له ښځو سره ناروا کړنې

د یوې ټولنې نیمه برخه ښځې جوړوي، خو لکه څرنګه چې لازمه ده د دغې نیمایي برخې حقونو ته دېر پاملرنه نه کېږي او دود او دستور په نامه ځورول کېږي له حقونو څخه یې تیری کېږي چې زیاتره دا کړنې د دین د مقراتو په نوم کېږي او هغه ټولنې چې د اسلام سپيڅلی دین یې منلی وي زیاتره د یوه سخت ګیره ټولنې په توګه منل کېږي خو په حقیقت کې داسې نه ده او هغه خلک چې دا تور لګوي د اسلام له دینه بې خبره دي او پوره مطالعه نه لري.
دا خبري حتمي نه دي چې د ښځو په واړنډې تاوتریخوالی دین پورې وټړو او نه دا کړنې مذهبي دي بلکې په وروسته پاتو ټولنو کې د هماغې ټولنې د منفي رواجونو پلي کول دي چې له خپله دینه نا خبره خلک یې په دین پورې تړي. په هره سخت دریځه مذهبي ټولنه کې دا ښځو پر واړاندې تاوترخوالی شته خو هغه ټولنې چې د اسلام له سپېڅلي دین سره مخالفت لري هغوی دا کړنو مذهبي رنګ ورکوي او د اسلام په دین پورې یې مخصوصه وي. کومې ټولنې چې رواجپاله وي هغوی کې د ښځو پر واړندې تاوتریخوالی شته چې په بیلابیلو بڼو سر ته رسېږي. چې یوه بېلګه یې په هندي ټولنه کې د ښځو ستي کول وو او له کونډتون سره به یې هغه له خپل مېړه سره به یې ژوندۍ سوځوله او ان داچې ټول عمر به یې سپین رنګ جامې اغوستې او د سر وېښته به یې په د مالګو په اوبو او یا په نورو بڼو له منځه وړل. له ښه مرغه اوس دا رواج نشته خو لا هم تاوتریخوالی د ښځو په واړندې په ټوله نړی کې په یو نه یو رنګ شته چې دا یوازې زموږ په تولنې پورې نه محدوه بلکې ښځې په هره ټولنه کې ځورول کېږي او له خپلو حقونو څخه بې برخې دي. بله بیګه یې په عیسوي مذهب کې ښځې چې زموږ په اصطلاح ملایانې کېږي نو د واده له حقه څخه محرومه وي چې دا په خپله یو لوی ظلم دی چې د هغوی تر نظره نه راځي چې د واده له حقه محرومېدل په خپله د فساد سبب ګرځي او ناړوې کړنې رامنځ ته کوي. مګر هغه څه چې په اسلامي ټولنو کې د رواج په نوم کېږي همدغه ټولنې دغه کړنو مذهبي رنګ ورکوي.
زموږ په ټولنه کې ښځې له خپلو شرعي او مدني حقونو څخه بې برخې دي او کله د کوم شرعي حق غوښتنه وکړي وهل کېږي، سوځول کېږي او کار هغه خلک دېر کوي کوم خلک چې د دین د مقراتو ته ځان ډېر پابند ګني، چې یوه بیګله یې به یې دا وي چې کله د دوی په کور کې لور وشي نو د هغه قصور په ښځې اچوي خو د خپل دین له څخه بې خبره دي ځکه د لور او زوی پیداښت د الله په رضا پورې ده نه بنده او دا هغه خلک دي چې هر ځل د اسلامي احکامو د پلي کولو واعظانو بولي او نور داسې دېر منفي راوجونه لکه د میراث نه ورکول، په یوه دسترخوان د ډوډۍ نه خوړل، د ولور اخیستل، زده کړو ته نه پرېښودل، د کونډې په زوره ودول او نو د اسلام په دین پورې هېڅ ټړاو نه لري دوی په دین پورې تړي چې لوی ترین عامل یې نا پوهي او له دینه نا خبري ده. خو که موږ لږ هم خپل دین مطالعه کړو او خپل ټولنه په سمه ټوګه وپېژنو نو دا هر څه به خیالي ښکاره شي چې زموږ په دین او ټولنه کې ښځې له خپلو حقونو بې برخې دي بلکې هغه حقونه چې د اسلام دین ښځو ته ورکړي مثال یې په نورو ادیانو کې نشته. خو له بدمرغه زموږهېواد کې له دیني احکامو څخه سرچپه مفهوم اخیستل کېږي او د دین او رواج په نوم ښځو له سره ناروا کړنې کېږي خو ښه دا وي چې ناراوو کړنو ته د دین نوم ور نه کړو او د خپلې ټولنې منفي دودنوله منځه یوسو او د تاوتریخوالې په کمولو کې له دیني احکامو کار واخلو.
لیکواله: حوره سپېڅلې