د شنبې ورځ چې د مارچ میاشت د لومړۍ نیټې سره سمون خوري
د افغانستان د سپورټ په تاریخ کې یوه نه هیرېدونکې ، تلپاتې ، ژوندۍ ، روښانه او
ځلانده ورځ ثبت شوه.
د افغانستان خواري کښ د کلک هوډ او همت لرونکي ځوانانو د
پنډغالو په تېږو او دښتو کې دپیل کړي سفر قافله تر ډاکې ورسوله دا قافله هلته د
اسیا د څلورو غښتلو لوبډلو سره میدان ته کوزیږي هغه لوبډلې چې په لسګونه کلونه
میدان ته د کیوتو او مسابقې کولو تجربه لري. 
دغه ځوانانو په ډیره کمه موده کې ډیرې سترې مسا في ووهلي
، هرې ستونزي ته یې په میړانه اوږه ورکړه او د هرې بلا مخ کې یې خپلې سینې سپر
کړي. په تش لاس میدان ته راوتو افغان زمریانو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  د افغانستان رپانده رنګین ملي بیرغ ورپاوه .
 دا ځوانان  زمونږ یواځینۍ د هیلو غوټۍ دي دا هغه د سولي
سفیران دي چې همیش یې زمونږ پام له غمځپلو ، در دېد لو له کړاوونو ډکو پیښو بدل
کړي ، دوۍ په هره سختۍ کې زمونږ پر شونډو موسکا خپروي د مارچ د لومړنۍ ورځې د خوښۍ
په څیر له خوشحالیو ډکې ورځې په ژوند کې پر ما ډیري لږي تیري شوي  . 
د کونړ پیښې ټول ولس د ویر په ټغر کینولي و همدوۍ دي چې
د ملت دا ناورین یې په خوښۍ بدل کړ ، بیدار او ویښ ولس د هیواد په ګڼو سیمو کې
لارو کوڅو ته راووتل د شپو د تیارو پروا یې ونه کړه د وطن په مینه مست ولس ټوله
شپه ملي بیرغ ورپولو افغانستان ته یې یو نوي روح ورکړ ، د کونړ ویر یې په جشن بدل
کړ هغوۍ د بیرغ لپاره سر ورکړ دوۍ یې بیرغ په ډاکه کې پورته کړ او د فتح الله
کرېکېټ میدان یې فتح کړ . 
د خپلو لاس ته راوړنو په دوام یې د اسیا د جام پخپله
دوهمه لوبه کې د بنګله دېش کوربه ټیم په ګونډو کړ ، د خاموش ، خوش اخلاقه او  له حوصلې ډک لوبډلمشر نبي جان تر مشرۍ لاندي
دغه لومړنۍ مسابقه وه چې د افغانستان ملي ټیم له داسي یو هیواد نه وګټله چې د کرکټ
د نړیوالي شورا د لومړۍ درجي غړیتوب لري . 
په راتلونکې کې یې د لا بریا ، سوبي ، کامیابۍ او
سمسورتیا په هیله !!!!!.