سره د تړون نه لاسلیکېدل ددې لامل شوی چې د دوی ګټې په اسيا کې وننګول شي او د دا دوی لپاره ستر سر خوږی دی.
په سيمه کې له دغو ټولو پرمختګونو او پېښو د امريکا د سيالانو د امريکا پر ضد ډېره ګټه پورته کړې. دوی په سيمه کې د امريکا پخوانيو ملګرو ته لاسرسی پيدا کړ. اوس د امريکا اړيکي خپلو پخوانيو ستراتيژيکو ملګرو لکه سعودي عربستان او پاکستان سره هماغسې نه دي پاتې. سعودي او امريکا له دويمې نړيوالې جګړې راوورسته په سيمه کې ستراتيژيک ملګري پاتې شوي دي، دغه دواړو هېوادونو ګډې ګټې ددې لامل شوې وې چې؛ ترمنځ يې اړيکي ډيرې غښتلې شي. امريکا د سعودي په مرسته و کولای شول چې اسيا کې خپل يو مخيز واک (يو قطبي) په ډيرې اسانۍ سره وساتي. خو اوس دغه اړيکي خرابې شوې دي، امريکا په مستقيم ډول له سعودي مخ اړولی دی، په منځني ختېځ کې وروستيو پېښو د سعودي عربستان اړيکي له امريکا سره ډېر نازک پړاو ته داخلې کړې او د دواړو ترمنځ د اړيکو خرابېدل ددې لامل شوي چې سعودي عربستان په سيمه کې نور د امريکا له ملاتړه لاس واخلي او د امريکا دوو سترو سيالانو (روسيې او چين) ته ځان نېږدې کړي.
سعودي عربستان له امريکا څخه د غچ اخيستنې په موخه روسيې ته ځان ورنېږدې کول غواړي او روسيې ته يې يو شمېر وړانديزونه هم کړي دي. سعودي روسيې ته ويلي که د بشار الاسد له ملاتړه لاس واخلي، نو سعودي عربستان به له روسیې څخه د ۱۵ بيلونو ډالرو په ارزښت وسلې را ونيسي او همدارنګه به ورسره مرسته وکړي چې؛ په عربي نړۍ کې خپل سياسي او اقتصادي نفوذ پراخ کړي. په همدې موخه د سعودي د استخباراتو مشر بندار بن سلطان د تېر کال په جولای ۳۱ نېټه روسيې ته د سفر په لړ کې ددې ترڅنګ د نورو اقتصادي مرستو وړانديزونه هم کړي و. که څه هم روسيه لا تر اوسه په خپل دريځ کلکه ولاړه ده چې؛ د بشار الاسد له رژيم څخه به ملاتړ کوي. سعودي همدارنګه د پاکستان په منځګړتوب چين سره هم خبرې کړي او هڅه کوي چې؛ د امريکا بل ستر سيال ته هم ځان ورنېږدې کړي.
چين هم هڅه کوي چې د سعودي عربستان له دغه مجبوريتونو پوره ګټه پورته کړي او سعودي سره د اړيکو له لارې له سيمې هومره اقتصادي او سياسي ګټه ترلاسه کړي څومره چې امريکا ترلاسه کړې وه. چين همدارنګه فکر کوي که د امريکا او ايران ترمنځ احتمالي روغه وشي، نو دوی به لا وار دمخه ځان لپاره بديل مارکيټ پيدا کړی وي. ځکه تر ۲۰۳۰ ز کال پورې به د چين د تېلو د اړتيا کچه په ورځ کې ۱۵ ميلونو بيرلو ته ورسېږي او سعودي يې دا اړتيا يو څه ورپوره کولای شي.
بل لوري ته د سعودي او امريکا څپڅپانده اړيکو د امريکا او جاپان اړيکي هم د خپل سيوري لاندې راوستي. جاپان وېره لري هغه څه چې نن امريکا خپل پخواني متحد سعودي عربستان سره وکړل سبا يې جاپان سره هم کوي. جاپان لا وار دمخه ويلي چې؛ موږ نه غواړو يواځې پر امريکا بسنه وکړو او هڅې يې پېل کړې چې؛ په سيمه کې نوي دوستان پيدا کړي. په امنيتي چارو کې د جاپان د لومړي وزير سلاکار Yousuke Isozaki د جنورۍ مياشت په ۱۷ نېټه په يوه مرکه کې ويلي وو: موږ هڅه کوو چې په سيمه کې له خپلو ملګرو هېوادونو سره د امنيتي ستونزو په اړه خبرې وکړو، خو دا خبرې موږ هله کولای شو چې لاسونه او پښې مو تړل شوي نه وي، د نوموړي ښکاره اشاره امريکايان و.
