د ښځې ورځ

هلال ياسيني
 
د رسول الله صلی الله عليه وسلم روضې مبارکې ته څېرمه ناست وم، دعاګانې مې ورته کولې چې په دې کې يې ګرځنده تيلي فون ته د ګيلې پیغام راولېږه: \"پرون د ښځې ورځ وه، تا ماته مبارکي رانه کړه!\"
ما بېرته پيغام ورولېږه: \"هره ورځ د ښځې ورځ ده. هره ورځ ښځه د مينې وړ ده. ښځه دې د يوې ورځې مبارکۍ په غوښتلو ځان نه بې قدره کوي. موږ ته دې هره ورځ، چې په خوښۍ مو تېره کړي وي او يا يې تېروو، مبارک وي.\"
 
 مدينه منوره،
۹ مارچ ۲۰۰۹ دوشنبه