ماشوم چې تی وروي شونډو ته يې وينـــــــه راشي
څـــــه تجربه او رياضت غواړي چې مينـــــــه راشي؟
دزړګي مراندې مې شـــوق وتخنـــوي هغه شېبـــــه
بوی دخولې مې چې ديار لــــه سپين جبينــه راشي
چې شړشم ګل وي زه او يارمې ترينه خوند اخـــــلو
الله دې وکړي چې يـوه ورځ داسې رنګينــــه راشي
دخپــــــلې خـــــاورې لـــه غنمينې مړۍ ډېرشرميږم
چې مسلمان يمــــه په خــــاوره مې بې ديـنــــه راشي
دبختيارنور غزل لـــــــه شوخـــــــو کلمــاتو جوړ وي
پکې يوه نيمـــــه مصرعـــه هسې غمــــــګينه راشي
»»»
وروستي