همدارنګه که امريکا له افغانستان څخه و وځي او جاپان په خپلو هڅو کې چې غواړي په خپلو بهرنيو پالیسيو کې مستقل واؤسي بريالی شي، نو دا به په سويل ختيځ اسيا کې د امريکا پر درې نورو ستراتېژيکو ملګرو سويلي کوريا، ويتنام او فلپين هم بد اغېز وکړي او هغوی به هم وهڅوي چې يواځې امريکا سره پر اړيکو بسنه ونه کړي او لوی فکر وکړي.
که چېرې امريکا هڅه وکړي چې له افغانستان خپل ټول سرتېرې وباسي او د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کېږدي، نو بايد بېرته خپلو زاړو يارانو (سعودي عربستان او پاکستان) سره چې دا مهال د طلاق عدت تېروي د بيا واده غوښتنه وکړي. پاکستان همېش د امريکا لپاره په يو بستر کې هغه همبستر پاتې شوی چې د خوښۍ ترڅنګ يې د ايډز مرض هم درلود.
دا هر څه به وروسته له هغې ترسره شي که يې له افغانستان سره امنيتي تړون لاسلېک نه شي. امريکا فکر کوي چې په نېږدې راتلونکي کې به يې له افغانستان سره امنيتي تړون لاسليک شي، ايران به امريکا سره هوکړې ته ورسېږي، سوريه کې به جګړه پای ته ورسېږي او هلته به ائتلافي حکومت راشي، د حزب الله ستونزه به هم ختمه شي، نو بيا امريکا لپاره ګواښونه راکمېږي او که په پورته ګواښونو کې يو هم د امريکا د خوښې سره سم لاړ نشو نو بيا ډېر زر ده چې؛ امريکا به په سیمه کې له يو غټ سياسي او اقتصادي بحران سره مخ شي او په سيمه کې له پاتې کېدو به ورته له سیمې تېښته بريا ښکاره شي.
که امریکا له افغانستان هم په شا شي نو دا به امریکا له سړې جګړې را وروسته په اسیا کې چې کوم واک او نفوذ ترلاسه کړی بېرته له لاسه ورکړي. ځکه چې په سېمه کې ورسره جاپان او سویلي کوريا په هېڅ صورت نور مخکې نشي تللای.
پورتني ټول تحولات او پرمختګونه ددې لامل شوي چې امريکا اوس په ډېرې وارخطايۍ هڅې کوي چې په افغانستان کې خپل دايمي حضور په اړه ځان مطمين کړي، هر څومره چې زر کېږي د دوی په ګټه دی، ځکه خو پر ولسمشر کرزي فشارونه ورځ تر بلې زياتېږي. امريکا دغه ګواښ چې له افغانستانه خپل سرتېرې وباسې پرته له اخطار او سياسي فشار نور هېڅ مانا نه لري. امريکا لپاره په افغانستان کې د پاتې کېدلو اړتيا اوس له هغه ډېره زياته شوې چې دوی يې په اړه په لومړۍ لسیزه کې فکر کاوه، وروستي پرمختګونو او ننګونو امريکا لپاره په افغانستان کې پاتې کېدل لازمي کړي دي او څومره چې د سیمې زبر ځواکونه (چین، سعودي عربستان، هندوستان، روسيه او پاکستان) سره نېږدې کېږي هومره په سيمه کې د امريکا يو شمېر نور ستراتيژيک ملګري امريکا سره پر خپلو اړیکو بيا له سره کتنې ته اړباسي، دا ټول ددې لامل کېږي چې د امريکا لپاره د افغانستان اهميت له پخوا څه برابره نور هم زيات شي.
نو له دې ټولو معلومېږي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وېستلو ګواښونه د امريکا سیمه ييز مجبوريتونه دي او حقیقت نه لري او ولسمشر کرزي د امريکا دا ټول سیمه ييز مجبوريتونه درک کړي دي او هڅه کوي چې د دغه تړون په بدل کې ورسره امريکا د هغه د خوښې معامله وکړي.