
عبدالرحمان عابد
زموږگاونډی هيوادپاکستان چي دافغانستان په هکله يې پاليسي په دې تمرکزکوي چي بايدپه افغانستان کي دجنگ لمبې بلي اولاگرمي شي.
په تاسف سره وايم چي ديادهيواددافغانستان په هکله تراوسه پوري اهميت دومره زيات دی چي سره ددې چي تقريبًاټول افغانان په دې پوه شوي دي چي دافغانستان ترټولوغټ دښمن پاکستان دی خوبياهم ټول په دې پوه دي چي پاکستان ونه غواړي نه په افغانستان کي سوله راتلای شي اونه جگړه پای ته رسېږي.
داډېره دغم اوخواشينۍ خبره ده چي نوموړی هيوادچي دافغانستان سره خواخوږي نه لري اوگټي په دې کي لټوي چي په افغانستان کي جگړه دوام ولري بياهم دومره اهميت ولي لري؟
ددې سوال جواب دادی چي داغم موږته له ځانه راپېش دی که افغانان ځانونه اصلاح کړي نوبيابه ستونزه حل وي اوافغانان به له دغه ستردښمن څخه وژغورل شي که داسي نه وي نوکه هرڅومره طمعي ترې ولروبېځايه به وي.
دټولوافغانانوپوه کېدل اودټولوپه دې خبره اتفاق خوبه ډېرناشونی وي چي دپاکستان گټوته پام نه کوي اودخپل کوردجوړولواودخپلومسلمانووروڼودوينودتويېدلومخنيوی وشي خوبياهم که دافغانانومشران خپله دې کارته ژمن شي اوپه دې لارکي خپلي هڅي ونه سپموي اودپاکستان اونوروبهرنيانوپه اشاروونه چلېږي نوان شاءالله داکارشونی دی چي په ترڅ کي به يې دتل لپاره له دغه ظالم اوبې رحمه گاونډي څخه نجات ومومو.
خصوصًاطالبان اوحزب اسلامي بايددغه سترخدمت دهيوادلپاره وکړي چي دپاکستان له منگولوځانونه خلاص کړي اوخپله مبارزه دي سياسي کړي.
زه اميدلرم چي که طالبان اوحزب اسلامي سياسي مبارزه پيل کړي اوله دې لاري دامريکايانودايستلوهڅي اوپه هيوادکي داسلامي نظام لپاره سياسي هڅي وکړي ان شاءالله له دې لاري به په ډېره ښه توگه وتوانېږي چي دغه سترمرام ته ځانونه ورسوي.
که داسي ونه کړل شي نوپه دې بايدځانونه پوه کړي چي دجگړې له لاري هم خپل هدف نه شئ ترلاسه کولای ځکه دغه ستردښمن پاکستان چي راسره وي نوهيڅکله به هم دخوشحالۍ ورځ ورڅخه ونه وينو.
که دانن خارجيان ووزي نودپاکستان هڅه به داوي چي کورنۍ جگړه پيل شي له هغه وروسته به بيادطالبانوپه منځ کي داختلاف لپاره هڅي کوي څوافغانان په جگړوکي مصروف وساتي.
نوله دې امله زه ټولوخواووته وايم چي نوردغه دغم لړۍ ته دپای دټکي دکېښودلوهڅه وکړئ اونورپه دې مظلوم اوغمجن اولس رحم وکړئ.
مه پرېږدۍ چي پاکستان نورهم خپلولوبوته دوام ورکړي اوخپل شوم پلانونه راباندي پلي کړي.
زماداعقيده ده چي پاکستان سره ددې چي اسلامي هيواددی خوبيايې هم داسي سخت زړي اوظالمان واکمنان دي چي ترکافرانوهم دافغانستان په هکله بې رحمه دي.
دغه بې رحمه دافغانانوپه هيڅ تکليف نه خفه کېږي داپه داسي حال کي چي داسلام تقاضاخوداده چي بايدپربل مسلمان بايدپېرزوينه ولري آن تردې چي که ستاگټه اودبل مسلمان گټه سره په ټکرکي شوې نواسلام داوايي چي بايددمسلمان گټي ته لومړيتوب ورکړې نه داچي خپلي گټي ته.
خوافسوزديادهيوادظالم واکمنان له افغانانوپه هيڅ نه راضي کېږي.
دغمڅپلي افغان دسوکالۍ په هيله
پای